1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

له اوکراين سره نوري مالي او پوځي مرستي اعلان شوې

۱۴۰۳ شهریور ۱۶, جمعه

په رامشټاین کې له اوکراین سره د مالي مرستو په غونډه کې د اوکراین ولسمشر ګډون وکړ چې کې زیلنسکي یو ځل بیا غوښتنه وکړه، څو د روسیې په خاوره کې د هدف ګرځولو له پاره د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو استفادې ته اجازه ورکړي.

په دغه غونډه کې آلمان، امریکا او بریتانیا له اوکراین سره د تازه مالي او پوځي مرستو ژمنې وکړې.
د آلمان په رامشټاین کې له اوکراین سره د مالي مرستو په تړاو غونډه کې د اوکراین ولسمشر هم ګډون وکړ.انځور: Sean Gallup/Getty Images

د آلمان په رامشټاین پوځي اډه کې له اوکراین سره د پوځي مرستو د تماس ډلې په ناسته کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي هم ګډون وکړ. نوموړي په دغه غونډه کې پر خپلو متحدینو یو ځل بیا غږ وکړ څو کیف ته د روسیې په خاوره کې د اهدافو د په نخښه کولو کې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو استفادې ته اجازه ورکړي.

تر دغې غونډې وړاندې بریتانیا اعلان وکړ چې اوکراین ته به د پوځي مرستو په یوه بسته کې د هوايي دفاع سیستم په چوکاټ کې ۶۵۰ توغندي ورکړي.

سربیره پر دې، د امریکا د دفاع وزیر په آلمان کې د خبرو په ترڅ کې ویلي دي چې متحده ایالات به اوکراین ته د پوځي مرستو په چوکاټ کې ۲۵۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

د امریکا دفاع وزیر لولیډ اوسټین وویل: «زه خوښ یم چې ولسمشر بایډن به نن د اوکراین له پاره د ۲۵۰ میلیونو ډالرو پوځي مرستو اعلان وکړي. دغه مرستې به د اوکراین د بدلیدونکو شرایطو په برخه کې  له دغه هیواد سره د وړتیاوو د غښتلتیا په برخه کې مرسته وکړي.»

 ټاکل شوې ده چې د اوکراین ولسمشر زیلنسکي به په فرانکفورت کې د آلمان له صدارعظم اولاف شولڅسره هم ملاقات وکړي.

آلمان هم په دغه غونډه کې له اوکراین سره د پوځي مرستو ژمنه کړې ده. د آلمان دفاع وزیر بوریس پیستوریوس، د جمعې ورځې په دغه غونډه کې وویل چې آلمان به اوکراین ته ۱۲ هویتزر ډوله ټانکونه ورکړي. د معلوماتو له مخې، له دغې جملې ۶ ټانکونه به د روان میلادي کال تر پایه او پاتې نور به په راتلونکي ۲۰۲۵م کال کې اوکراین ته وسپارل شي. دغه ټانکونه کولی شي د ۳۰ کیلومترو په فاصله کې اهداف په نخښه کړي او د هر یوه اټکلي ارزښت شاوخوا ۱۶۶ میلیونه ډالر ښوول شوی دی.

د اوکراینولسمشر د ناټو له غړو هیوادونو غواړي چې دغه هیواد ته اجازه ورکړي څو د غربي متحدینو له لوري اوکراین ته ورکړل شوي د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو څخه د روسیې په خاوره کې د اهدافو د ویشتلو له پاره کار واخلي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب