1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اداري فساد سره مبارزه ستونزمنه ده

محمد قاسم نوري (ايريک)۱۳۹۱ بهمن ۵, پنجشنبه

د اداري فساد پرضد د ملگرو ملتو د تړون تر تصويبېدو لس کال وروسته هم په دغه برخه کي بيلانس چنداني ښه نه دی. په ډيرو هيوادو کښي اوس هم سخته ده چي له اداري فساد سره مبارزه وسي.

انځور: picture-alliance/dpa

په ۲۰۰۳عيسوي کال کښي ملگرو ملتو د اداري فساد پرضد يو تړون تصويب کړ، چي د ۱۶۴هيوادو له خوا لاسليک سو. خو اوس هم په ډيرو هيوادو کښي د رشوت ورکول او اخيستل عادي خبره ده، په ادارو، ساختماني شرکتو او يا روغتونو کښي د کار تر اجرأ کولو دمخه د پيسو غوښتنه کيږي او کارشکنۍ رامنځته کيږي.

د آلمان په پلازمېنه برلين کښي د اداري چارو د مکتب «هيرټي» څخه اِلينا مونجيو پيپيډي وايي چي پر نړيوالو پريکړو سربيره په ځينو هيوادو کښي له اداري فساد سره مبارزه سخته ده:

«موږ د اداري فساد په اړه ډير پوهيږو، موږ د رشوت او اختلاس په مقابل کښي جدي مبارزه کوو او له هغه سره د مبارزې په لار کښي مو هم ښو وسايلو ته پراختيا ورکړې ده. خو موږ تر اوسه پوري پر دې باندي نه يو بريالي سوي چي نور هيوادونه هم له اداري فساد څخه خلاص کړو. موږ په دغه برخه کښي جامد پاته يو.»

مونجيو پيپيډي، پوهيږي چي له اداري فساد سره په مبارزې کښي بايد نړيواله ټولنه او ډير حکومتونه کوښښ وکړي. خو له فساد سره د مؤثري مبارزې له پاره سړی ډير وخت ته اړتيا لري. هغه وايي:

«دا ډيري لسيزي او حتی پيړۍ دمخه په غربي اروپا کښي له اداري فساد سره مبارزې ته ورته ده. دا له دې سره ارتباط لري چي يوه ټولنه موږ غښتلې وروز، چي د سياستوالو کارونو ته په انتقادي سترگه وگوري. بيا نو په هغه صورت کښي کيدلای سي د ملت پيسې د خلگو په گټه په کار ولوېږي.»

د گډ نړيوال کار له پار آلمانۍ ټولنه GIZ هم کوښښ کوي چي د ملگرو او همکارو هيوادو سره په دې لار کښي کومک وکړي، چي خلگ دې ته اماده کړي چي د حکومت کارو ته په انتقادي نظر وگوري.

په ۲۰۱۲ کال کي د اداري فساد د درکولو د جدولCPI د معلوماتو پر اساس چي هر کال د شفافيت نړيوال سازمان يا ترانسپرنسي انټرنېشنل ته ورکول کيږي، ډنمارک، فنلنډ او نيوزيلنډ د جدول په سر، افغانستان، شمالي کوريا او سوماليا د جدول په اخر کښي قرار لري.

د شفافيت د نړيوال سازمان يوه کارکوونکې جيليان ډيل په نظر، له اداري فساد سره بايد د مختلفو اړخو له لاري مبارزه وسي، خو تر هغه دمخه پر قانون ولاړ يو دولت بايد تقويه سي. د دې ترڅنگ رسنۍ، ښوونه او روزنه هم ډير رول لري.

اداري فساد د هغو برخو له پاره هم خطرناکه دی چي پکښې عاجلو مرستو ته اړتيا ده: مثلآ د پرمختيايي سياست په برخه کښي. دا په تکرار سره پيښيږي چي کومکي پيسې د مختلفو کانالو له لاري ورکي سي، ځکه نو د سياست پوهي مونجيو پيپيډي په نظر دا ضروري ده چي نړيوال سازمانونه مشخصي ستراتيژۍ جوړي کړي، چي د پرمختيايي مرستو د ورکولو په خاطر مقررات وضع سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب