د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د کابل په هوایي ډګر کې چارواکو دا رپوټ تائید کړی دی چې د آلمان له مونشن ښار څخه الوتې الوتکه د چهارشنبې په سهار (د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر ۱۲مه) د سیمې په وخت اووه نیمې بجې کابل ته رسیدلې ده. د چارواکو په وینا په الوتکه کې شا او خوا ۲۰ کسان سپاره ول.
د ۲۰۱۶م کال له دسمبر میاشتې راهیسې دا ۱۶ وار دی چې رد شوي افغان مهاجر له آلمان څخه په ډله ایزه توګه په دغه ډول پروازونو کې خپل هیواد ته استول کیږي. په لومړیو ۱۵ پروازونو کې ۳۴۹ نارینه استول شوي دي.
د روان میلادي کال په جولای میاشت کې د یوه ډله ایز اخراج په ترڅ کې ۶۹ تنه واستول شول، چې له دغې ډلې یوه تن یې په کابل کې ځان وواژه. دغه کس په آلمان کې شا او خوا اته کاله ژوند کړی وو.
افغانستان ته اخراج یوه شخړه ایزه موضوع ده، ځکه چې په افغانستان کې د تندلارو طالبانو او ترهګرې ډلې داعش پر ضد جګړه لا پسې توده شوې ده. د اخراج مخالفین وایي چې افغانستان لا هم ډیر خطرناک دی.
همدا په تیرو دوو ورځو کې د رپوټونو له مخې د افغانستان په شمال کې په څلورو ولایتونو کې د نښتو په ترڅ کې کابو ۶۰ امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د سه شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په ډکې سیمه کې پر مظاهره کوونکو باندې د برید په پایله کې د وژل شوو کسانو شمیر آن ۶۸ تنو ته لوړ شوی دی.
زموږ له آرشیف څخه:
له آلمان څخه د افغانانو د اخراج پروسه ـ انځوريزه کرونولوژي
له آلمان څخه د افغان مهاجرو ډليز اخراجونه وروسته له هغې پيل شوه چې افغانستان د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر میاشتې په سر کې د بروکسل په غونډه کې د مهاجرت پر موضوع د اروپايي اتحاديې سره يوې هوکړې ته ورسيد.
انځور: Imago/J. Heinrichد ۲۰۱۶ کال د اکتوبر مياشتې په لمړيو کې د بروکسل په غونډه کې افغانستان له اروپايي اتحاديې سره د مهاجرت پر موضوع يوې هوکړې ته ورسيدل، د دغې هوکړې له مخې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو څخه افغانستان ته د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج اسانه کړل شو.
انځور: Picture alliance/Zumapress/J. K. McCannد بروکسل د توافق له مخې، افغانستان دې ته حاضر شو چې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو لخوا رد شوي افغان مهاجر ومني.
انځور: Reuters./F. Lenoir د بروکسل په غونډه کې افغانستان د اروپايي اتحاديې لخوا مالي ملاتړ ترلاسه کړ، خو د بشر حقونو سازمانو پر دغې اتحاديې نيوکې وکړې چې دغه ملاتړ نبايد د مهاجرو له اخراج سره تړلي وي.
انځور: Reuters/F. Lenoir تر هوکړې وروسته د آلمان په مختلفو ښارونو کې د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد ډیرې مظاهرې وشوي. افغان مهاجر او د هغو بهرني ملاتړي وايي چې افغانستان امن ندی.
انځور: E. Hadidآلمان څخه کابل ته د افغان مهاجرو لمړنی ډليز اخراج د ۲۰۱۶ کال په سپټامبر مياشت کې ترسره شو. په دغه پرواز کې ۳۸ تنه ردشوي افغان مهاجر کابل ته بيرته وليږدول شول.
انځور: Picture-Alliance/AP Photos/M. Hossainiآلمان څخه د رد شويو افغان مهاجرو دويم ډليز اخراج د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ مياشت کې ترسره شو. په دا ځل پرواز کې ۲۶ تنه افغانان کابل ته اخراج شول.
انځور: Reuters/R. Orlowskiکه له ېوې خوا ډليز اخراجونه ترسره کيږي ورسره جوخت په ټول آلمان کې افغانانو ته دا حق ورکول کيږي چې د افغان مهاجرو د اخراج په ضد مظاهرې وکړي. په مظاهره کې يوازې افغانان نه بلکه آلمانان هم برخه اخلي. انځور په هامبورک ښار کې د مظاهرې يوه برخه.
انځور: DW/B. Rasinآلمان څخه د افغان رد شويو مهاجرو دريم ډليز اخراج د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ مياشت کې ترسره شو. په دې پرواز کې ۱۸ تنه افغانان کابل ته اخراج کړل شول.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawadآلمان کې د مهاجرو ملاتړ کونکو او بشري سازمانونو په وار وار د افغان مهاجرو د اخراج ضد مظاهرو کې د افغانانو تر څنګ خپل اواز اوچت کړی دی. د آلمان ځيني ګوندونو هم د افغان مهاجرو له اخراج سره مخالفتونه ښکاره کړي دي. د بيلګې په توګه د ۲۰۱۷ کال په اپريل کې د آلمان د شلزويګ هولشتاين ايالت صدراعظم تروستن البیک د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج بهير د درولو غوښتونکی شو.
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com/O. Messingerاخراج شوي مهاجر او راتلونکې
افغانستان ته اخراج شوي افغان مهاجر ناهيلي ښکاره کوي. نور ايم رحمن له آلمان څخه په څلور پرواز کې کابل ته اخراج شو. د رحمن په څير اخراج شويو افغان مهاجرو لپاره تر ټولو ناهيلې کونکې خبره دا ده چې زيات وخت يې بې ګټي تير شوی دی. دوی له پاره په افغانستان کې له سره د نوی ژوند پيلول ګران کار بريښي.
انځور: Siratآلمان څخه کابل ته د ردشويو افغان مهاجرو څلورم ډليز اخراج د ۲۰۱۷ کال په مارچ مياشت کې ترسره شو. په دغه ځل ۱۵ تنه افغانان اخراج شول.
انځور: picture-alliance/dap/M. Jawadپه کابل ښار کې د آلمان سفارت مخته د می مياشتې په ۳۱ نيټه د موټر بم ستره چاودنه وشوه. په دغې چاودنه کې شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل شول. د آلمان سفارت ودانۍ هم سخته زيانمنه شوه. آلمان دا ځل د افغانانو پنځم ډليز اخراج وځنډاوه.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Brunaکابل کې د ۲۰۱۷ کال د می مياشتې د ۳۱ مې بريد وروسته آلمان افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج د نامعلوم وخت لپاره ودراوه. دغه هيواد وپتيله چې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه له سره کتنه وکړي. د مي ۳۱ بريد د آلمان سفارت مخته شوی وو چې دغه سفارت په کې سخت زيانمن شو.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiتر درو مياشتو ځنډ وروسته د اخراج لړۍ بيا پيل
د رد شويو افغان مهاجرو وروستي ډلييز اخراج د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۱۲ نيټه د دوسلدورف له هوايي ډګر څخه ترسره شو. په دغه پرواز کې لږ تر لږه ۱۲ تنه افغانان کابل ته اخراج کړل شول. دا له هغه وخته چې آلمان حکومت د افغان مهاجرو اخراج تر يو نامعلوم وخت پورې درولی وو، لمړی ډليیز اخراج دی چې له دغه هيواده ترسره کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissenکابل ته رسيدلی یو نوی رد شوی افغان مهاجر. دغه ځوان د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۱۳ يعنې په وروستي پرواز کې افغانستان ته اخراج شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarاخراج د رايو ترلاسه کولو لپاره
د آلمان د مهاجرو له حقونو څخه د ملاتړ ادارې مشر ګهونتر بورکهارت د افغان مهاجرو د وروستي اخراج په اړه د آلمان حکومت پر اعلان سختې نيوکې وکړې. بورکهارت ویلي وو چې هغوی ځکه د انتخاباتو څخه يوازې څو ورځې د مخه دغه کار کوي تر څو وښيي چې د اخراج په مسئله کې جدي دي او په دې ترتيب رايي ترلاسه کړي. سرچينې: آژانسونه، انځورنه د دويچه ویله له آرشیف څخه
انځور: Imago/J. Heinrich