1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

ای ایف ډي له آلمان څخه د نیږدې ۳ میلیونه بهرنیانو د ایستلو غوښتنه کوي

احمد حکيمي l کې، ان، اې. خبري آژانس
۱۴۰۵ آذر ۱, یکشنبه

د آلمان له پاره بدیل ګوند مشر د مجرمو او هغو پناه غوښتونکو ترڅنګ چې یې رد شوي، د اوکراینیانو، سوریایانو او افغانانو د ایستلو غوښتنه هم کوي. د هغه په وینا، کله چې د دوی د خوندیتوب دلیل له منځه ولاړ شي، باید آلمان ترک کړي.

د آلمان له پاره بدیل ګوند مشر د مجرمو او هغوی چې رد شوي، د اوکراینیانو، سوریایانو او افغانانو د ایستلو غوښتنه هم کوي.
د آلمان له پاره بدیل ګوند مشر د مجرمو او هغوی چې رد شوي، د اوکراینیانو، سوریایانو او افغانانو د ایستلو غوښتنه هم کوي. انځور: Andreas Gora/picture alliance

د آلمان له پاره بدیل ګوند مشر د مجرمو او هغو پناه غوښتونکو ترڅنګ چې غوښتنلیکونه یې رد شوي، د اوکراینیانو، سوریایانو او افغانانو د ایستلو غوښتنه هم کوي. د هغه په وینا، کله چې د دوی د خوندیتوب دلیل له منځه ولاړ شي، باید جرمني پرېږدي.

د آلمان له پاره بدیل یا د اې. اف. ډي ګوند مشر ټینو کروپالا له جرمني څخه د ۲.۶ میلیونه کسانو د بیرته ستنولو غوښتنه کوي. د هغه په نظر، د هغو بهرنیو وګړو ترڅنګ چې د قانون له مخې یې د جرمني پریښودل حتمي دي او بهرني مجرمان دي، سوریایان، افغانان او اوکراینیان هم باید هغه مهال له جرمني څخه ووځي چې د دوی د خوندیتوب اړوند لاملونه له منځه ولاړ شي.

کروپالا د «بیلد» آلمانۍ ورځپاڼې له «اونټر تسوای» پوډکاسټ سره په خبرو کې خپله غوښتنه په خپلو اصلي هیوادونو کې د احتمالي سیاسي بدلونونو پر بنسټ توجیه کړې ده. د هغه په وینا، که په اوکراین کې جګړه پای ته ورسیږي، یا په سوریه او افغانستان کې امنیتي وضعیت دومره ښه شي چې نور د په آلمان کې د دوی د خوندیتوب اړتیا نه وي، نو دغه کسان باید بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي. هغه د خپلې محاسبې په پای کې وویل: «او موږ دلته د ۲.۶ میلیونه کسانو په اړه خبرې کوو.»

د کروپالا دغه غوښتنه د هغه د ګوندي ملګري ماکسیمیلیان کرا له دریځ سره په ټکر کې ده. نوموړي تر دې مخکې د کډوالو د ایستلو په برخه کې د له حده لوړو تمو په اړه خبرداری ورکړی و.انځور: Britta Pedersen/dpa/picture alliance

د کروپالا دغه غوښتنه د هغه د ګوندي ملګري ماکسیمیلیان کرا له دریځ سره په ټکر کې ده. نوموړي تر دې مخکې د کډوالو د ایستلو په برخه کې د له حده لوړو تمو په اړه خبرداری ورکړی و. د هغه په اند، له جرمني څخه د ۲۰۰ زره کسانو بیرته ستنول به هم د اروپا له پاره د خپل ډول تر ټولو لوی اقدام وي.

د کډوالۍ چارو کارپوه ډانیل تیم هم د کروپالا څرګندونې ګمراه کوونکې بولي. د هغه په وینا، د اې. اف. ډي ګوند مشر داسې انګیرنه رامنځته کوي چې ګواکې د اوکراین، سوریې او افغانستان میلیونونه وګړي په ټولیز ډول او په لنډ وخت کې له جرمني څخه ایستل کیدای شي. خو د نوموړي په خبره دا کار له قانونيپلوه ممکن نه دی ډانیل تیم، چې د کنستانس په پوهنتون کې استاد دی، وايي چې باید د هر یوه کس د خوندیتوب وضعیت په جلا توګه وڅیړل شي.

که څه هم په آلمان کې د خوندیتوب د ورکړل شوي قانوني وضعیت شرایط بدلیدای شي او په دې سره د هغه د دوام موضوع هم تر پوښتنې لاندې راتلای شي، خو دا بدلون په اتومات ډول د یوه هیواد د ټولو وګړو لپاره نه عملي کیږي. د تیم په وینا، له همدې امله د کروپالا له خوا وړاندې شوې شمیره په څرګنده توګه ډیره لوړه ده.

د «بیلد» آلمانۍ ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د منځنیو میاشتو د وروستیو شته شمیرو پر بنسټ، په جرمني کې شاوخوا ۲۵۹ زره کسان د جرمني په پریښودو باندې مکلف دي. دا په دې مانا ده چې د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي، او په دې توګه نور په جرمني کې د اوسیدو قانوني حق نه لري او باید دغه هیواد پریږدي. خو د دغو کسانو ۷۷ سلنه برخه په المان کې زغمل کیږي یعنې ډولډونګ ورکړل شوی او د ډولډونګ قانوني وضعیت لري، چې له مخې یې د دوی ایستل ځنډول شوي دي.

د طالبانو او آلمان خبرې اترې؛ د افغانانو اخراج به چټک شي؟

24:00

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل