1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه د مجرمو مهاجرو د اخراج په اړه له طالبانو سره خبرې؟

۱۴۰۳ شهریور ۶, سه‌شنبه

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند يوه سیاستوال د مجرمو او خطر پېښوونکو مهاجرو د اخراج له پاره له طالبانو او د سوریې له حکومت سره د خبرو اترو پلوي کړې ده. سوسيال دیموکرات ګوند د آلمان په ائتلافي حکومت کې هم شامل دی.

د آلمان په پارلمان کې د سوسيال ديموکرات ګوند (اس پي ډي) د جناح د بهرني سیاست کارپوه نيلس شمت
نيلس شمت وايي که څه هم چې له سوريې او افغانستان څخه څخه سفارتي پرسونل خارج شوی دی، خو له دواړو هېوادونو سره تماس په بشپړه توګه پرې شوی نه دی. انځور: Malte Ossowski/SvenSimon/picture alliance

له آلمان څخه د مجرمو او هغو مهاجرو چې خطر ترې متوجې دی، د اخراج په تړاو بحثونو په ترڅ کې د اپوزيسيون پر سياستوالو سربیره اوس د واکمن سوسيال دیموکرات ګوند يو سياستوال هم له طالبانو سره د خبرو اترو غوښتونکی شو.

د آلمان په پارلمان کې د سوسيال ديموکرات ګوند (اس پي ډي) د جناح د بهرني سیاست کارپوه نيلس شمت، د دې پلوی دی چې د آلمان حکومت د مهاجرو د اخراج په برخه کې د طالبانو او د سوریې له حکومت سره خبرې وکړي.

شمت د «آلمان د تحريريه شبکې پلاوي» ورځپاڼې ته وويل: «موږ به ونه شو کړای چې په سوريه کې له رژيم او د طالبانو له رژيم سره د ځانګړو نقاطو لکه د مهاجرو د اخراج په اړه له تخنيکي بحثونو څخه اجتناب وکړو.»

د نوموړي په خبره که څه هم چې له دواړو هیوادونو څخه سفارتي پرسونل د توجیې وړ دلایلو [د امنيتي دلايلو] پر اساس خارج شوی دی، خو له دواړو هېوادونو سره تماس په بشپړه توګه پرې شوی نه دی.

تر دې دمخه په جون میاشت کې د آلمان په منهايم ښار کې د يوه افغان له خوا د چړې تر بريد وروسته چې د يوه پوليس د وژل کیدو باعث شو، د اپوزيسيون د مسيحي ديموکرات ګوند (سي ډي يو) يو شمیر سياستوالو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د مجرمو او خطر پېښوونکو کسانو د اخراج په موخه «له طالبانو سره تماس» ونيسي.

د آلمان فدرالي حکومت هغه وخت ويلي ول چې د درنو جرمونو ترسره کوونکي مهاجر باید سوریې او افغانستان ته اخراج شي او دا هم ويل شوي ول چې د افغانستان له ګاونديو هېوادونو سره د يو شمير کسانو د اخراج پر امکاناتو هم خبرې کیږي.

د طالبانو ادارې هغه وخت د دريمګړي هېواد له لارې د افغانانو د هر ډول اخراج سره مخالفت څرګند کړی وو او ویلي یې ول چې آلمان باید د «دوه اړخیز توافق» او قونسلي لارو دا مسئله حل کړي.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

06:25

This browser does not support the video element.

خو پر دې غوښتنو سربیره هم په آلمان کې په دوامداره توګه د طالبانو له اداري سره د همکارۍ په اړه خبرداری ورکول کیږي او د بشري حقونو څخه د سرغړونو له زياتېدو سره په ځانګړي توګه دښځو له حقونو څخه، د تعامل احتمال وار د واره کموي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک، د طالبانو د امر بالمروف او نهي عن المنکر د نوي قانون په غبرګون کې ويلي ول: «دا کار يو ځل بيا ښيي چې له افراطي اسلامپالو سره هیڅ ډول تماس نه شي رامنځته کیدلای.»

د مجرمو مهاجرو د اخراج بحثونه بيا تازه شوي

د تېرې جمعې بريد په آلمان کې دا بحثونه يو ځل بيا شديد کړي دي. په زولنګن ښار کې د موسيقۍ په يوه فيستيوال کې د چړۍ په دې بريد کې درې کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.

د پېښې شکمن عامل چې د سوريې يو ۲۶ کلن وګړی دی، د شنبې په ورځ ځان پوليسو ته سپارلی دی.

څارنوالي د ترهګرۍ د شک په اړه هم پلټنې کوي. په اصل کې باید دا کس تر دې د مخه بلغاريا ته اخراج شوی وای، خو د اخراج په ورځ یې ځان پټ کړی وو.

د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند غړې ايرنه مياليچ، وويل چې دا انتظار لري چې «د اخراج د اوسنۍ بڼې موثريت» په دقيقه توګه و ارزول شي. د نوموړې په خبره په دې اړه يوه رښتني بحث ته اړتيا ده چې ولې ډېر اخراجونه نه عملي کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب