1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه اخراج شوي افغانان کابل ته ورسیدل

۱۳۹۷ مهر ۱۱, چهارشنبه

له آلمان څخه د رد شوو افغانانو یوه بله ډله د چهارشنبې په سهار کابل ته ورسیده. د کابل د هوایي ډګر چارواکو ویلي دي چې په الوتکه کې ۱۷ افغانان سپاره ول.

Afghanistan Kabul abgeschobene Asylbewerber kehren zurück Kabul
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

د ۲۰۱۶م کال د دسمبر میاشتې له ۱۶ نیټې راهیسې دا ۱۷م پرواز دی چې رد شوي افغانان پکښې په ډله ایزه توګه خپل ټاټوبي ته اخراجیږي. په دغو پروازونو کې تر اوسه پوري ۳۶۶ کسان بيرته لېږل شوي دي.

د روان کال په جولای میاشت کې په یوه ډله ایز اخراج کې ۶۹ تنه افغانان استول شوي ول چې یوه یي څو ورځې وروسته د کابل په یوه هوټل کې ځان وواژه.

افغانستان ته د مهاجرو اخراج شخړه ایز دی، ځکه چې هلته د وسله والو طالبانو او داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې جګړې لا پسې زور اخیستی دی. د افغانستان د امنیتي کړیو په حواله هره ورځ شا او خوا ۳۵ حکومتي ځواکونه وژل کیږي.

د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په کړکیچ کې د وژل شوو ملکي وګړو شمیر کابو ۱۷۰۰ کسانو ته رسیدلی دی. دغه شمیر په ۲۰۰۹م کال کې د ملکي تلفاتو له ثبتېدو راهیسې تر ټولو لوړ شمیر دی.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل