افغان مامورينو ويلي دي چي په دغه الوتکه کي چي له آلمان څخه د کابل نړيوال هوايي ډگر ته رسېدلې ده ۳۱ مهاجر سپاره ول.
دا لا روښانه سوې نه ده چي دغه مهاجر د آلمان له کوم ايالت څخه اخراج سوي دي. خو دومره روښانه وه چي الوتکه يې له فرانکفورت هوايي ډگر څخه پرواز کوي.
دا د ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتي راهيسي له جرمني څخه د افغان مهاجرو ۲۷ ډله ايز اخراج وو.
د آلماني چارواکو په حواله په تيرو ۲۶ پروازونو کي ۶۴۵ نارينه افغان مهاجر افغانستان ته اخراج سوي ول.
له آلمان څخه د نه منل سوو افغان مهاجرو د اخراج موضوع جنجالي ده. په افغانستان کي اوس هم له وسله والو طالبانو او داعش سره جگړه روانه ده او هره ورځ انسانان وژل کيږي.
د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس، يوازي د روان کال په جولای مياشت کي تر ۱۵۰۰ ډيرو انسانانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. دا له ۲۰۱۷م کال راهيسي تر ټولو ستر تلفات دي.
په آلمان کي د مهاجرو پلوي سازمان «پرو ازول» د سه شنبې په ورځ د افغان مهاجرو پر پلان سوي اخراج سختي نيوکي کړي وې.
دغه سازمان ويلي ول، په داسې حال کې چې په افغانستان کې امنيتي وضعيت سخت خراب دی، له دغه هيواد څخه په الوتکو کې ۲۷م وار ډله ایز اخراج ترسره کيږي. هغوی زياته کړې وه چې «جگړې او بحران ځپلي» هيواد افغانستان ته دي بالاخره اخراجونه ودرول سي.
(n.z/s.n(dpa
آلماني چارواکو اعلان وکړ چې د آلمان له دوسلدورف هوايي ډګر څخه ۱۲ تنه رد شوي افغان مهاجرین بیرته خپل هیواد ته اخراجیږي خو په کابل کې رسنیو رپوټ خپور کړی چې له دوی څخه یوازې ۸ کسان له هوايي ډګر څخه بیرون شوي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarله آلمان څخه اخراج شوي ۸ تنه رد شوي افغان مهاجرین د کابل هوايي ډګر ته رسیدلي. په پیل کې آلماني رسنیو ویلي وو چې په دې پرواز کې ۱۵ افغان مهاجرین بیرته خپل هیواد ته استول کیږي، خو تیره ورځ بیا رسنیو د ۱۲ کسانو یادونه وکړه. په پای کې د کابل له هوايي ډګر څخه یوازې ۸ مهاجرین بهر شوي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarد دې رد شوو افغان مهاجرینو الوتکه د سې شنبې (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر میاشتې په ۱۲ نیټه) د آلمان له دوسلدورف هوايي ډګر څخه د کابل هوايي ډګر په لور والوته. آلماني چارواکو ویلي چې د اخراج کیدونکو افغانانو په دې دور کې داسې مهاجرین دي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې او ځینو یې جرمونه ترسره کړي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarپه کابل کې د آلمان پر سفارت باندې تر خونړي برید وروسته، افغانستان ته د رد شوو اخراجیدونکو مهاجرینو لړۍ ځنډیدلې وه. له هغې پیښې وروسته، دا لومړی ځل دی چې یو ډله افغان رد شوي مهاجرین له آلمان څخه افغانستان ته اخراجیږي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarد افغانستان د مهاجرینو وزارت چارواکو ویلي چې ټاکل شوې وه په دې پرواز کې ۱۱ افغان مهاجرین افغانستان ته اخراج شي، خو یوازې ۸ مهاجرین رسیدلې دي. د یاد وزارت یو چارواکي آصف عباسي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې «دا چې پاتې درې کسان ولې نه دي اخراج شوي، دلیل یې موږ ته هم معلوم نه دی.»
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarپه داسې حال کې چې آلماني چارواکو ویلي چې د اخراجیدونکو مهاجرینو په ډله کې لږ تر لږه درې کسان د آلمان له زندان څخه د کابل هوايي ډګر ته اخراج شوي، خو افغان چارواکو د دې کسانو د راتلونکي برخلیک په هکله تر اوسه پورې کوم نظر نه دی ورکړی.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarد اخراج شوو کسانو له ډلې څخه پنځه رد شوو افغان مهاجرینو د آلمان په بایرن آیالت کې ژوند کوو. د بایرن د کورنیو چارو وزیر یواخیم هرمن ویلي چې دغه کسان مجرم وو. د هغه په وینا له دوی څخه لږ تر لږه دوه کسان یې د جنسي تیري د جرم له امله په زندان کې وو.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawadد رد شوو افغان مهاجرینو له ډلې څخه ځینو یې هیڅ هم نه درلودل. دوی ادعا کوله چې دوی په کور کې وو او د آلمان د پولیسو لخوا ونیول شول او سمدلاسه د دوسلدروف هوايي ډګر ته انتقال او له هغه ځایه افغانستان ته اخراج شول. آلماني چارواکي وايي چې څو میاشتې وړاندې یې دغو کسانو ته خبر ورکړی چې باید د آلمان خاوره ترک کړي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarد آلماني چارواکو د څرګندونو سربیره، ځینې اخراج شوي مهاجرین وايي چې دوی په آلمان کې کوم جرم نه دی کړی او یوازې له دې امله اخراج شوي چې د دوی د پناه غوښتنه نه ده منل شوې. دغه مهاجر هغه مهال چې کابل ته ورسیدو، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې خو معلومه نه ده چې دغه اوښکې د خوښی دې که د خفګان.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarبل لوري ته بیا په آلمان کې د بشري حقونو مدافع سازمانونه او ګڼ شمیر نورې ډلې افغانستان ته د دې مهاجرینو پر اخراج نیوکې کړي. دوی ویلي چې د بشري حقونو او امنیت له امله افغانستان په داسې حالت کې نه دی چې آلمان دې وکولای شي رد شوي افغان مهاجرین هلته اخراج کړي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarد سپتمبر په ۱۲مه په آلمان کې د دوسلدروف هوايي ډګر په مخ کې د بشري او د مهاجرینو د حقونو فعالانو د رد شوو افغان مهاجرینو د اخراج پرضد لاس لاریون او اعتصاب وکړ. ویل کیږي چې د آلمان په لږ تر لږه څلورو ایالتونو کې د رد شوو مهاجرینو د ساتلو له پاره ساتن ځایونه جوړ شوي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissenد سپتمبر په ۱۲مه د آلمان د دوسلدورف په هوايي ډګر کې د لاریون سره په یو وخت کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرینو د ډله ایز اخراج پر ضد لاریون وکړ.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissenلاریون کوونکو داسې شعارونه لیږدول چې د افغانستان امنیتي وضعیت یې تشریح کوو. دوی افغانستان ته د «اخراج د توقف» غوښتنه کوله.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissenپه دې لاریون کې ګڼ شمیر افغان مهاجرینو هم ګډون کړی وو. د دوی په لاسونو کې په ځینو شعارونو کې لیکل شوي وو چې «افغانستان خوندي نه دی.»
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen