1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ایرانه تر بل هر وخت ډیر افغان مهاجر بیرته ستانه شوي دي

۱۳۹۷ دی ۱۸, سه‌شنبه

پر ایران باندې د امریکا د اقتصادي بندیزونو او په ایران کې د پیسو د پړسوب له کبله په سونو زره افغان مهاجر اړ شوي دي چې بیرته افغانستان ته ستانه شي. د شمیرو له مخې په ۲۰۱۸م کال کې نیږدې ۸۰۰ زره افغانان بیرته ستانه شوي دي.

Afghanische Flüchtlinge aus dem Iran abgeschoben
انځور: Tanha

په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) د ماموریت مشر لورینس هارت له ایرانه د افغان مهاجرو د بیرته ستنیدو په هکله ويلي دي چې له ایران څخه ۷۷۳ زره او ۱۲۵ مهاجر اجباري او په خپله خوښه راستانه شوي دي، چې دا د ۲۰۱۷م کال په پرتله ۶۶ سلنه زيات ول او ښايي په روان کال کې هم په دې ترتیب سره ادامه ولري.

هارت د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «افغانستان ته د خلکو د بیرته راتګ اصلي دلیل په سیمه او په ځانګړې توګه ایران کې خراب اقتصادي وضعیت دی.» له ۲۰۱۲م کال راهیسې هغه وخت چې د مهاجرت نړیوال سازمان افغانستان ته د ستنیدونکو کسانو د تګ بهیر په سیستماتیکه توګه ثبتول پیل کړل، په ۲۰۱۸م کال کې د بیرته ستانه شوو کسانو شمیر تر بل هر کال لوړ دی. 

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له بل ګاونډي هیواد پاکستان څخه په همدې موده کې د بیرته ستانه شوو کسانو شمیر تر ۳۳ زرو کسانو کم دی. له ۱۹۷۹م کال راهیسې هغه مهال چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان باندي یرغل وکړ، پاکستان د میلیونونو افغانانو کوربه دی.

انځور: DW/S. Tanha

په عین وخت کې بيا یو شمیر ناهیلي افغانان د ایران تر پولې په ناقانونه توګه د اوښتو له پاره انساني قاچاقبرانو ته د ۳۰۰ او ۵۰۰ ډالرو په شاوخوا کې پیسې ورکوي څو د کار په لټه کې ځانونه ایران ته ورسوي. د تیر میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو د یوه اټکل له مخې په ایران کې د ۱،۵ او دوو میلیونو په منځ کې ناثبت شوي افغان مهاجرین ژوند کوي. د ملګرو ملتونو دغي ادارې ویلي ول چې د حکومتي معلوماتو له مخې بیا په ایران کې یو میلیون نور ثبت شوي مهاجرین میشت دي.

ایران ته د تلونکو کسانو له ډلې څخه زیاتره یې بزګر دي چې په هیواد کې د سختې وچکالۍ او د وسله والو شخړو له کبله له تریخ ژوند سره لاس او ګریوان دي. له دوی څخه یو هم ۳۹ کلن محمد سرور دی چې په ایران کې تر څلورو میاشتو کار کولو وروسته د ایران پولیسو نیولی او بیرته يې افغانستان ته اخراج کړی دی. نوموړي په دې هکله وویل: «په افغانستان کې کارونه نه شته نو له دې امله اړ شوم چې ایران ته د کار له پاره ولاړ شم.»

په هرات کې د مهاجرت د نړیوال سازمان په سیمه ایز دفتر کې چې له ایرانه د بیرته راستانه شوو افغان مهاجرو له کبله تر ډیر کاري فشار لاندې دی، محمد سرور وویل: «که چیرته دلته [په افغانستان] کې پیسې وګټلی شم، زه هیڅکله هم ایران ته نه ځم.»

انځور: Tanha

له دوی څخه ۲۸ کلن عبدالحکیم هم ورته کیسه لري. نوموړي په ایران کې تر یوې میاشتې لټون وروسته کار وموند او د کار د پیل په لومړیو ورځو کې ایراني پولیسو ونیو او بیرته یې افغانستان ته اخراج کړ. نوموړی چې درې ماشومان لري د خپلې کورنۍ د مالي ملاتړ په برخه کې اوس له یوه نامعلوم او سخت برخلیک سره مخامخ دی.

له ایران څخه د بیرته راستانه شوو له ډلې څخه کابو نیمايي یعنې ۳۵۸ زره او ۶۵ تنه یې په خپله خوښه راستانه شوي دي. د دوی د راستنیدو دلیل د کارونو نشتوالی او په ایران کې لږ عاید ترلاسه کول ښوول شوی دی.

په ۲۰۱۵م کال کې د ایران د اټومي پروګرام پر سر له شوي نړیوال توافق څخه د ولسمشر ترمپ د وتلو تر اعلان وروسته، د ایران پولي واحد ریال خپل کابو نیمايي ارزښت بایللی دی. متحده ایالاتو له دغه تړونه تر وتلو وروسته یو ځل بیا پر ایران باندې اقتصادي بندیزونه ولگول چې له کبله یې د دې هیواد اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابیدو پر لوري روان دی.

زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب