1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه د نورو افغان مهاجرو د اخراج پلان

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۸, جمعه

په افغانستان کي له خراب امنيتي وضعيت سره سره آلمان غواړي راتلونکې سه شنبې نور رد سوي افغان مهاجر اخراج کړي.

Abschiebeflug mit abgelehnten afghanischen Asylbewerbern
انځور: picture-alliance/dpa/D. Maurer

په آلمان کي د مهاجرو د ملاتړ سازمانونو او د افغانستان حکومتي منابعو تائيد کړې ده چي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸ کال د می ۲۲مه) له آلمان څخه د نورو افغان مهاجرو د اخراج پلان سته.

د آلمان خبري آژانس ليکلي دي چي، پتېيل سوې ده چي د سه شنبې په ورځ ماښام به د آلمان له فرانکفورت هوايي ډګر څخه يوه الوتکه د کابل پر لور والوزي. خبري آژانس د دغو معلوماتو منبع د آلمان په بايرن ايالت کي د مهاجرو د ملاتړ د شورا يوه همکاره ياده کړې ده.

په کابل کي هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت يوه کارکوونکي تائيد کړې ده چي تمه کيږي چي د چهار شنبې په ورځ سهار به له آلمان څخه کابل ته يوه الوتکه ورسيږي چي رد سوي مهاجر به پکښې وي. خو د شمېر په اړه يې څه ويل سوي نه دي.

افغانستان ته د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ د ۲۰۱۶م کال په دسمبر کي پيل او تر اوسه پوري په ټوليزه توګه د هوا له لاري ۲۲۰ نارينه افغان مهاجر افغانستان ته اخراج سوي دي.

افغانستان ته د مهاجر اخراج په آلمان کي يوه شخړيزه موضوع ده. په داسي حال کي چي د آلمان حکومت ټينگار کوي چي ټول افغانستان ناامنه نه دی، د مهاجرو د ملاتړ سازمانونه بيا وايي چي افغانستان ناامنه دی او ورته د مهاجرو لېږدول غيرمسؤلانه کار دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب