1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د ايستلو پروسې پر غځولو د طالبانو مخالفت

۱۴۰۰ شهریور ۱, دوشنبه

امریکا او بریتانیا په دې هڅه کې ده چې له کابله د بهرنيو اتباعو او د دوی د افغان همکارانو د انتقال موده وغځوي. اروپايي اتحاديې خبرداری ورکړی ټول هغه افغانان چې دوی يي غواړي راوباسي د اګست تر ۳۱مې به يې رايستل ناممکنه وي.

Afghanistan | Flughafen Kabul | Italienischer Evakuierungsflug
انځور: Ministero Della Difesa/AFP

په پام کې ده چې په همدې اړه سبا سه شنبه د بریتانيا په بلنه، د جي ۷ ‌ډلې غړي هیوادونه یوه مجازي ناسته ولري. د بریتانيا صدراعظم، بوریس جانسن غواړي چې په دغه غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو پر ولسمشر باندې فشار راولي.

د بریتانيا يو شمیر پوځي مشرانو ويلي دي چې امریکا متحده ایالات باید د کابل په هوايي ډګر کې خپل ځواکونه پریږدي، تر څو د انتقال پروسه ادامه ومومي، حتی که امریکايان وتلي هم وي.

خو د بریتانيا د وسلوالو قواوو مشر، جمیس هيئپي د دوشنبې په ورځ وويل: «يو سخت واقعیت موجود دی، کیدای شي د هغه روش پرته چې امریکا ورڅخه ملاتړ کوي، بل هيڅ نړیوال هوايي حمل و نقل شتون ونه لري.»

هغه وویل: «دا چې امریکا متحده ایالات به دې ته متقاعد کړل شي چې په کابل کې ځواکونه پریږدي که نه، دا به د صدراعظم د سبا جی ۷ په کنفرانس کې معلومه شي.»

د امریکا ولسشمر، جو بایدن ويلي دي چې په افغانستان کې د پاتېدو بهير پر غزولو خبري روانې ديانځور: Manuel Balce Ceneta/AP Photo/picture alliance

امریکا متحده ایالات

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایدن، بیا له افغانستان څخه د اګست تر ۳۱ مې د خپل پوځ راوتلو بهير بشپړول غواړي. هغه په عین حال کې دا هم ویلي دي چې د پاتېدو بهير پر غزولو خبري روانې دي.

جوبايدن وویل: «کيدای شي وضعيت نور هم خراب شي.» د اګست له ۱۴مې د امريکا د پوځ راوتلو په پيل سره د هغوی متحدو هيوادونو څخه پوره ۲۸ زره کسان له کابل نه په الوتکو کې تللي دی.

په تيرو ۳۶ ساعتونو کي تر ۱۱ زره انسانان په الوتکو کي امن ځايونو ټه ليږدول شوی دي. د امريکا ولسمشر خبردارې ورکوي: «زموږ تر مخ لا اوږده لار پرته ده او کيدای شی نورې ستونزي رامنځ ته شی.»

د بایدن د معلوماتو له مخې د روانې مياشتې تر پايه پورې حکومت له پوځ سره له افغانستان څخه په راوتلو خبري کوي. بایدن په سپينه ماڼۍ کې وويل: «له پوځ سره د مودې غزولو په اړه خبرې اترې روانې دي.» هغه زياته کړه: «موږ هيله لرو چې موده بايد ونه غزوو.»

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند، سهیل شاهینانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

طالبان په دې اړه څه وايي؟

په دوحه کې د طالبانو یوه ویاند د بریتانيا خبري چینل، سکای نیوز ته د دوشنبې په ورځ وویل چې طالبان به له افغانستان څخه د تخلیې يا انتقال له پروسې غځولو سره موافقه ونه کړي.

شاهين په دې اړه وويل: «که د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا پوښتنه د تخليې وخت د غځولو په اړه وي، ځواب يې نه دی. او یا به عواقب ولري.»

شاهین زیاته کړه: «دا سره کرښه ده. ولسمشر بایدن اعلان کړی چې د اګست تر ۳۱مه به خپل ټول پوځي ځواکونه وباسي، خو که دوی موده غځوي دا په دې معنی ده چې دوی اشغال غځوي کوم چې هيڅ اړتیا يې نشته.»

شاهین د کابل هوايي ډګر کې د خلکو ګڼې ګوڼې ته هم اشاره وکړه او وې ويل چې اکثریت دغه خلک د فقر له کبله له افغانستانه تښتي. خو په رپوټونو کې ويل کېږي چې بهر ته راتلونکي افغانان د طالبانو له ويرې غواړي افغانستان پریږدي.

خو د ورکړل شوو رپوټونو پر اساس، ښايي په دې اړه احتمالي پرمخګتونه د سه شنبې ورځې د جي ۷ ډلې هيوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو په غونډه کې اعلان شي.

آ/م.ک.ص./ن.ز