له آلمان څخه نور افغان مهاجر اخراجيږي
۱۳۹۸ شهریور ۴, دوشنبهاعلان
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت يوه مامور د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس «ډي پي آې» ته ويلي دي چي په پلان کي ده د چهارشنبې په سهار له آلمان څخه د اخراج سوو افغان مهاجرو الوتکه د کابل نړيوال هوايي ډگر ته ورسيږي.
د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتي راهيسي په ۲۶ پروازونو کي افغانستان ته ۶۴۵ هغه افغان مهاجر اخراج سوي دي، چي په آلمان کي يې د پناه غوښتنه رد سوې ده.
له آلمان څخه د نه منل سوو افغان مهاجرو د اخراج موضوع جنجالي ده. په افغانستان کي اوس هم له وسله والو طالبانو او داعش سره جگړه روانه ده او هره ورځ انسانان وژل کيږي.
د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس، يوازي د روان کال په جولای مياشت کي تر ۱۵۰۰ ډيرو انسانانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. دا له ۲۰۱۷م کال راهيسي تر ټولو ستر تلفات دي.
(n.z/k.s(dpa