د برلين ښار د کريسمس پر يو بازار د ۲۰۱۶م کال تر تروريستي حملې وروسته، آلمان د «خطرناکو» اسلامپالو اخراج ډير کړ. له هغه وخت راهيسې نژدې ۱۸۰ تورن کسان اخراج شوي دي.
انځور: picture alliance/dpa/P. Zinken
اعلان
په برلين ښار کې د کريسمس پر يو بازار تروريستي بريد د تونس هيواد اوسيدونکي، انيس عمري له خوا د يوې لارۍ په وسيله تر سره شوه چې ۱۲ کسان په کې ووژل شول.
دغه حمله په آلمان کې د افراطي اسلامپالو پر وړاندې د مبارزې په تاريخ کې د عطف يوه نقطه وګرځیده. عمري تر حملې وروسته په ايټاليا کې د پوليسو په ډزو ووژل شو.
د دغه تونسي د پناه غوښتنې درخواست په آلمان کې رد شوی وو او د څو جرمونو د ارتکاب په دليل، په زندان محکوم شوی وو، خو آلمان يې د اخراج په اړه اقدام نه وو کړی. د نه اخراج تر ټولو مهم دليل يې دا وو چې د تونس حکومت د عمري له منلو ډډه کوله.
تر هغه وروسته د آلمان حکومت د افراطي اسلامپالو د اخراج په هکله پر ډول ډول اقداماتو لاس پورې کړ. د بيلګې په توګه په برلين کې د «تروريزم پر وړاندې د دفاع د ګډ مرکز (GTAZ)» جوړيدل.
د آلمان د امنيتي او کشفي ارګانونو چارواکي په کال کې څو ځله په دغه مرکز کې سره راټوليږي او د اسلامپالو د احتمالي حملو د خطرونو او د هغوی د فعاليتونو پر وړاندې د مقابلې په هکله بحثونه کوي.
د آلمان د WDR تلويزيون او د «زود دويچه» ورځپاڼې د يو ګډ رپوټ پر اساس، له ۲۰۱۶م کاله تر اوسه، ۱۷۷ تنه افراطي اسلامپال له آلمان څخه اخراج شوي دي. له ډلې څخه يې ۵۹ تنه په ۲۰۱۹م او ۱۲ تنه يې په روان (۲۰۲۰م) کال کې اخراج شوي دي. دغه افراد افغانستان، الجزاير، ايټاليا، پاکستان، تاجکستان، ترکيه، ډنمارک، روسيې، سريلانکا، سويس، سومالیا، صربستان، عراق، لبنان، ليتوانيا، مراکش او مصر هيوادونو ته اخراج شوي دي.
دغه اخیستل شوی انځور د انیس عمري سلفي دی. دغه ۲۴ کلن مهاجر په تونس کښې زیږیدلی وو. هغه د برلین د خونړي برید یوازینی اصلي شکمن عامل وګڼل شو او وروسته له دې هغه په ټوله اروپا او آلمان کښې تر تعقیب لاندې وو.
انځور: Reuters
د برلین له قربانیانو سره خواخوږي
آلمانیانو د برلین د خونړي برید له قربانیانو سره د خواخوږی شریکولو له پاره شمعې بلې کړي او پیغامونه یې ولیکل. په دې خونړي برید کښې ۱۲ کسان ووژل شول او لسګونه نور بیا ټپیان شول.
انځور: Getty Images/S. Gallup
د انیس عامري خور
د انیس عامري خور د هغه په هکله له رسنیو سره خبرې کړي دي. د الشرق په نامه یوې ورځپاڼې د تونس هیواد شمال شرقي سیم ته خپل خبریال لیږلی وو چیري چې د انیس کورنۍ ژوند کوو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Dridi
په تونس کښې د انیس عامري کورنۍ
په ورته وخت کې دویچه ویله هم د انیس عامري له کورنۍ سره چې اوس هم په تونس کښې ژوند کوي، خبري کړي وې او د هغه د تیر وخت په هکله یې رپوټ جوړ کړی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Messara
انځورونه1 | 10
د اخراج پر وړاندې حقوقي ستونزې
د آلمان د کورنيو چارو وزارت په امريکا کې د سپتمبر ۱۱مې تروريستي بريدونو وروسته، د بهرنيانو په اړوند مقررات ډير سخت کړل. د بيلګې په توګه په آلمان کې د اقامې قانون د ۵۸-الف بند له مخې، حکومت کولی شي هغه مهاجر چې د آلمان اتباع نه دي اخراج کړي، کوم چې د دغه هيواد د امنيت له پاره جدي خطر ګڼل کيږي.
خو تر اوسه ډير لږ شمير «خطرناک بهرنیان» د دغه قانون پر اساس اخراج شوي دي، ځکه حکومت د محکمې د حکم پرته، نشي کولای دغه افراد خپلو هيوادونو ته اخراج کړي.
د آلمان محاکمو هم تر اوسه په دې برخه کې په ډير جدي ډول اجراآت ترسره کړي خو يوازې يې د کشفي ادارو د معلوماتو پر اساس د يو چا د اخراج حکم نه دی صادر کړی.
کوم کسان چې اخراجيږي، اکثره يې هغه افراد دي، چې د افراطي عقايدو له درلودلو علاوه، د قانون خلاف کړنو مرتکب هم ګرځيدلي دي. د قانون خلاف کړنې د تورنو کسانو د اخراج له پاره لار هواروي.
د آلمان د جنايي پوليسو د فدرالي ادارې (BKA) د معلوماتو پر اساس، اوس مهال له ۶۰۰ څخه ډير افراطي اسلامپال د «خطرناکو» کسانو په څير پيژندل شوي دي.
د دې ترڅنګ، ۵۰۰ نور داسې اسلامپال هم شته چې د امنيتي ادارو په آند، بايد تر شديد کنترول لاندي وي. د دوی له ډلې څخه ډيری يې د آلمان تابعيت لري او حکومت نه شي کولای هغوی اخراج کړي.
دويچه ويله فارسي/ م.ک.ص/ ن.ص
موضوع سره په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (02.06.2017):
د تروريزم او افغان مهاجرو د اخراج پر ضد په جرمني کي لاريون
په کابل کي د خونړۍ چوداني له قربانيانو سره د خواخوږۍ او د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد په سونو کسانو په جرمني کي لاريون وکړ.
انځور: DW/R.Shirmohammadil
افغانستان ته اخراج وځنډوی
په جرمني کي په سونو کسانو د يوه لاريون په ترځ کي په «افغانستان کي د خلکو وژني» د بندېدو غوښتنه وکړه. دوی د مهاجرو د اخراج د بندولو غوښتنه هم کوله.
انځور: DW/R.Shirmohammadil
دوي د جرمني په کولن ښار کي سره راټول سوي ول او تر ډيره ئې د افغان مهاجرو د اخراج بندولو شعارونه ورکول.
انځور: DW/R.Shirmohammadil
پر کلن ښار سربيره د جرمني په نورو ښارونو کي هم افغانانو او ځيني آلمانانو په کابل کي خونړۍ چاودنه وغندله او له قربانيانو سره ئې خپله خواخوږي وښووله.
انځور: DW/R.Shirmohammadil
په دغو لاريون کوونکو کي افغان مهاجر هم ول او د کابل پيښې ته په اشارې سره ئې ويل چي په افغانستان کي امني چيري دئ؟
د چهارشنبې په ورځ د جرمني په نورنبرگ ښار کي پوليسو يو افغان چي په مسلکي ښوونځی کي ئې زده کړي کولې له ټولگی راوايست او غوښتل ئې له ځانه سره ئې بوزي. په دې ترځ کي د هغه هم ټولگی وال له پوليس سره لاس او گريوان کيږي او په لسونو نور کسان ئې هم ملاتړ ته راځي.