له بگرام زندان څخه د بنديانو د ليږد بهير پيل سو
۱۳۹۰ بهمن ۱۸, سهشنبهد افغان دولت له خوا د خپرو شوو شمېرو له مخي اوس مهال د بگرام په زندان کي۳۱۰۰ تنه بنديان ساتل کيږي. د دغو بنديانو له ډلي څخه۲۷۰۰تنه ئې طالبان دي.
د افغانستان د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي د بگرام زندان ځيني بنديان د پليچرخي زندان ته استول شوي دي.
په اعلاميه کي راغلي دي چي د افغان بنديانو د ليږد بهير د ولسمشر کرزي له امر سره سم پيل شوی ددئ. پليچرخي زندان د کابل پر ختيځ کي د افغانستان تر ټولو لوی زندان دئ.
په دغه زندان کي اوس هم د طالبانو يو شمير خطرناکه بنديان ساتل کيږي. د افغانستان يو شمير امنيتي ادارې وايي چي په پليچرخي زندان کي بندي طالبان په ځانمرگو بريدونو کي لاس لري.
افغان حکومت په تيرو څو کلونو کي د بگرام بنديانو د ليږد غوښتنه کړې ده او ويلي ئې دي چي هيڅ يو هيواد بايد په افغانستان کي زندان و نه لري.
خو امريکايي چارواکو افغانانو ته د خطرناکو زندانيانو د ليږد په برخه کي تل انديښنه ښوولې ده او ويلي ئې دي چي افغانان لا تر اوسه پوري د دغو زندانيانو د ساتلو ظرفيت نه لري.
د بگرام په زندان کي ډيری هغه کسان ساتل کيږي چي د ايتلافي ځواکونو له خوا د جگړې پر مهال او يا هم د استخبارتي معلوماتو پر اساس نيول سوي دي.
په دې وروستيو کي د افغانستان د اساسي قانون د څار کمېسيون د بگرام زندان په اړه يو رپوټ خپور کړ، چي پکښي په زندان کي ځيني سرغړوني او له بنديانو سره د بد چلند قضيې راغلي دي.
په رپوټ کي ځينو زندانيانو ويلي دي چي ربړول شوي دي او د هغوی د دوسيو د قانوني بررسۍ له پاره ورته شرايط نه وو برابر شوي.
د اساسي قانون د څار کمېسيون همداراز ويلي دي چي هيڅ هيواد بايد په افغانستان کي زندان و نه لري، ځکه چي د کمېسيون په وينا دا په افغانستان کي ملي حاکميت تر سوال لاندي راولي.
حسين سيرت/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل