له آلمانه ۱۲۰۰ کم سنه پناه غوښتونکي افغانستان ته ستانه شوي
۱۳۹۷ آبان ۶, یکشنبهد آلمان د حکومتي شمیرو له مخې له ۲۰۱۶م کال راهیسې له آلمان څخه ۱۲۵۷ تنه کم سنه افغان پناه غوښتونکي په خپله خوښه بیرته افغانستان ته تللي دي. د ماشومانو د ملاتړ د یوه خیریه سازمان د رپوټ له مخې د دغو مهاجرینو له ډلې څخه زیاتره د بیا ځلي مهاجرت په فکر کې دي.
د «فونکه» په نامه په آلمان کې د رسنیو ډلې د آلمان د کورنیو چارو د فدرال وزارت د معلوماتو پر بنست په دې هکله یو رپوټ خپور کړی دی. په رپوټ کې ویل شوي چې د آلمان حکومت دغه شمیرې د دې هیواد په پارلمان یا بوندیستاګ کې د کیڼ اړخو د فراکسیون د یوې پوښتنې په ځواب کې وړاندې او خپرې کړې دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې د دغه شمیر کم سنه افغان مهاجرو له ډلې څخه ۶۵۰ تنو یې ۱۲ یا له ۱۲ څخه کم عمر درلود. د یادې آلمانۍ رسنۍ د رپوټ په حواله، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ادغام او د بیرته ستنیدو په برخه کې د آلمان د فدرالي حکومت د مرستندویه پروګرام په چوکاټ کې یوازې ۳۶ تنه کم سنه مهاجرین خپلو اصلي هیوادونو ته په خپله خوښه ستانه شوي دي.
د آلمان د حکومت د دغه پروګرام په چوکاټ کې په خپله خوښه بیرته ستنیدونکو پناه غوښتونکو ته په خپلو هیوادونو کې د نوي ژوند د پیل له پاره مالي مرستې وړاندې کیږي.
اوس په آلمان کې کیڼ اړخو د حکومت پر دغه کړنلارې سختې نیوکې کړي دي. د کیڼ اړخو د ګوند سیاستوالې او د دې ګوند د داخلي سیاست ویاندې اولا یلپکه، په دې هکله ویلي چې هغه څه چې په رسمي توګه د پناه غوښتونکو د پخپله خوښه بیرته ستنیدو له پاره د مالي مرستو تر عنوان لاندې وړاندې کیږي، په عمل کې یوازې یوه داسې پریکړه ده چې د اخراج د ګواښ پر اساس نیول کیږي. هغه زیاتوي چې څوک حاضر دي چې یوه داسې هیواد ته بیرته وګرځي چې بد امنیتي او بشري وضعیت ولري او یا پکې دغه راز یو وضعت ورځ تر بلې نور خرابیږي.
د اولا یلپکه له نظره دغه کار له ماشومانو سره د [آلمان] د چارواکو بده دښمني په ګوته کوي. د دغه سیاسي ګوند له لوري د دغه راز شمیرو د خپرولو غوښتنه وروسته له هغې کیږي چې د روانې اکتوبر میاشتې په ترڅ کې د ماشومانو د ملاتړ یوه سازمان په دې هکله یو رپوټ خپور کړ. په دې رپوت کې له ۵۷ داسې ماشومانو سره مرکې شوي چې له اروپايي هیوادونو څخه بیرته افغانستان ته اخراج شوي دي. له دې کسانو څخه ۳۹ تنو یې ویلي چې دوی اوس په خپل اصلي هیواد کې ځانونه خوندي نه احساسوي او دا چې یوازې ۱۶ تنه یې اوس ښوونځي ته ځي. له دې شمیر کسانو څخه ۱۰ تنو یې ویلي چې دوی په خپله د دې هڅه کړې چې د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې جذب شي. له دې شمیر څخه اته تنه یې بیا په افغانستان کې موجود نه وو، ځکه چې دوی یا په ایران او یا هم په پاکستان کې زیږیدلي وو. په دغه رپوټ کې زیاته شوې چې درې پر څلورمه برخه دغو تنکیو ځوانانو ویلي چې دوی په دې هڅه کې دي چې افغانستان بیا ترک کړي او مهاجرت ته مخه کړي.