1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليایران

له ایرانه د افغان کډوالو د اخراج دویېم پړاو پیل شو

شکیلا ابراهیم خیل ژباړن: امید دیدار
۱۴۰۴ مهر ۱۲, شنبه

د تهران والي له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو د دویېم پړاو د پیل خبر ورکړی. دغې چارواکي ویلی، چې د افغان کډوالو په اخراج سره تهران کې له درېو زرو ډېر درسي ټولګي خالي شوي دي.

له ایرانه د افغان کډوالو د اخراج دویېم پړاو پیل شو
له ایرانه د افغان کډوالو د اخراج دویېم پړاو پیل شوانځور: Mohsen Karimi/AFP

د  ایران  دولتي خبري اژانس «ایرنا» خبر ورکړی، چې د تهران والی محمد صادق معتمدیان وايي، چې د افغان کډوالو د اخراج یا د دوی په ټکو، (طرد اتباع) یا د وګړو د اخراج طرحه به عملي کړي.

دغې ایراني چارواکي دې ټکي ته په اشارې، چې هېڅ هېواد نه غواړي، چې ناقانونه وګړي دې پکې واوسيږي زیاته کړه، چې د افغان کډوالو په اخراج سره تهران کې له درېو زرو ډېر درسي ټولګي وزګار شوي دي. د هغه په وینا، په بېلابېلو سیمو کې د کورونو کرایه هم له ۳۰ تر ۳۵ سلنې کمه شوې ده.

د ایران له لوري د افغانانو اخراج او پر پوله بېړنی حالت

03:02

This browser does not support the video element.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان زیاته کړه:«له همدې اونۍ د وګړو د اخراج دویېم پړاو پیلېږي، تر څو د ناقانونه وګړو مسئله پای ته ورسيږي.»

دغې ایراني چارواکي ويلي، چې له نیمایي ډېر بهرني وګړي په تهران کې اوسېږي. نوموړي زیاته کړې، د روان کال له پیله تر اوسه له ایران څخه یو میلیون او ۴۰۰ زره کډوال اخراج شوي، چې ۴۵۰ زره یې یوازې له تهرانه وو.

اړوند: ايران غواړي ۲ ميليونه نور افغانان اخراج کړي

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج دوام

افغانستان کې د ژمي پیلېدو او پراخې بې وزلۍ سربېره هم، له ایران او  پاکستان څخه د افغان کډوالو اخراج  دوام لري او هره ورځ زرګونه خلک خپل هېواد ته ستنېږي.

افغانستان  کې د طالبانو ادارې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون خبر ورکړی، چې د جمعې په ورځ مجموعآ ۹۶۳ کورنۍ هېواد ته ستنې شوي، چې پکې نیږدې پنخه زره کسان په زور اخراج شوي دي.

اړوند: له ایران او پاکستان څخه د مهاجرو ايستل؛ د خبریالانو د اخراج درولو کمپاین

د دغې کمېسیون د شمېرو له مخې، له ایران څخه هم ۱۴۱ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۷۶۶ کسه کېږي د اسلام کلا او نیمروز له لارې هېواد ته ستنې شوي، په داسې حال کې چې له پاکستان څخه هم ۸۲۲ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۴۱۸۷ کسه کېږي، د سپین بولدک او تورخم له لارې افغانستان ته په زور اخراج شوي دي.

له ایرانه د افغانانو د اخراج لړۍ چټکه شوې

03:40

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل