له افغانستانه د امریکایي عسکرو د راایستلو په هکله خبرداری
۱۳۹۸ شهریور ۱۳, چهارشنبه
د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې دغو نهو پخوانیو دیپلوماتانو د اتلانیک شورا، چې یو فکري بنسټ دی پر انټرنټ پاڼه په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دي: «د ډيرو ځواکونو راایستل باید له سولې سره مشروط شي. د امریکایي ځواکونو ابتدایي کمیدل باید دومره ژر تر سره نه شي چې طالبان فکر وکړي چې له پوځي اړخه بریالي کیدای شي.»
په دغو نهو ديپلوماتانو کې په کابل کې د متحده ایالاتو پخواني سفیران، د افغانستان له پاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پخوانی معین شامل دي.
دغو پخوانیو دیپلوماتانو وروسته له هغه دغه خبرداری ورکړ چې د افغانستان د سولې له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې په لومړي سر کې به له افغانستانه ۵۰۰۰ ځواکونه وباسي.
د دوشنبې په ورځ له طلوع نیوز، سره په یوه مرکه کې خلیلزاد له دې څخه ډډه وکړه چې په افغانستان کې به د شا او خوا ۱۴۰۰۰ امریکایي عسکرو باقي پاته برخه تر څه وخته پاتې شي. خو امریکایي چارواکو په تکراري ډول ویلي دي چې د ځواکونو راایستل به، په وضعیت پورې مشروط وي.
د دې په بدل کې به طالبان د دې ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به د نورو پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو له پاره نه کارول کیږي.
ترمپ له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د راایستلو په هکله خپله تلوسه روښانه کړې ده چې د متحده ایالاتو تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښیږدي.
خلیلزاد ویلي دي چې له طالبانو سره د احتمالي توافق تر لاسلیکیدو دمخه باید ولسمشر ترمپ دغه مسوده تائید کړي.
د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو په تيرو نهو پړاونو کې خلیلزاد افغان حکومت نه دی شامل کړی. خو په خبره یې له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي په خبرو کې به حکومت ګډون ولري. خو طالبانو تر اوسه له افغان چارواکو سره له مستقیمو خبرو اترو ډډه کړې ده.
پخوانیو ديپلوماتانو لیکلي دي چې د ډیرو ځواکونو حضور به «د سولې د کامیابو خبرو اترو د چانسونو له پاره مهم وي.»
د دغو پخوانیو دیپلوماتانو په وینا «دا لا روښانه نه ده چې آیا سوله امکان لري. طالبانو تر اوسه له افغانانو سره د سولې له پاره خپل شرایط نه دي روښانه کړي او نه هم طالبان له سیاسي ځواکونو سره د کار کولو کومه مخکینۍ تجربه لري.»
په دغه اعلامیه کې دې ته هم اشاره شوې ده چې که چیري د افغان حکومت ملاتړ کم شي، نو ښایي افغانستان یو وار بیا له کورنیو جګړو سره مخامخ شي.
د دغو دیپلوماتانو په وینا نوې کورنۍ جګړه د متحده ایالاتو د ملي امنیت له پاره خطرناکه ثابتیدای شي چې په ترڅ کې به یې احتمالا طالبان له القاعدې سره خپلې اړیکې وساتي او د داعش ځایي څانګه لا پسې پراخه شي.