1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

له اوکراین سره د امریکا ۹۸۸ میلیونه ډالري پوځي مرسته

زمزمه نیازۍ | آلمان خبري آژانس، فرانس پریس
۱۴۰۳ آذر ۱۸, یکشنبه

د امریکا متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې له اوکراین سره یې د ۹۸۸ میلیون ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرسته پلان کړې ده. په دې مالي بسته کې ډرون، ټانکونه، د راکټونو تجهیزات او د توپخانې د سیسټمونو اضافي پرزې شاملې دي.

له اوکراین سره د امریکا مرسته
واشنګټن له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین تر ټولو ستر ملاتړی بلل کېږي. انځور: Diego Herrera Carcedo/Anadolu/picture alliance

د امریکا متحدو ایالتونو له اوکراین سره د ۹۸۸ میلیونه ډالرو (شاوخوا ۹۳۵ میلیونه یورو) په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه. ټاکل شوې د مرستې په دغې کڅوړه کې ډرون الوتکې، ټانکونه، د راکټ لانچرونو لپاره پرزې، تجهیزات او د توپخانې د سیسټمونو اضافي پرزې شاملې وي. د امريکا د دفاع وزارت وايي، دغه مرستې  به د روسيې د يرغلګرو ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې له اوکراين سره د واشنګټن د ملاتړ په دوام کې دغه هیواد ته ورکړل شي.

د جګړې ۱۰۰۰ ورځې؛ اوکراین ته دغه جګړه په کومه بیه تمامه شوه؟

01:54

This browser does not support the video element.

واشنګټن له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین تر ټولو ستر مالي او پوځي ملاتړی بلل کېږي. خو د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین له پوځ سره د میلیاردونو ډالرو مرستې په اړه انتقادي نظر لري.

زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل