1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اطریشي اتباعو سره د امريکا اشتباهي مالي مرسته

۱۳۹۹ شهریور ۱۹, چهارشنبه

تر ۱۰۰ اضافه اطریشي اتباع د امریکا له کرونايي کومک څخه برخمن سوي او مالي مرسته یې په لاس راوړې ویل کیږي، چي تر یوې کمپیوټري غلطۍ وروسته هر یوه ته ۱۲۰۰ ډالره حواله سوي دي.

USA Economic Impact Payment | Scheck
انځور: Imago Images/UIG/T. Wiewandt

کومه واقعه چي په اطریش کي رامنځته سوې ده، هغه دې شک او ګومان ته لمن وهي، چي د امریکا متحده ایالاتو د مالیې وزارت د کرونا په ارتباط مالي کومکونو په پروګرام کي پوره دقت نه دی کړی. داسي چي تر ۱۰۰ اضافه اطریشي اتباعو داسي چکونه تر لاسه کړي، چي اصلأ د امریکايي اتباعو له پاره په نظر کي نیول سوي ول.

د دغو کسانو څخه یو یې یو متقاعد شخص دی، چي څه وخت دمخه یې د امریکا په متحده ایالتو کي د لږ وخت دپاره کار کاوه. هغه اطریشي ټلویزوني چینل ته ویلي دي، چي اول یې خیال کاوه، شاید یو چا ملنډی پرې وهلي وي، خو کله چي بانک ته یې مراجعه وکړه، نو چک یې اصلي وو او ۱۲۰۰ ډالره په ده پوري تعلق لري.

په دریاب کي یو څاڅکی

دا چي په کومه اندازه مالي کومکونه دې د نورو هیوادونو اتباعو ته رسیدلي وي، معلومه نه ده. ګومان کیږي، چي دغه اطریشیان د هغو کسانو یوه کوچنی برخه وي، چي د کرونا«په برکت» او ترمپ د دولت د اشتباه په سبب د هغوی بانکي حساب ته ۱۲۰۰ ډالره انتقال سوي دي.

دغه متقاعد په نظر کي لري، چي ددغو پیسو یوه برخه بیرته د امریکا حکومت ته حواله کړي او هم غواړي، کله چي د کرونا بحران ختم سي، امریکا ته یو تفریحي سفر وکړي.

د کرونا د بحران پر وخت صنعتي هیوادونه د خپلو اتباعو سره د ملاحظې وړ کومکونه کړي دي، ترڅو پر هغوی باندي اقتصادي فشار تر یوه حده پوري راکم کړي. پردغو امریکايي چکونو باندي بیا د دونالد ترمپ نوم درج دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب