تیرکال په همدغه وخت کي ۱۲۱ مهاجر بیرته یونان ته استول سوي وو.
د فونکه په نامه رسنیزي ډلي د رپوټ له مخي چي د جمعې په ورځ خپور سوی، د مارچ په میاشت کي ۵ تنه او په اپریل کي یو تن یونان ته اخراج سوي دي. د می په میاشت کی دغه رقم صفر ته رسیدلی وو. د جولای په میاشت کي ۱۶ او د اگست په میاشت کي یونان ته د اخراج ۱۲ مورده وو.
د آلمان د پولیسو د معلوماتو پر اساس د ۲۰۱۶ م کال د جنورۍ څخه تر اگست پوري ۲۲ تنه رد سوي مهاجر یونان ته استول سوي دي. د ۲۰۱۷ م کال په عین موده کي ۱۹ تنه او په ۲۰۱۸ م کال کي بیا ۴۶ تنه یونان ته اخراج سوي دي.
په اوس وخت کي ډیری مهاجر له ترکیې څخه یونان ته راځي. د قانوني اخراجولو اساس د دوبلین ۳ مقررات دي. د دغو مقرراتو له مخي د اروپایي ټولني کوم هیواد ته چی مهاجر د اول وار له پاره ننوزي، د دې مسوولیت لري چي د هغه د پناهندگۍ د عریضې غم هم وخوري.
د دوبلین ۳مقررات د هغو پناه غوښتونکو د عریضو د اروزنې ډول او د هغوی د منلو شرایط تعریفوي چي د دوبلین د تړون یوه غړي هیواد ته یې خپله عریضه ورکړې وي او له بل پخواني هیواد څخه د عریضې یا د ویزې د اخیستلو تمه ولري.
د آلمان څخه د مهاجرو د اخراجونو د لړۍ يو انځور - آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler دغه تړون دا معلوموي چي کوم هیواد د پناه غوښتني د عریضې د ارزوني مسوولیت لري او په کوم حالت کي باید پناه غوښتونکی د اروپایی ټولنی کوم بل غړي هیواد ته واستول سي. د » یورو ډاک« په نامه یو اطلاعاتي بانک د پناه غوښتونکو د گوتي د نښې ثبتول هم پر غاړه لري، څو د هغو پناه غوښتونکو پیژندنه آسانه کړي چی د اروپایی ټولنی په کوم بل هیواد کي یې د پناه غوښتنې عریضه ورکړې وي. د دوبلین په تړون کي هڅه سوې، څو د بشری حقونو مسایل هم پام کې ونیول شوي، په ځانګړې توګه کوچنیان، ناروغان او مجبوره کسان او پرې نه ښودل سي چی د کورنۍ غړي یو له بل څخه جلا سي.
د دوبلین په تړون کي دغه هیوادونه شامل دي: اتریش، بیلجیم، بلغاریا، قبرس، د چک جمهوریت، ډنمارک، استونیا، فنلند، فرانسه، آلمان، بریتانیا، یونان، هنګري، ایرلند، ایتالیا، لتوانیا، لتونیا، لوکزامبورگ، مالتا، هالند، پولند، پرتگال، رومانیا، سلواکیا، اسلونیا، هسپانیا، سویدن، ناروی، ایسلند او سویس.
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
د موريا کمپ د بې سرپناه مهاجرو ناخواله وضعیت
د یونان په لیسبوس ټاپو کې د اروپا په سطحه د مهاجرو تر ټولو ستر کمپ موريا، د اورلګیدنې له کبله په بشپړه توګه ویجاړ شو، چې له کبله يې پناه غوښتونکي اړ شول د سړکونو پر سر ورځې او شپې تیري کړي. د دوی وضعیت په انځورونه وګورئ! انځور: DW/M. Karakoulaki د موریا په کمپ کې له ۱۲ زره زيات پناه غوښتونکي اوسیدل. د دغه کمپ تر سوځیدنې وروسته ډير شمير مهاجرو په کاراتپه کې یوه کمپ ته څیرمه د سړکونو پر غاړو د ويده کيدو پرته بل امکان نه درلود. ځينو يې د خیمو په وهلو سره د ځانونو له پاره موقتي سرپناوې جوړې کړې. د یونان چارواکو سمدستی اقدام وکړ او کاراتپه کې د خیمو يو موقتي کمپ یې جوړ کړ.
انځور: DW/M. Karakoulaki دغه پناه غوښتونکو پر سړکونو د څو شپو او ورځو تيرولو وروسته، سوله ايزې مظاهرې وکړې، څو چارواکې يې غوښتنې ومنې. له دغه مهاجرو څخه يې ډير شمير کمپ ته له ورتګ څخه ويره لري. له دغه پناه غوښتونکو څخه يې يو شمير دویچه ویله ته وويل: «موږ ډوډۍ نه، آزادي غواړو.» د بشري حقوقو فعالانو د موریا کمپ له یو «سرخلاصې زندان» سره پرتله کاوه او د هغه ځای پر شرایطو یې انتقاد کاوه.
انځور: DW/M. Karakoulaki په سلونو پناه غوښتونکو په دغو اعتراضونو کې ګډون وکړ او هیله مند وو چې بيا د موريا په څير کمپ ته ونه ليږدول شي.د یونان حکومت کاراتپه ته نږدې د پولیسو لسو واحدونو، د اوبو شیندلو دوه موټرو او د دوو زغروالو نقلیه وسایطو په لیږلو، دغږ اعتراضونو ته غبرګون وښود. د ځينو اعتراض کوونکو باندې اوښکی بهوونکی ګاز ورکارول شو. له هغوی څخه يو تن د دغه وضعيت په اړه دویچه ویله ته وویل: «آیا مظاهرې د دې ارزښت لري؟»
انځور: DW/M. Karakoulaki پر دغه تخته چې د دغې افغانې نجلۍ په لاس کې نيولې، ليکل شوي: «موږ خواړه نه، بلکې اوبه غواړو، فقط موږ آزاد کړئ.» ډيری دغه پناه غوښتونکي چې د کمپ پر ناوړه شرايطو اعتراض لري، له جګړه ځپلي هيوادونو لکه افغانستان، سوریې او د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت څخه بې ځايه شوي دي. پناه غوښتونکي ماشومان د سختو شرایطو پر ګاللو سربیره هم په مظاهرو کې فعاله ونډه لرله، څو د خپلو حقوقو او راتلونکی له پاره مبارزه وکړي.
انځور: DW/M. Karakoulaki په مؤقتي کمپ کې له اوږده انتظاره ويره د یونان حکومت ادعا کوي چې نوی جوړ شوی کمپ مؤقتي دی. خو پناه غوښتونکي چې ځينې يې کلونه کيږې په دغه ټاپو کي اوسيږي، ویره لري چې په دغه کمپ کې به هم کلونه انتظار وکړي. د لیسبوس یوې ځایي ورځپاڼې (Sto Nisi) يو تړون خپور کړی دی چې ښيې د يونان د مهاجرو چارو وزارت د دغه کمپ ځمکه تر ۲۰۲۵م کاله پورې په ۲،۹ میلیونه یورو په کرایه نیولې ده.
انځور: DW/M. Karakoulaki د حل چټکه لار نه تر سترګو کیږي په موريا کمپ کې تر اورلګيدنې يوه اوونۍ وروسته هم، ډير شمير پناه غوښتونکي د سړکونو پر سر ورځې شپې سبا کوي. د یونان چارواکی وایي چې دغه پناه غوښتونکي به ډير ژر نوي کمپ ته وليږدول شي. د جمعې په ورځ د یونان چارواکو دغه کمپ ته د پنځه زره مهاجرو د انتقالیدو خبر ورکړ. په عین وخت کې حکومت اعلان کړی چې د لیسبوس ټاپو به تر راتلونکي پسرلې پورې له پناه غوښتونکو خالي شي.
انځور: DW/M. Karakoulaki په سختو شرایطو کې فامیلي ژوند دغه پناه غوښتونکي مجبوره دي چې په له سختو شرایطو سره مقابله وکړي. هغوی د څو ورځو لوږې او تنده تیرولو وروسته اوس ډير محدود امکانات لکه په ورځ کې دوه بوتله اوبه او یو څه خواړه تر لاسه کوي. خو په لیسبوس کې د سپتمبر مياشتې سختې ګرمۍ ته په پام سره دغه امکانات کافي نه دي. سربیره پر دې دغه پناه غوښتونکي د کرونا ویروس له خپريدلو څخه هم ویره لري.
انځور: DW/M. Karakoulaki د هغه پناه غوښتونکو له پاره چې شپې د سړک پر غاړه ویده کیږې، په ځانګړي ډول شپه خطرناکه او ويرونکي ده. يوې ځوانې میرمنې دويچه ویله ته وويل: «تاسې کولې شئ تصور کړئ چې د دومره نارينه و په منځ کې د يوې ځوانې ښځې ويده کيدلو سره به څه احساس لري؟ د حاجت د رفع کولو له پاره ځنګل او یا دغه دوزخ (د خیمو کمپ چې په خپله یې جوړ کړی) ته ورتګ؟ د شپې نه شم کولی ويده شم او ويره لرم چې ميړه او لور به مې حشرات وچيچي.»
انځور: DW/M. Karakoulaki «خدايه ته له موږ سره مرسته وکړې» په موريا کمپ کې د ژوندانه شرایط ډير سخت او خطرناکه وو. ډيری پناه غوښتونکو خپلې هيلې له لاسه ورکړې وې. دوی چې له جګړو او شخړو یې تيښته کړې د موريا کمپ په ویجاړيدلو سره یو ځل بيا د خپل ژوند ژغورلو له پاره په تيښته شول. د لمر پریوتو پر مهال د یو سوپرمارکيټ مخې ته پر سړک په لسونو ښځې، نارینه او ماشومانو لاسونه دوعا ته پورته کړل. هغوی له خدای څخه د مرستې غوښتنه وکړه. ډيرو نه شو کولې خپله ژړا ودروي.
انځور: DW/M. Karakoulaki ډيری دغو پناه غوښتونکو له جګړې او فقز څخه تيښته کړې. له دغه پيښې وروسته له روانې زيانونو څخه کړیږي. دغه افغان چې اوښکې يې روانې وې دويچه ویله ته وويل: «موږ د پيسو راټولولو له پاره دلته نه يو راغلې. موږ د ښه وخت تیرولو له پاره دلته نه یو راغلي. موږ يوازې د دې له پاره راغلي يو چې ماشومان مو ښه راتلونکې ولري او زده کړه وکړي.»
انځور: DW/M. Karakoulaki