1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اروپا څخه امريکا ته پر سفر بنديز لگيږي

۱۳۹۸ اسفند ۲۲, پنجشنبه

د امريکا ولسمشر ترمپ د کرونا ويروس پراخوالي ته د اروپا د يوې ستونزې په سترگه گوري او غواړي خپلي اړيکي له اروپا سره وشلوي. له بلي خوا په ايټاليا کي ټول رستورانونه او هوټلونه بند دي. د قرانطين قوانين يو وار بيا سخت سوي.  

US-Präsident Trump spricht über die Reaktion der USA auf die COVID-19-Coronavirus-Pandemie
انځور: Reuters/D. Mills

امريکا متحده ايالات به د کرونا ويرس له امله په عمومي ډول، د هغو کسانو پر سفر بنديز ولگوي چي له اروپايي هيوادونو څخه دغه هيواد ته سفر کوي. دا خبره ولسمشر ترمپ د چهارشنبې په ورځ  وکړه. هغه زياته کړه چي د سفر دغه بنديز به د جمعې ورځ له نيمي شپې څخه پيل سي.

ترمپ خپل اولس ته د يوې وينا په ترڅ کي وويل: »موږ به امريکا متحده ايالاتو ته د ۳۰ ورځو له پاره له اروپا څخه پر ټولو سفرونو بنديز ولگوو.»

يوازي هغو امريکايانو ته اجازه ورکول کيږي چي د کرونا تِست يې کړي وي. علاوه پردې دغه ډول تدابير له بريتانيا څخه پر مسافرو باندي دلالت نه کوي.

ولسمشر ترمپ ددې کار دليل دا راوړي چي اروپايي ټولنه هغه ډول تدابير تر لاس لاندي نه نيسي لکه امريکا متحده ايالات چي يې نيسي او له چين څخه پر سفرونو باندي هم پر وخت بنديز ونه لگول سو.

په عين وخت کي د امريکا متحده ايالاتو خارجه وزير له خلکو غوښتي دي چي د کرونا ناروغي له امله دي بهرته پر پلان سوو سفرونو باندي له سره فکر وکړي.

په نیویارک کی د کرونا د ویرس پراخیدلانځور: picture-alliance/dpa/B. Matthews

نوموړی وزير خبرداری ورکوي چي، د نړۍ په گوټ گوټ کي دغه ويروس د پراخيدو په حال کي دی او د هغه د مخنيوي له پاره تدابير تر لاس لاندي نيول کيږي، داسي نه چي ددغو مسافرو د تگ راتگ آزادي محدوده سي، د مثال په ډول د قرانطين او يا هم سرحدونو د تړلو له امله.

ترمپ د جنورۍ مياشتي په پای کي لا له خارج څخه د هغو مسافرو پر راتگ بنديز ولگاوه چي ۱۴ ورځي مخکي په چين کي ول.

 Sars-CoV-2 ويروس له چين څخه پراخ سو. د فبرورۍ مياشتي په پای کي د امريکا ولسمشر ورته بنيزونه له ايران څخه مسافرو باندي هم ولگول. په عين وخت کي ايتاليا او جنوبي کوريا ته هم له سفر کولو څخه خبرداری ورکول کيږي.

په دې ترڅ کي دغه ويروس په مخ پر زياتيدونکي ډول په امريکا متحده ايالاتو کي هم د پراخيدو په حال کي دی. تر اوسه پوري د اخته کيدو څه د پاسه زر پيښي تأييد سوي دي. شاوخوا ۳۰ تنه مړه سوي دي.

لکه څرنگه چي د هاليوډ امريکايي ستوري تام هينگس په خپل تويتر کي ليکلي،  دده او د هغه د ميرمني ريتا ويلسن تِست هم په آستراليا کي د اقامت پر وخت  مثبت ښوول سوی دی

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب