1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپا سره د روسیې جګړه به یوه لسیزه دوام وکړي»

۱۴۰۱ اسفند ۸, دوشنبه

د آلمان د پوځ اتحاديه په اوکراین کې د جګړې د یو کال په تېرېدو سره، د دې جګړې د پای له پاره لنډ مهاله لیدلوری نه ویني. د دې اتحادیې مشر آندره ووسټنر وویل، دا ناپوهې ده چې باور وکړئ دغه جګړه به په ۲۰۲۳ کې پای ته ورسیږي.

EU-Sanktionen gegen Russland
انځور: Natalia Kolesnikova/AFP/Getty Images

د آلمان د پوځ د اتحادیې مشر آندره ووسټنر د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ۲۶) له "ولټ ‌آم‌ زونټاگ" ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: اټکل کیږې چې له روسیې سره به جګړه د ناټو او آلمان له پاره یوه لسیزه دوام ولري. هغه وړاندوینه وکړه چې ولادیمیر پوتین به اوس خپل د جګړې اهداف پرې نه ږدي او د دې ترڅنګ به د روسیې ولسمشر د اروپا د بې ثباته کولو هڅو ته دوام ورکړي.

د ووسټنر په وینا، پوتین د روسیې خلک له لوېدیځ سره د اوږدې مودې سیستماتیکې شخړې له پاره چمتو کوي، خو ناټو او آلمان باید د یوې لسیزې ګواښونو سره د مخامخ کیدو له پاره ځانونه په ستراتیژیک ډول چمتو کړي.

د جګړې له ګواښونو سره د آلمان د پوځ نه چمتووالی یو له مهمو مسلو څخه دی چې ووسټنر په خپله مرکه کې ورته اشاره وکړه، هغه ټینګار وکړ چې دغه هیواد باید د زیربناوو، روزل شویو ځواکونو او پوځي تجهیزاتو په برخه کې د پوځ د تجهیز او تازه کولو له پاره ژر تر ژره اقدامات وکړي.ولې د «جي۲۰» غونډه بی د پریکړه لیک صادرولو پای ته ورسیده؟

هغه اوکراین ته د پوځي تجهیزاتو استول په پوځ کې د لا زیاتې تشې لامل بولي او خبرداری یې ورکړ چې »که موږ خپل اقدامات چټک نه کړو، زه شک لرم چې موږ به وکولای شو تر ۲۰۲۵م کال پورې له ناټو سره خپلې ژمنې عملي کړو.»

آلمان وړاندي ژمنه کړې وه چې ناټو ته به تر ۲۰۲۵م کال پورې د ۶۰ الوتکو، ۲۰ بېړیو او ۷۰۰۰ موټرو په ګډون عصري تجهیزات ورکړي او دغه راز به ۲۰ زره پوځیان په بشپړ ډول چمتو کړي.

د آلمان پوځ د اتحادیې د مشر په وینا، دغه هیواد لا نه دی توانیدلی چې یوه هویټزر توپخانه، چې یو شمیر یې تیر کال اوکراین ته استول شوې او حتی د دغې درنې توپخانې د پرزو امر هم نه دی ورکړل شوی.

د وسټنر په وینا، دا د دې لامل شوی چې څو پاتې هویټزر توپخانې له مینځه یوړل شي او د پرزو د سرچینې په توګه وکارول شي.

هغه وویل دې حالت د آلمان پوځ د توپچي ځواکونو عملیاتي چمتووالی نور هم کم کړی.زیلنسکي غواړي د بیجینګ د جګړې ختمولو پر طرحې وغږیږي

د آلمان د پوځ دفاعي توان په اوکراین کې د جګړې له پیل سره ورځ تر بلې د پام وړ ګرځیدلی او په دغه هیواد کې یې بیلابیل بحثونه را پارولي دي. یوه له عمده ستونزو څخه د ځواکونو کمښت او په اردو کې د پاتې ۲۷ زره خدمتي پوستونو نشتوالی دی. دا د دې لامل شوی چې په آلمان کې د سرتیرو د کمښت د جبران کولو له پاره د بیا یوځای کیدو پر اړتیا باندې بحث وشي.

په پولنډ کي د اوکرایني مهاجرو حالت

03:01

This browser does not support the video element.

د آلمان پوځ د اتحاديې مشر د توليدي ظرفيتونو د زياتولو ضرورت ته په کتو سره وويل، که چيرې د جنګي ټانکونو، مهماتو او وسلو په برخه کې د اردو د اړتياوې له پاره پر وخت فابريکو ته خبر ورکړل شي نو دا به د راتلونکو دو څخه تر پنځو کلونو پورې دوام ومومي.

او همدارنګه که د محصولاتو د پیرودلو له پاره اړین تضمینونه چمتو شوي، د تولید ظرفیت به لوړ شي چې هره میاشت به، د درې لیوپارډ ټانکونو پرځای د تولید له کرښې څخه لس ټانکونه وباسل شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب