1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه نړیوال پروازونه پېل شول

۱۳۹۹ تیر ۴, چهارشنبه

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی دی چې تر څو میاشتو وروسته یو ځل بیا له افغانستانه نړیوالې الوتنې پېل شوې. «ترکش ایر لاینز» په خپل لومړني پرواز کې له ترکیې څخه ۳۵۰ مسافر افغانستان ته ولېږدول.

Ariana Airlines Flugzueg
انځور: picture-alliance/EPA/S. Sabawoon

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ (د جون ۲۴/ د سرطان څلورمه) افغانستان ته نړیوالې الوتنې پېل شوې. د ترکیې هوایي شرکت په خپل لومړني پرواز کې له دغه هیواده کابل ته ۳۵۰ مسافر انتقال کړل او په پام کې ده چې دوهمه الوتنه د جون میاشتې پر ۲۷مه نېټه ترسره کړي.

د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي، له دویچه وېله سره په خبرو کې وویل چې نړیوال پروازونه د دوی د ادارې په دستورالعمل د ځانګړو تدابیرو او صحې سپارښتنو په رعایتولو سره ترسره کیږي: «سبا د جون میاشتې پر ۲۵مه د اماراتو هوایي شرکت هم افغانستان ته خپل نړېوال پروازونه پېلوي.»

د دغو الوتنو تر پېلېدو وروسته به، د ترکش هوایي شرکت په اوونۍ کې له درو څخه تر څلورو او د اماراتو هوایي شرکت په اوونۍ کې دوه وارې افغانستان ته تګ راتګ کوي.

د صالحي په خبره داخلي هوایي شرکتونه آریانا او کام ایر هم دوبۍ او ترکیې ته خپل پروازونه پیلوي. د دغې ادارې په وینا هرات، کندهار او مزار ته هم په غیر منظم ډول داخلي پروازونه پیلیږي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې له ټولو مسافرو او هوایي شرکتونو څخه غوښتي دي چې د دغې ادارې دستورالعمل او د روغتیا وزارت صحي سپارښتنې د سفر پر مهال رعایت کړي.

داخلي شرکتونو ته اوښتی تاوان

د ملکي هوايي چلند ادارې په وینا د کرونا ویروس وبا د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادرې باندې ستر منفي اغېز پریښې دی.

د کرونا ویروس له خپریدو راهیسې تر درو میاشتو زیاتې مودې څخه په افغانستان کې نړیوال او داخلي پروازونه دریدلي ول. دغه اداره وایي چې د الوتنو له بندید راهیسې د دغي ادارې په عوایدو کې تر دوو میلیاردو افغانیو زیات کمښت راغلی دی. پر دې سربیره آریانا هوایي شرکت ته تر ۱۲ میلیونه ډالر او کام ایر ته تر ۲۰ میلیونه ډالر زیات زیان اوښتی دی.

شکیلا ابراهیم خیل

زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل