لندن: یو افغان مهاجر د چړې د مرگوني برید په تور نیول شوی
۱۴۰۴ آبان ۷, چهارشنبه
د بریتانیې رسنیو رپوټ ورکړی چې نیول سوی شکمن کس د افغانستان تابعیت لري، خو د بریتانیې د کورنیو چارو وزارت یوازي دا خبره تأیید کړې ده چې هغه یو بهرنی تبعه دی چې له ۲۰۲۲ م کال راهیسې یې په قانوني توگه په بریتانیې کې اقامت درلود.
پولیسو ویلي دي چې په دغه پیښه کې چې د اکسبریج په سیمه کې رامنځته سوه، یوه ۴۹ کلن نارینه د پیښې په ځای کې ساه ورکړه، یو ۴۵ کلن نارینه سخت زخمي سو او یو ۱۴ کلن هلک هم داسي ټپي سوی چې ژوند ته یې کوم گواښ نه پیښوي.
اړوند:آلمان کې په دوو قتلونو تورن افغان محکمې ته وړاندې کړل شو
د بي بي سي نړیوالې شبکې رپوټ ورکړی دی چې په دغه پیښه کې وژل سوی کس یو «ډیر د درناوي وړ» سړی و چې د ښاروالۍ د پاکولو په څانگه کې یې کار کاوه او کله چې یې له خپل سپي سره قدم واهه د برید تر هدف لاندې راغی.
د سیمې د پولیسو مشر، جیل هورسفال دغه برید «له زورزیاتي ډک، ټکان ورکوونکی او بې معنی» وباله.
شکمن کس په بریتانیې کې له قانوني اقامت سره ژوند کاوه
پولیسو ویلي دي چې دغه برید ته د ترهگرۍ د یوې پیښې په سترگه نه گوري او له وژل سوي کس او ټپیانو سره د شکمن کس د ممکنه اړیکو د څېړنې په حال کي دي.
د بریتانیې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې شکمن کس په ۲۰۲۰ کال کې په یوې لارۍ کې بریتانیې ته داخل سوی او په ۲۰۲۲ م کال کې یې پناهندگي ترلاسه کړې ده. پولیسو همدارنگه په ټولنیزو شبکو کې د ناسمو ادعاوو برعکس ویلي دي چې هغه په کوم هوټل یا دولتي استوگنځي کې ژوند نه کاوه.
اړوند:په مانچسترکې پر کنیسې برید؛ ۲ تنه وژل سوي
په بریتانیا کې په وروستیو میاشتو کې د یوه ایتوپیايی مهاجر له خوا د یوې ښځې او نجلۍ له جنسي ځورونې وروسته، د پناه غوښتونکو د اقامت د سیمې ځیني هوټلونه د سختو اعتراضونو تر هدف لاندي راغلل.
دغه ایتوپیايی نارینه وروسته په یوې قضیې کې محکوم سو او دغه پیښه په بریتانیې کې دمهاجرت ضد د احساساتو د زیاتیدو سبب سوې ده.