1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"له امریکا سره به پر پوځي تړون کار ستونزمن وي"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

ولسمشر کرزي د پنجشنبې په ورځ وویل چې له امریکا سره د ستراتیژیک سند تر لاسلیکولو وروسته اوس افغانستان له دغه هیواد سره د پوځي همکاریو پر سند کار کوي.

انځور: DW

افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره د ستراتیژیک تړون تر لاسلیکولو یوه ورځ وروسته په کابل کې خبرې غونډې ته وویل چې دغه تړون د دواړو هېوادونو ګټې خوندې کوي. د ولسمشر کرزي پر وینا دغه ستراتیژیک تړون به افغانستان هم له روانو کړکیچونو څخه راوباسي.

دغه تړون د چهارشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د کابل په ارګ کې افغان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا ولسمشر بارک اوباما لاسلیک کړ.

د جمعې په ورځ په جوړه شوې خبري غونډه کې حامد کرزي وویل چې له امریکا سره د یوه بل امنیتي تړون پر سر هم خبرې اترې دوام لري. ولسمشر کرزي وویل چې د دې تړون له مخې به له ۲۰۱۴ کاله تر ۲۰۲۴ پورې د امریکا او افغانستان پوځي همکارۍ تنظیم شي.

ولسمشر کرزي وویل چې پر پوځي تړون باندې خبرې اترې به تر لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون هم ستونزمنې وي او ډیر وخت به ونیسي:

«زموږ خلک دې پيشبین ووسي چې زموږ او د امریکا راتلونکې مذاکرات به ډیرې ستونزمنې وي. موږ دغو مذاکراتو ته چمتو یو او په ټولو اړخونو ئې پوه یو.»

ولسمشر کرزي وویل چې امریکا به د دغه تړون پر بنسټ له افغان حکومت سره ژمنه وکړي چې د افغانستان ملي واکمنۍ ته په ټوله معنی درناوی لري. کرزي زیاته کړه چې له امریکا سره د پوځي اړیکو پر تړون به له دغه هېواد سره لږ تر لږه یو کال خبرې اترې وشي.

"په ټاکنو کې کاندید نه یم"

ولسمشر کرزي په دې خبري غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې راتلونکو ټاکنو ته د قانون او د خپلې شخصي غوښتنې له مخې د کاندیدیدو هوډ نه لري. هغه هیله څرگنده کړه چې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به رڼې وې ځکه چې په دغو ټاکنو کې به هیڅ ډول کورنۍ او بهرنۍ لاسوهنې وجود و نه لري.

کرزي وویل چې د ستراتیژیکو همکاریو په تړون کې ئې پر امریکايي چارواکو منلې ده چې د افغانستان په ټاکنو کې به بهرنیان هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب