1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه څرنګه اخراج ترسره کيږي؟

نجيب الله زيارمل کنايت بين
۱۴۰۴ بهمن ۸, چهارشنبه

آلمان د امريکا په څیر د بې اسنادو کډوالو د ایستلو له پاره خاص ځواک نه لري، خو د صدراعظم فریدریش میرتڅ او د هغه سلف دواړو د اخراج د ګړندي کولو له پاره خپلې ټولې هڅې کړې دي.

په لايپڅيګ هوايي ډګر کي يوه چارتر الوتکه د مهاجرو د اخراج پرمهال
په لايپڅيګ هوايي ډګر کي يوه چارتر الوتکه د مهاجرو د اخراج پرمهال انځور: Hendrik Schmidt/dpa/picture alliance

آلمان د امریکا متحده ايالاتو د مهاجرت او ګمرکونو د تطبیق (ICE) په څیر کومه ځانګړې اداره نه لري چي بې اسناده کډوال وباسي، که څه هم د بایرن ايالت د ښی اړخي پاپولیست ګوند (AfD) څانګه غواړي چي دغه وضعيت بدلون ومومي.

د کډوالۍ ضد دغه ګوند یو داخلي سند چي په دې اونۍ کي د آلمان د «تاتس« په نوم ورځپاڼي لیدلی دی، وړانديز کوي چي په پوليسو کي دي د "پناه غوښتنې، تعقیب او اخراج" په نوم یوه نوې اداره جوړه سي. داسې ښکاري چې دې وړاندیز په مستقیم ډول د متحده ایالاتو د مهاجرت او ګمرکونو د کنترول ادارې له کړنو څخه الهام اخيستی وي.

خو دا چي دا به څومره اغېزمن وي دا بله موضوع ده. په تیرو لسو کلونو کې، د آلمان حکومت د هغو کډوالو د ایستلو له پاره یو لړ اصلاحات معرفي کړي دي، چي په دغه هيواد کې د "پاتېدو لږ امکانات" لري. دا هڅي په دې وروستیو کي ګړندۍ سوي دي، ځکه چي دواړو صدراعظمانو فریدریش میرتڅ او پخواني اولاف شولڅ هڅه کړې چي د اخراج پر وړاندي قانوني خنډونه لېري کړي.

آلمان په اکتوبر مياشت کي تر ټولو ډېر د سوريايانو د پناه غوښتني رد کړي دي

د دې هڅو اغېز په احصایو کي د پام وړ و: د آلمان د کورنیو چارو وزارت په وینا، د ۲۰۲۵م کال له جنوري مياشتي څخه تر نومبر پوري ټولټال ۲۱۳۱۱ کسان له آلمان څخه اخراج سوي دي، چي دا د هغه د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي. په ۲۰۲۴م کال کي، له جرمني څخه اخراج د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۲۲ سلنه زیات سوی وو.

سربېره پردې، په ۲۰۲۵م کال کې تر ۳۰۰۰۰ زیات کسان له هغه وروسته چي د بهرنيانو له دفتر څخه يې د دغه هيواد د پرېښودلو خبر ترلاسه کړی، په خپله خوښه له آلمان څخه وتلي دي.

کوم کسان اخراجيږي؟

په عمومي توګه، هر هغه مهاجر چي د اقامت حق نه لري، یا کوم پناه غوښتونکی چي د پناه غوښتنه یې رد سوې وي، مکلف دی چي په يوه ټاکلې موده کي له آلمان څخه ووځي، او دغه موده د رد سوو پناه غوښتونکو له پاره معمولاً یوه میاشت وي. که دوی دا کار و نه کړي، نو کيدای سي اخراج سي.

خو استثناوې سته: ځیني کسان د "زغم" (ډولډونګ) حيثيت ترلاسه کوي. هغه کسان چي دغه وضعيت ترلاسه کوي اخراج يې له خنډونو سره مخ کیږي، لکه:

د دوی د هویت په اړه ناڅرګندتیا

له هغه چا سره کورنۍ اړیکي چي دولدونګ لري

طبي يا بشري دلايل

که چیري يې دمخه په آلمان کې دنده موندلې وي

په آلمان کي شاوخوا ۱۸۰۰۰۰ کسانو ته دولډونګ ورکړل سوی.

د مهاجرو نوی قانون، د پناه غوښتونکو له پاره څه معنی لري؟

07:58

This browser does not support the video element.

د اخراج ترسره کولو پریکړه د مهاجرت د سیمه ایزو چارواکو له خوا کیږي چي ګوري چي ایا د اخراج پر وړاندې کوم قانوني خنډونه سته که نه. که دوی کوم خنډ و نه مومي، د اخراج نېټه ټاکل کیږي او هغه کس ته چي له اخراج سره مخ دی، خبر نه ورکول کیږي. که چیري دغه کس هڅه کړې وي چي له اخراج څخه ځان وژغوري، یا چارواکي باور ولري چي ممکن هغه د تېښتي هڅه وکړي، حکومت کولی سي امر وکړي چي دغه کس د اخراج تر نېټې پوري په توقیف یا "د اخراج توقیف" کي ساتي.

د ګوتينګن پوهنتون څېړونکې سونيا شوراده وايي: «اخراجونه په خپل ذات کي ډېر بيوروکراتيک او سخت دي.»

هغې څرګنده کړه: »دا [ستونزه] تر یوې اندازې په دې دليل ده چې پر اخراجونه تر یوې اندازې په نړیوالې ډیپلوماسۍ کي خبري کیږي: دا چي هیوادونه په کومو شرایطو کې خپل اتباع بیرته اخلي؟ دا ځانګړو اسنادو او ځانګړو ډیپلوماتیکو اړیکو ته اړتیا لري. ځکه نو یوه پرزحمته سازماني پروسه ده.»

اخراجونه څرنګه تر سره کيږي؟

که څه هم د اخراج پریکړه د ایالت په کچه د مهاجرت ادارې د چارواکو له خوا کیږي، خو د اخراج پلي کول د فدرالي پولیسو له خوا ترسره کیږي. په ځینو مواردو کي، په لویه کچه اخراجونه د چارتر الوتکو له لاري ترسره کیږي، پولیس هڅه کوي چي د اخراج سویو کسانو توقیف تنظیم کړي ترڅو ډاډ ترلاسه سي چې الوتکه ډکه ده. په ۲۰۲۴ کې، د ۲۰۱۱۰ اخراج شویو کسانو څخه شاوخوا ۷۳۰۰ یې په چارترسويو الوتکو کي اخراج سوي ول.

دا کيدای سي د حکومت له پاره ګرانه تمامه سي. یوازې د يوې الوتکي کرایه کول کيدای سي په لسونو زره یورو لګښت ولري، او څو پوليس هم باید د اخراج سویو کسانو د بدرګې له پاره په الوتکه کي وي.

په ډېرو مواردو کې، هغه کسان چي له اخراج سره مخ دي لومړی د کډوالو چارو دفتر ته وربلل کیږي، چیري چې د فدرالي پولیسو یو افسر به هم هلته انتظار باسي، ترڅو دوی ته خبر ورکړي چي دوی اخراجيږي. بیا دوی د هغوی د جامو او سامانونو راټولولو له پاره د هغوی استوګنځي ته وړل کیږي، او بیا مستقیم هوايي ډګر ته.

اروپايي ټولنه وايي د افغان مهاجرو په اړه له طالبانو سره په تماس کي دي

خو په ځینو مواردو کي پولیس سهار وختي د هغو کسانو کورونو ته ورځي چې له اخراج سره مخ دي او هغوی نیسي. د متحده ایالاتو د مهاجرت او ګمرکي اجرااتو ادارې برعکس، په آلمان کې دا پوليس ماسک نه اغوندي او د پولیسو په منظم یونیفورم کي وي. دوی باید خپل هويت کارت ولري او که پوښتنه وسي نو خپل نوم ورته واخلي.

داسي ډېري کیسې سته چي ښيي چي دا پروسه څومره ستونزمنه ده. په آلمان کي د کډوالو د پناه ځای یوه پخواني مدیر چي د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، دویچه ویله ته وویل چې پولیس سهار پنځه بجې پناه ځای ته راغلل او یو معلول سړی یې مستقیم هوايي ډګر ته بوت، او د هغه میرمن یې، چي هغه هم معلوله ده، بې سرپرسته پریښوده.

په رسمي ډول، اخراج سويو کسانو ته اجازه ورکول کیږي چي تر اخراج دمخه تلیفون وکړي، او په ځینو مواردو کې، وکیلان توانیدلي چي په وروستۍ شیبه کي د اخراج مخنیوي له پاره مداخله وکړي، مګر داسې راپورونه هم سته چي د دې خلکو تلیفونونه له دوی څخه اخیستل سوي دي.

د اخراج لړۍ څنګه ګړندۍ سوې ده؟

د آلمان حکومت په تیرو لسو کلونو کې د اخراج د چټکولو له پاره څو ګامونه پورته کړي دي:

۲۰۱۵: قانون داسي تعدیل سو څو د اخراج دمخه توقیف له پاره توجیهات ولري.

۲۰۱۶: د طبي دلايلو له مخي له اخراجه معافيت داسي محدود سو چي يوازي هغه کسان چې اوږدمهاله یا د ژوند ګواښونکي ناروغۍ لري له اخراجه معاف سي.

۲۰۱۹: قانون بدل سو ترڅو هغه کسان چي فکر کيږي تر اخراج مخکي به وتښتي د اخراج په موخه توقیف سي. د تښتیدلو د خطر له پاره د شرایطو لیست پراخ سو. د پلان سوي اخراج په اړه د معلوماتو لیږدول هم جرم وګڼل سو.

۲۰۲۲: په قانون کې تعدیلات راوستل سول ترڅو هغه پناه غوښتونکي چي خطرناک ګڼل کیږي تر شپږو میاشتو پورې د اخراج په توقیف کې وساتل شي.

۲۰۲۴: پولیسو ته صلاحيت ورکړل سو چې د کډوالو په پناه ځای کې په اخراج سویو کسانو پسې نورې خونې وپلټي.

ولې د بایرن ایالت د رد شوو افغانانو پر اخراج ټینگار کوي؟

09:15

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب