له افغانستان څخه به ډير ژر بيا پاکستان ته صادرات پيل شي
۱۳۹۹ خرداد ۲۸, چهارشنبه![Pakistan Afghanistan Nachschubroute für NATO geöffnet Grenze](https://static.dw.com/image/16073887_800.webp)
په پاکستان کې د افغانستان سفير عاطف مشعل ويلي دي چې د پاکستان له حکومت سره يوې هوکړې ته تر رسيدو وروسته به د جون له ۲۲ نیټې څخه د تورخم، سپين بولدک او غلام خان بندر له لاري به صادرات پيل شي.
نوموړي د تويتر له لارې له پاکستان سره پر دې هوکره خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي چې غلام خان بندر به هم د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانيستل شي: »د جون تر ۱۸ نیټې پورې بايد دواړه هېوادونه د لارښوونې او تطبيق د کميټو ناستې ترسره شي.«
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ خونې مسولينو هم ويلي دي چې په يوه میکانيزم یې لاس پورې کړی دی چې له مخې به يې ډير ژر د دې ولايت څخه خيبر پښتونخوا او د پاکستان نورو برخو کې ته صادارت پیل شي.
د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې رئيس محمد حسن محسن وويل چې د کرونا بحران له کبله پاکستان ته صادرت دريدلي ول چې له اړوندو ادارو سره یي د يوه ميکانيزم تر جوړولو وروسته دغه صادرت ډېر ژر بيرته پيل شي.
د نوموړي په خبره د کرونا له کبله د لارو تر تړل کيدو وروسته یې لومړی په پاکستان کې د بندو پاتو موټرو او بيا د وارداتو او ترانزيت هڅې پيل کړې وې.
د کرونا بحران له کبله په مارچ مياشت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټولې لارې د کرونا وبا د مخنوي په موخه وار په وار وتړل شوې چې دې کار د دواړو غاړو سوداګرو ته سخت زيانونه واړول.
که څه هم چې له کابو دوو میاشتو راهيسې د تورخم او سپين بولدک له لارو افغانستان ته د ترانزيتي مالونو وړل او واردات پيل شوي ول، خو له افغانستان څخه پاکستان ته صادرات بند ول. له افغانستان څخه پاکستان ته تازه ميوه او سبزيجات صادریږي.