1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د امريکا ځواکونو وتل کيدای سي وځنډيږي

۱۳۹۹ اسفند ۲۹, جمعه

د باخبره سرچينو د معلوماتو له مخي د امريکا ولسمشر له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راايستلو نېټې له پاره پر څو انتخابه باندي غور کوي، چي يو يې تر نومبر مياشتي پوري پاتېدل دی.

Weltspiegel 18.02.2021 | Afghanistan 2012 | US-Armee, NATO
انځور: Hoshang Hashimi/AP Photo/picture alliance

د امريکا د NBS News تلويزيون د باخبره سرچينو په حواله ليکلي دي چي «بايدن غواړي له افغانستان څخه ووځي»، خو د پينتاگون چارواکي په دې ادعا سره چي طالبانو د تړون خپله برخه نه ده عملي کړې، له ولسمشره څخه غواړي چي د شپږو مياشتو له پاره په افغانستان کي د ځواکونو پر احتمالي پاتېدو غور وکړي.

دغو سرچينو ياد تلويزيوني چينل ته ويلي دي چي پوځي چارواکو بايدن ته څو انتخابه وړاندي کړي دي: د تړون له مخي د می مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري د ټولو ځواکونو راايستل، تر يوې نامعلومي نېټې پوري هلته [په افغانستان کي] پاتېدل يا تر هغې نېټې پوري پاتېدل چي جمهوررئيس يې ټاکي. د دفاع وزارت وړانديز دا دی چي د ځواکونو د پاتېدو موده دي يې شپږ مياشتي تمديد سي.

يوې سرچينې ويلي دي چي تر اوسه پوري په دې اړه کومه پريکړه نه ده سوې او «پريکړه به ولسمشر کوي».

څو ورځي مخکي د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن له ABC تلوېزيون سره په مرکه کي ويلي ول چي له طالبانو سره پر هوکړه ليک باندي په کافي اندازه کار نه وو سوی، ځکه نو دا اسانه نه ده چي واشنگټن دي د هوکړه لیک خپله برخه چي د ځواکونو ايستل دي، پوره کړای سي. هغه ويلي ول: «دا کار کيدای سي وسي، خو اسانه نه ده.»

هغه وويل چي دوی اوس د پريکړي کولو په حال کي دي چي ځواکونه يې څه وخت له افغانستان څخه وځي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل