له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو ژمنه کیږي
۱۳۹۱ تیر ۱۵, پنجشنبه له افغانستان سره مرسته کوونکي هیوادونه د یکشنبې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د جولایي د میاشتې اتمه» د جاپان هیواد په پلازمینه توکیو کې سره راټولیږي او له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته له دغه هیواد سره د پرمختیایي او اقتصادي چارو په برخو کې د مرستو په هکله خبرې اترې کوي.
د جاپان دولتي خبري آژانس کیودو، د دیپلوماتیکو سرچینو په حواله خبر ورکړی دئ چې مرسته کوونکي هیوادونه به له افغانستان سره د یوې لسیزي یعنې د ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۲۵م کاله پورې د دومدارو پرمختیايي مرستو ژمنې وکړي.
دې خبري آژانس د هغو دیپلوماتیکو سرچینو چې د توکیو کنفرانس په تیاریو بوخت دي، له قوله ویلي دي چې له افغانستان سره به د نړیوالې ټولنې مرستې له هغې څخه ډیرې وي چې انتظار ئې کیدئ. د کیودو د راپور پر اساس ښایي نړیواله ټولنه له افغانستان سره د شاوخوا ۱۵ میلیاردو ډالرو مرستو ژمنه وکړي.
د توکیو په کنفرانس کې د ملگرو ملتونو پر عمومي منشي بان کي مون، سربیره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنتن، او تر ۷۰ زیاتو هیوادونو چارواکي او د نړیوالو ټولنو استازي گډون کوي.
افغان ولسمشر حامد کرزي، د جاپان له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې افغانستان له دغه هیواد څخه د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته په کال کې د ۳.۹ میلیاردو ډالرو د مرستو غوښتونکی دئ. دغه مرسته له هغو څلورو میلیاردو ډالرو جلا ده چې نړیواله ټولنه ئې له افغانستان سره په پوځي برخه کې کوي.
له فساد سره مبارزه
د توکیو په کنفرانس کې به له اداري سره فساد سره مبارزه یوه مهمه موضوع وي. نړیواله ټولنه وایي چې افغان دولت باید له ادارې فساد سره د مبارزې په برخه کې کوټلي گامونه پورته کړي چې هغوي پر دې ډاډه شي چې د مرسته کوونکو هیوادونو پیسې بې ځایه نه مصرفیږي.
که څه هم افغان دولت په دولتي ادارو کې د اداري فساد شتون نه ردوي، خو وایي چې د بهرنیو هیوادونو ۸۰ سلنه مرستې د بهرنیانو له خوا مصرفیږي او د دغو مرستو په مصرفولو کې هم روڼوالی نه شته.
څیړونکي په دې اند دي که چیرې په لگښتونو کې شفافیت موجود نه وي او له اداري فساد سره مؤثره مبارزه و نه شي، د نړیوالو مرستې به بې ځایه په مصرف ورسیږي.
د جاپان د خبري آژانس په حواله د نړیوالو مرستو په مقابل کې باید افغان دولت د اداري فساد د له منځه وړلو، په حکومتوالۍ کې پرمختگ، د مالي سیستم پیاوړي کول او د یو شمیر نورو اصلاحاتو د رامنځته کولو ژمنې وکړي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش