د امریکايي قواو وتل؛ بلینکن د کانګریس کمېټې ته احضار کيږي
۱۴۰۳ شهریور ۱۴, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس د بهرنيو چارو کمېټې مشر، مایکل مک کال، د بلنیکن د احضاريې په ارتباط یوه لیک کې ويلي دي، چې بلینکن باید د سپتمبر پر ۱۹مه کميټې ته حاضر شي، له دې پرته به له قانونه د سرغړونې له تورونو سره مخامخ شي.
د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ويلي دي چې بلینکن له افغانستانه د امریکا متحده ایالاتو د وتلو په تړاو شهادت له پاره په دغه کميټه کې له حاضرېدو ډډه کړې ده.
تر دې مخکې امریکايي چارواکو ويلي ول چې د بایدن نامناسب پلان سبب شو چې له افغانستانه د ځواکونو د وتل بهیر له ګډوډيو ډک شي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو ميلر، وویل چې بلینکن په حاضر وخت کې یادې کمېټې له خوا په ټاکل شوې موده کې د شهادت ورکولو له پاره د لاسرسي وړ نه دی، خو د مک کال د غوښتنې مطابق د عمومي استماع د عملی کولو له پاره ېې د «معقولو بدیلو انتخابونو» وړاندیز کړی دی.
میلر په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «ناهيلې کوونکې ده چې دغه وزارت سره د یو نیک تعامل د ادامې پرځای، دغه کميټه ورته بله احضاریه صادروي.
هغه وویل چې بلینکن تر دې مخکې ۱۴ ځله په کانګریس کې د افغانستان په هکله شهادت ورکړی چې له هغې جملې ېې څلور ځله د استازو مجلس د بهرنیو اړيکو کمېټې ته شهادت ورکړی دی.
میلر دغه راز وویل چې د بهرنیو چارو وزارت یادې کميټې ته تر ۲۰زرو صفحو ډېر سندونه، د لوړې سطحې غونډو رپوټ او همدارنګه د مرکو متنونه په اختیار کې ورکړي دي.
مک کال لیکلي دي: «په همدې دليل تاسو په داسې یو موقف کې ياست چې کمېټې ته په اخراج کې د فاجعه درلودونکو تېروتنو د مخنيوی په موخه د احتمالي قوانینو معلومات ورکړئ، له هغې ډلې د وزارت په قانوني صلاحیتونو کې احتمالي اصلاحات.»
دغه احضاریه د امریکا د نومبر ۵مې انتخاباتو په درشل کې مطرح شوې چې ورسره جوخت له افغانستانه د اخراجپه تړاو پېښې په یوه سیاسي موضوع بدله شوې ده. دغه کمېټه له کلونو راهیسي له افغانستانه د ګډوډیو ډګ اخراج او په جریان کې ېې د خونړۍ حملې په هکله، تحقیقات کوي.
د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ او انتخاباتو له پاره د جمهوري غوښتونکو نوماند د تېرې میاشتې په وروستیو کې د آرلینګتون له ملي هديرې ليدنه وکړه او له افغانستانه د امریکايي قواوو د وتلو پر وخت د ۱۳ وژل شوو امریکايي عسکرو په درناوي ېې هلته د ګل اېښودلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
د فدرال قانون او د پنټاګون سیاستونه د هدېرې په یاده برخه کې د سیاسي فعالیتونو اجازه نه ورکوي، خو د ترمپ د کمپاین له خوا له اخیستل شوو ويډيوګانو په انتخاباتي کمپاینونو کې استفاده کيږي.
ترمپ د جمعې په ورځ په پنسلوانیا کې په خپله وینا کې وويل چې په افغانستان کې د وژل شوو پوځیانو کورنیو ورڅخه غوښتي چې دغې هدېرې ته ورشي. دونالد ترمپ د امریکا متحده ایالاتو د انتخاباتو په درشل کې، د افغانستان فاجعه درلودونکي اخراج په تړاو کامالا هریس پړه ګڼلې ده.
(Reuters)mks/nz/hs/af/
له آرشیف څخه: