1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ايران سره د تړون په اړه شخړه: خلا ورځ په ورځ ډيريږي

۱۳۹۹ مرداد ۳۱, جمعه

له ايران سره بايد څه ډول چلند وسي؟ د دغي پوښتني پر سر د اروپايي ټولني او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ ديپلوماتيکي کړکيچ مخ پر زياتيدو دی. او د يوه تفاهم څرک هم نه ترسترګو کيږي.

USA US-Außenminister Mike Pompeo
انځور: Picture-alliance/AP Photo/M. Segar

د آلمان، فرانسې او بريتانيا خارجه وزيرانو څرګنده کړې ده چي د ايران د سياست په اړه د ترمپ د ادارې کړنلاره، د ايران د اټومي تړون په اړه زموږ له اوسنيو هلو ځلو سره برابره نه ده، له همدې کبله هغوی نه سي کولای د امريکا د تدابيرو ملاتړ وکړي.

خارجه وزيرانو، هايکو ماس، يين يويس له درين او دومنيک راب په دې ډول د خپل امريکايي سيال خارجه وزير مايک پمپيو پر وړاندي خپل مخالفت ښودلی دی. د امريکا متحده ايالاتو خارجه وزير د ولسمشر ترمپ په امر د ايران پرضد د بيا ځلي تعزيراتو د عملي کولو په هکله د ملګرو ملتو د امنيت شورا ته يو وړانديز کړی دی. برلين، پاريس او لندن په سمدستي ډول څرګنده کړه چي امريکا د دې کار اجازه نه لري. پمپيو بيا پر اروپايي هيوادو تور لګوي چي د آيت الله پلوي کوي.

خبره له ايران سره پر اټومي تړون ده

له ايران سره چلند د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي دولتونو ترمنځ ژوره خلا رامنځته کړې. د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د خپلي ولسمشرۍ له پيل څخه د ايران پر ضد خپل چلند سخت کړی دی. د هغه تر مشرۍ لاندي امريکا متحده ايالات له اتومي تړون څخه ووتل او د تهران پر ضد يې سخت بنديزونه وضعه کړي. د دغه تړون درې اروپايي متحدين بيا غواړي نوموړی تړون وساتي.

آلمان، فرانسه او بريتانيا که څه هم پوهيږي چي ايران د خپلو مکلفيتونو څخه پر له پسې سرغړوني کوي، خو بيا هم د دغو هيوادونو خارجه وزيران غواړي چي دا هر څه په ډيپلوماتيک ډول حل وفصل سي. 

خو دا لا معلومه نه ده چي د امنيت شورا به د امريکا متحده ايالاتو له خوا دغه ډول وړانديز سره څه ډول چلند وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب