ټاکل شوې ده چې د یوه شپږ کسیزې کورنۍ دغه دوه بالغه کسان له المان څخه اخراج شي، خو کورنۍ یې د دې اقدام په مقابل کې مقاومت وکړ.
وروسته له هغې چې پولیسو د دغو دوو کسانو د اخراجولو له پاره مراجعه وکړه، دغې کورنۍ د شورین په ښار کې د کلیسا یوې ودانۍ ته پناه یووړه. دوی هڅه وکړه چې له پولیسو سره مذاکره وکړي، خو په ډیر شمیر کې پولیس د کلیسا ودانۍ ته ننوتل. بالاخره د پولیس او ځانکړو ځواکونو یوې لویې ډلې د اخراج په مقابل کې د دې کورنۍ مقاومت ته د پای ټکې کیښود.
دالمان د پولیسو یوه ویاند وویل چې د چهارشنبې په سهار کله چې پولیسو غوښتل د یوې شپږ کسیزې کورنۍ دوه ځوانان اخراج کړي، هغوی ځانونه د یوه کلیسا په ودانۍ کې بند کړل.
له کورنۍ سره د اړیکې نیولو له پاره له شا او خوا ۴ ساعته کوښښ وروسته بالاخره ژغورونکي ځواکونه ودانۍ ته ننوتل. تر اوسه پورې مشخص شوې ده چې یو له دغو دوو ځوانانو څخه ټپي شوی دی او یوه ښځه په استثنایي رواني وضعیت کې وه چې دوی دواړه بیا د امبولانس په وسیله روغتون ته انتقال شوي دي.
د مهاجرو نوی قانون، د پناه غوښتونکو له پاره څه معنی لري؟
د دغه ځوان د ټپي کېدو د نوعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. د کلیسا په وینا دغه شپږ کسیزه کورنۍ د افغانستان ده چې ټاکل شوې وه دوه ځوان زامن یې باید اخراج شوي وای.
ټاکل شوې وه چې دغه اخراج په کیل ښار کې د مهاجرت ادارې په امر ترسره شي. په پام کې نه ده چې دغه دوه ځوانان دې افغانستان ته اخراج شي، ځکه په اوس وخت کېله المان څخه د طالبانو تر حاکمیت لاندې دغه هیواد ته د پناه غوښتونکو اخراج درول شوی دی.
د الماني پولیسو په وینا دغه ۱۸ کلن او ۲۲ کلن ځوانان باید د المان له خاورې ووځي او هسپانيا ته ستانه شي.
د کلیسا د ویاند په خبره دغه کورنۍ د شورین په نوم د استوګنې سیمې په یوې ودانۍ کې اوسیږي چې د سیمه ایزې کلیسایي ټولنې له خوا مهاجرو ته په اختیار کې ورکړل شوې ده.
د سیمې یوه اوسیدونکي ویلي دي چې سهار د پولیسو دوه موټر چې نښې یې نه درلودلې، د ټولنیزو مرکزونو پر لور حرکت وکړ. لږ وروسته په لوړ غږ کې د یوې ښځې د فریاد غږونه واوریدل شول. د پولیسو په خبره هغې کوښښ کړی وو چې د دغو دوو ځوانانو د اخراج مخه ونیسي.
پولیسو له خلکو غوښتي ول چې د عملیاتو په جریان کې دې له سیمې څخه واټن ونیسي. پولیس ادعا کوي چې د عملیاتو په جریان کې هیچاته خطر نه وو متوجه.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز
د جرمني څخه د مهاجرو د اخراج مقررات څه ډول دي؟
د جرمني داخله وزیر د ۱۶ ایالتونو د کورنیو چارو د وزیرانو سره تریوه ویدیو کنفرانس وروسته اعلان وکړ، چي د جنورۍ له اولي څخه به د پناه غوښتني قضیو ته په کتو سره د اخراجیدو په هکله تصمیم نیول کیږي. نور جزيات دلته ولولئ:
انځور: picture-alliance/W. Rothermelد جرمني داخله وزارت وايي، چي د سوریایانو د اخراج د منع کیدو لایحه به تمدید نسي. داخله وزير هورست زېهوفر په دې تړاو مخکي هم څرګندونې کړي وې. خو منتقدین دا د پناه غوښتونکو څخه د ساتني بین المللي حقوقو خلاف بولي. د ویچه ویله دلته د دغي مسألې حقوقي اړخونو ته یوه کتنه کړې ده: هغه مقرره چي د ۲۰۱۲ م کال راهیسي په منظم ډول سره تمدیدیږي، په پام کي لري، چي سوریایان خپل هیواد ته د اخراج څخه وساتي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schuttپه سوريه کي د امنيت نشته والی
په سوریه کي اوس هم جنګ دوام لري. دا په دې معنی ده، چي حتی رد سوي پناه غوښتونکي هم، د مجرمینو په شمول په جرمني کي پاته سي. منتقدین وايي، چي په سوریه کي هیڅ ډول امنیتي شرایط وجود نلري. خو داخله وزیر، هورست زیهوفر د ۱۶ ایالتونو د کورنیو چارو د وزیرانو سره تر یوه ویدیو کنفرانس وروسته اعلان وکړ، چي د جنورۍ میاشتي د اولي څخه به د پناه غوښتني قضیو ته په کتو سره د اخراجیدو په هکله تصمیم نیول کیږي.
انځور: Amer Almohibany/AFPولي د اخراجیدو ممانعت لغؤ سو؟
په جرمني کي د هغو پناه غوښتونکي، چي رد سوي، او یا یې جرمونه کړي وي، (دولدونګ) یا د پاته کیدلو مؤقتي ویزه ورکول کیږي. خو ددغو کسانو پرضد همیشه د ښی اړخو افراطیانو لخوا اعتراضونه کیږي او تر ټولو دمخه د مسلمانانو پر ضد. د ۲۰۱۱ م کال راهیسي د سوریې جنګ، چي تر ۳۸۷ زره اضافه انسانان پکښي ووژل او په ملیونو کسان د وطن پریښولو ته مجبوره سول، ددې سبب سو، چي شکمن کسان هم په جرمني کي پاته سي.
انځور: Getty Images/T. Lohnesد جرمني په داخله وزارت کي د ساختماني او هیواد ساتني چارو معین، هانس ګیورګ انګلکه پرون جمعه خبریالانو ته وویل:«هغه کسان چي جرمونه کوي او یا تروریسټي اهداف مخته وړي، زموږ دولت او خلګو ته تاوان رسوي او باید د جرمني څخه اخراج سي.» خو د زیهوفر د اظهاراتو پراساس د تقریبأ ۷۷۰ زرو سوریایانو څخه چي په دې وروستیو وختونو کي جرمني ته راغلي دي، فقط تقریبأ ۹۰ کسانو ته یې د خطرناکو کسانو په سترګه کتل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gentschد اخراج څخه انتظارات محدود دي
د کرونا دویروس په سبب د سفر پر محدودیتونو سربیره، سوریې ته په نورو دلایلو هم اخراج ممکن ندی: د نیدرساکسن ایالت داخله وزیر، بوریس پستوریس په دې باب وویل،«په سوریه کي هیڅ داسي مؤسسه وجود نلري، چي موږ د هغه سره ډیپلوماتیک روابط ولرو.»په دې دلیل هغه او سوسیال دموکراټ حزب یې سوریې ته د نه اخراج د قاعدې لغؤ کیدل رد او کوښښ یې وکړ، چي هغه د ۶ نورو میاشتو دپاره تمدید کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappelerد یوه رپوټ پراساس آلمان په ۲۰۱۹ م کال کي۲۲۰۰۰ تنه اخراج کړي دي. البانیا، نایجریا، ګرجستان، روسیه او صربستان د هغو هیوادو د جملې څخه وه، چي په همدغه کال کي یې هر یوه ته زر زر تنه اخراج سول. په همدغه وخت کي تقریبأ ۹۳۰ افغانان او ۸۶۰ عراقیان هم اخراج سوي دي. د رپوټ پر بنأ په ۲۰۱۹ م کال کي د اخراجیدو تقریبأ ۴۰ فیصده موارده د اروپا د اتحادیې نورو هیوادو لکه فرانسې او ایټالیا ته تر سره سوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappelerهغه کسان نباید د جرمني څخه اخراج سي، چي په خپلو هیوادونو کي یې د جنګونو، تعقیب او یا ازار په دلیل ژوند ته خطر موجود وي. په دغه صورت کي د هغوی اخراج د اروپا د بشر د حقوقو د کنوانسیون څخه سرغړونه ده. دغه کنوانسیون د هغوکسانو اخراجیدل هم منع کوي، چي په خپلو هیوادونو کي د شکنجې سره مخامخ کیدلای سي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul