1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران او پاکستان سرحدي بندر بندیدو ضد اعتراضونه

۱۴۰۳ خرداد ۷, دوشنبه

د ماشکیل سرحد د بندیدو له کبله په سیمه کې د خوراک، څښاک او ورځني استعمال توکي په شدید ډول کم شوي دي. سیمه ایزو خلکو د یوې میاشتې راهیسې د دې پر ضد پرلت وهلی وو، خو اوس یې اعتراضي مارش پیل کړی دی.

© Abdul Ghani Kakar                                                            ارشیف انځور
سیمه ایز خلک شکایت کوي چې سرحدي تجارت د دوی د نفقې پيدا کولو مهمه وسیله وه انځور: Abdul Ghani Kakar

د پاکستان بلوچستان ایالت په رخشان سیمه کې د پاکستان او ایران ترمنځ د سرحدي بندر تړل کيدو پر ضد احتجاج په لړ کې د ایالت مرکز کوئټې پر لور مارش پیل شوی دی.

د سیمه ایزو سوداګرو ترڅنګ ډیر شمیر نور مظاهره کوونکي هم له تیرې یوې میاشتې راهیسې د مازه سر بندر د پرانیستل کیدو په خاطر پرلت وهلی وو او د شنبې ورځې راهیسې یې د خپلو غوښتنو د پوره کیدو له پاره مارش پیل کړی دی.

سیمه ایز خلک به د خپلو ورځنیو اړتیاو وړ توکو د خریدارۍ له پاره له دې سرحد څخه دواړو خواو ته تیریدل، خو اوس د دې سرحد د بندیدو له کبله له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د پاکستاني رسنیو په حواله د سرحد د تړل له کبله د ورځني اړتیا وړ توکو د کمښت ترڅنګ، سیمه ایز خلک شکایت کوي چې سرحدي تجارت د دوی د نفقې پيدا کولو مهمه وسیله وه چې د سرحد د بندیدو له کبله ډیر اغیزمن شوی دی.

مارش د شنبې په ورځ د چاغي ولسوالۍ یکمچه سیمې ته ورسید، چیرې چې د سیمه ایزو خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شو. سیمه ایزو خلکو ویلي وو: «مونږ د دې مارش بشپړ ملاتړ کوو او له خپل مظلوم بلوچ ورونو سره اوږه په اوږه ولاړ یو.»

په دې مارش کې شامل قبایلي مشر جیاند خان، ریکي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د ۲۸ ورځو راهیسې د پرلت سربیره، حکومتي چارواکو د ستونزې د حلولو له پاره هیڅ پاملرنه ونه کړه.

جیاند خان ریکي، وویل چې «اوس مونږ خپلو غوښتنو ته د پام را اړولو په خاطر مجبوره یو چې د کوئټې پر لور مارش وکړو. کوئټې ته له رسیدو وروسته به مونږ د ایالتي شورا مخته پرلت وکړو.»

حاجي میر زاهد علي ریکي، چې د جمعیت علمای اسلام ګوند د رهبرۍ او د ایالتي شورا غړی دی، هم ویلي وو چې د پاکستان-ایران مزه سر سرحد د تړل کيدو پر ضد سیمه ایزو سیاستوالو او د ملکي ټولنې غړو د یوې میاشتې راهیسې پرلت وهلی وو، خو حکومت تر اوسه پورې هیڅ هم ونه کړل.

هغه وویل چې د بندر د بندیدو له کبله د خوراک، څښاک توکو شدید قلت پيدا شوی دی او خلک د اړینو توکو د خریدارۍ په برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي زیاته کړه چې لوړپوړي چارواکي يي د سرحد د بندیدو له کبله د خلکو له ستونزو خبر کړي دي. هغه وویل چې د ماشیکل سیمه ایز خلک د خپلو بچو له پاره د نفقې پیدا کولو په خاطر د سرحدي پولې د پرانیستلو غوښتنه کوي او دوی د مالیې ترڅنګ د ټولو حکومتي مقرراتو د عملي کولو له پاره هم تیار دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب