د یوه رپوټ له مخې په آلمان کې د هغو پناه غوښتونکو شمیر مخ پر لوړیدو دی چې له دې هیواد څخه پر وتلو باندې مکلف دي. د جنورۍ میاشتې په پای کې د دغو کسانو شمیر تر څوارلس نیمو زرو تنو زیات وو.
اعلان
«نویې اوسنا بروکر څایتونګ» ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلې دي چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت، د دغه هيواد په پارلمان کي د کیڼ اړخو د یوې شفاهي پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې د جنورۍ میاشتې تر پايه پورې د هغو افغان پناه غوښتونکو شمیر چې باید له آلمان څخه ووځي ۱۴۶۰۰ تنه وو. دغه شمیر کابو د یوه کال مخکې مودې په پرتله ۱۷۷۰ تنه زیات دی. هغه کسان چې له آلمان څخه په وتلو مکلف دي ۷۱ سلنه یې د دولدونګ سند لري یا په اصطلاح باید وزغمل شي.
دولدونګ هغو رد شوو پناه غوښتونکو ته ورکول کیږي چې د وتلو پر مکلفیت سربیره په نزدې راتلونکي وخت کې د دغه کس وتل ممکن نه وي. دغه څه کیدای شي د ناڅرګند هویت، ناروغۍ او یا هم د کورنۍ د دلایلو له کبله وي.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغو کسانو زیاتره یې چې شا او خوا ۲۵۰۰ کسان کیږي په نورد راین ویستفالن ایالت کې اوسیږي. ۲۴۶۰ تنه په بایرن او شا او خوا ۱۶۰۰ تنه په بادن ورتمبېرګ ایالتونو کې اوسیږي.
په پارلمان کې د آلمان د کیڼ اړخي ګوند استازي اولا یلپکه، په انتقادي شکل ویلي دي چې له آلمان څخه پر وتلو مکلف ډیر کم کسان واقعا لیږل کیدای شي، نو باید هغوی ته دولدونګ ورکړل شي. پر دې سربیره یلپکه پر حکومت تور پورې کړی چې افغانانو ته د ادغام له کورسونو ورکولو ډډه کوي.
نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې پر خراب امنیتي وضعیت سربیره آلماني چارواکي د افغان پناه غوښتونکو او مهاجرو د پناه غوښتنه کابو نیمایي غوښتنلیکونه ردوي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت په وینا په ۲۰۱۴م کال کې د افغان پناه غوښتونکو د قبلیدو سلنه ۴۴ وه. خو یوازې ډیر کم شمیر رد شوي پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته استول شوی دي.
اوسمهال د آلمان حکومت هغه افغانان خپل هیواد ته استوي چې مجرمین وي، خطر پيښونکي وي او یا هم د خپل اصلي هویت له ښوولو څخه ډډه کوي.
زموږ له آرشیف څخه:
د پاریس سړه هوا او په خېمو کې د مهاجرو ژوند
د فرانسې پلازمېنه پاریس په دې ورځو شپو کې د اروپا د نورو سیمو په شان د یخنۍ له څپې سره مخامخ ده. د ځلا او ښکلا د دغه ښار په څنډه کې هغه مهاجر چې له جګړو او بې وزلۍ تښتیدلي دي په خیمو کې ژوند کوي.
انځور: Getty Images/J.Saget
دا د پاریس په څنډه کې د افغان او نورو مهاجرو یو مؤقتي کمپ دی. خیمې يې واورو پوښلي دي او په خېمو کې پراته نه پوهیږي چې څومره وخت کولی شي له دغه وضعیت سره مقابله وکړي. په خېمو کي زياتره پراته کسان افغان مهاجر دي.
انځور: Getty Images/J.Saget
دا هیڅ د حیرانتیا وړ خبره نه ده چې پولیس او یا خلک دغه مهاجر دي اړ باسي چې دغه ځای پریږدي. هغوی کله نا کله خپل ځایونه بدلوي. د فرانسې په کاله سیمه کې په خپل سر د جوړ شوي مهاجر کمپ له بندیدو وروسته ډیر شمیر مهاجرو پاریس ته مخه کړه.
انځور: Getty Images/J.Saget
د بشري حقونو او د مهاجرو د حقونو مدافع سازمانونه زیاتره وخت په دغه خیمو کې د مهاجرو د وضعیت په هکله انديښنه څرګندوي. دغو مهاجرو د «سنت مارتین» کانال دواړو خواوو ته خیمې وهلي دي. د ځایي اوسیدونکو له پاره دغه وضعیت منل هم آسانه کار نه دی.
انځور: Getty Images/J.Saget
مرستندویه سازمانونه هم په دغو خیمو کې د ځوانو مهاجرو د وضعیت په هکله اندیښمن دي او مهاجر له بیلا بیلو خطرونو سره مخامخ دي. هغوی پیسې، خواړه ګرم کالي نه لري. سږ کال د اروپا ژمی یو له سړو ژمو شمیرل کیږي.
انځور: Getty Images/J.Saget
دا چې په کاله کې د «ځنګل» په نوم د کمپ تر تړلو وروسته بریتانيا ته په غیر قانوني توګه د رسیدو چانس ډیر کم شوی دی، خو بیا هم دغه مهاجر په دې هڅه کي دي چې ځانونه بریتانيا ته ورسوي.
کله چې د شپې هوا سړیږي، هغوی اور بلوي او پر اور راټولیږي. په دغه ځای کې د اور لګیدنې احتمال هم کم نه وي. مهاجر تختې او یا نور هغه څه چې د سوځیدو وړ وي، سوځوي څو خپل ځانونه ګرم وساتي او د ژمې شپې سبا کړي.
انځور: Getty Images/C.Archambault
کله نا کله د شپې مهال د سیمې ځینې اوسیدونکي او یا هم خیریه ټولنې دغو مهاجرو ته ګرمه ډوډۍ راوړي. کله له هغوی سره خبري کوي او یا ترې د هغوی ستونزي پوښتي. دا چې دغه کړاو به کله پای مومي لا معلومه نه ده. فرانسې تر مخه هم هڅه کړې چې دغه ډول کمپونه د بشري دلایلو له کبله وتړي.
انځور: Getty Images/J.Saget
ویل کیږي چې په کمپونو کې د کافي ځای د نشتوالي له کبله مهاجر مؤقتو کمپونو ته انتقال شوي وو، خو بیا هم خیمو وهلو ته اړ شول. خو یو شمیر مهاجر دغو کمپونو ته د مهاجر په توګه د نوم ثبتیدو له کبله هم نه ځي. خو هغه څه چې روښانه دي دا دي چې انسانان په سخته یخنۍ کې په خیمو کې ژوند کوي چې په دې شپو ورځو کې په پاریس کې د تودوخې درجه منفي څلور سانتي ګراد ته رسیږي.