1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اروپا څخه افغانستان ته د اخراج لړۍ بیا پيل شوه

۱۳۹۹ آذر ۲۶, چهارشنبه

ځينو اروپایي هیوادونو یو ځل بیا افغانستان ته د رد شوو مهاجرو د اخراج لړۍ پېل کړې ده، چې څو میاشتې د کرونا د وبا له کبله ځنډیدلې وه. دغه خبره افغان چارواکو نن د چهارشنبې په ورځ کړې ده.

Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

آلمان، اتریش، سویډن، بلغاریا او هنګري د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج له پاره په اقداماتو لاس پورې کړی دی.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د دسمبر۱۶مه) د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې له اتریش او بلغاریا څخه یوولس اخراج شوي افغانان د چهارشنبې په سهار وختي کابل ته رسیدلي دي.

د کابل هوایي ډګر چارواکو تائید کړې ده چې د چهارشنبې په ورځ په یوه چارتر الوتکه کې له اتریش څخه لس او له بلغاریې څخه یو تن اخراج شوی په چارتر الوتکه کې کابل ته رسیدلي دي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې په پام کې وه چې یوه بله ډله افغانان په همدغه الوتکه کې کابل ته اخراج شي، خو د کرونا ویروس له کبله دا چاره ترسره نه شوه. په سویډن کې د مهاجرو د یوې اتحادیې مشر احمد اکیل خلیل د خپل فیسبوک په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د فعالانو له لوري د دغه پرواز مخه ونیول شوه.

په کابل کې دغه افغان چارواکي ویلي دي چې هنګري هم غوښتل ځینې افغانان اخراج کړي، خو دوی اعتراض وکړ، ځکه چې دغه چاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د شوي توافق خلاف وه.

آلمان هم په پام کې لري چې د رد شوو افغان پناه غوښتونکي یوه ډله تر نهه میاشتنۍ وقفې وروسته واستوي. ویل شوي دي چې دغه پرواز به د پنجشنبې په ورځ کابل ته وشي.

افغانستان ته د اخراج موضوع شخړه ایزه ده او انتقاد کوونکي وایي چې جګړه ځپلي هیواد ته د پناه غوښتونکو استول ډیر خطرناک دي. د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې کابو هره ورځ د طالبانو او داعش په بریدونو کې ملکي کسان وژل کیږي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب