« له بې امنۍ راغلي مهاجر دي آلمان ته د امن پيغام راوړي»
شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ مرداد ۴, دوشنبه[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه:
انځورونه: د جرمني د انسباخ په موسیقۍ فیستیوال کی بمی چاودنه
د امنیتی چارواکو په حواله د بایرن ایالت په انسباخ کی یوه چاودنه رامنځته سوې چی لږ تر لږ یې ۱۲ کسان ټپیان کړي دي. د بایرن د ایالت داخله وزیر دا خبره له امکانه لیری نه بولی چی نوموړی برید به داسلامپالنی انگیزه ونه لري.
په انسباخ کی چاودنه
د بایرن د داخله وزیر پوآخیم هرمان، په حواله په دغه پیښه کی په خپله ترهگر وژل سوی دی.
د موسیقی په فستیوال کی چاودنه
د نورنبرگ د ښار د پولیسو مشر رومان فرتینگر ویلی چی که دغه پیښه د ډیرو انسانانو په منځ کی رامنځته سوې وای نو پرته له شکه به زیات کسان وژل سوي وای.
انسباخ
دبایرن د ایالت د داخله وزیر په حواله بریدکوونکی د سوریې څخه راغلی ۲۷ کلن مهاجر ؤچی د روانی ناروغۍ له امله تردرملنی لاندی ؤ.
په انسباخ کی چاودنه
د انسباخ د ښار پوځي مامورینو دا خبره تأیید کړې چی د موسیقۍ په فیستیوال کی د حاضرو کسانو څخه کوم بل څوک وژل سوی نه دی.
د انسباخ په ښار کی چاودنه
ددغې چاودنی په نتیجه کی لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپیان سوي چی د درو تنو حالت د اندیښنې وړ دی.
د بایرن داخله وزیر یوآخیم هرمان
د بایرن د داخله وزیر یوآخیم هرمان په حواله نوموړی کس دوه کاله مخکی آلمان ته راغلی او د پناهندگۍ غوښتنه یې کړې وه خو تیر کال یې غوښتنه رد سوې وه.
د موسیقۍ په فیستیوال کی چاودنه
د پولیسو په حواله ددغې پیښې عامل په چاودنه کی وژل سوی دی.
په انسباخ کی چاودنه
د انسباخ په ښار کی هغه میدان چی د موسیقۍ فیستیوال پکښي جوړ سوی ؤ.
د انسباخ په موسیقۍ فیستیوال کی بمی چاودنه
د انسباخ ښارواله کاردا زایدل، په مطبوعاتی کنفرانس کی
په انسباخ کی بمی چاودنه
څه دپاسه ۲۰۰ تنو د پولیسو مامورینو پس له چاودنی د پیښې په ځای کی خپلی پلټنی پیل کړي دي.
په انسباخ کی بمی چاودنه
ا نسباخ د بایرن په ایالت کی دنورنبرگ ښارته نژدې یو کوچنی ښار دی چی د ۴۱ زرو په شاوخواکی نفوس لري.
په انسباخ کی بمی چاودنه
په انسباخ کی تر چاودنی وروسته امنیتی وضیعت.
په انسباخ کی بمی چاودنه
پولیس د بم د څرنگوالي او چاودیدونکي موادوته د مهاجر د لاس رسي په هکله تحقیقات کوي.
په انسباخ کی بمی چاودنه
بریدکوونکي د انسباخ په یوه هوټل کی ژوند کاوه.
په انسباخ کی بمی چاودنه
د انسباخ د ښار میدان ، یوه ورځ پس له بمی چاودنی
په انسباخ کی بمی چاودنه
د پولیسو په حواله بریدکوونکي پرته له بم څخه نور ی اوسپنیزی ټوټې هم په خپله بسته کی درلودې چی دا خبره ددې ښکارندویی کوی چی هغه د موسیقۍ په فیستیوال کی د ډیرو کسانو د وژل کیدو قصد درلود.
په انسباخ کی بمی چاودنه
د انسباخ د ښار د ترهگر په اړه پراخی پلټنی رواني دي.