1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غنی دکومو لارو په طی کولوسره جمهوري ریاست ته ورسید

۱۳۹۸ دی ۲, دوشنبه

په دغه رپوټ کي د محمد اشرف غني د تیرو اوو لسیزو سابقې او مهمو تاریخي وختونو ته یو نظر اچوو. له تحصیل څخه نیولې په امریکا کي تر تدریس او بیا د افغانستان په سیاسي نظام کي یې تر رول پوري.

Schweiz - Afghanistan Konferenz in Genf: Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/D. Balibiouse

۱۹۴۹م کال د فبرورۍ ۱۲مه: د لوگر ولایت په یوه شتمه کورنۍ کي وزیږید.

۱۹۷۳م کال: د انسان پيژندني په برخه کي یې د بیروت په امریکايي پوهنتون کي لیسانس واخیست. اشرف غني د لبنان په بیروت ښار کي د تحصیل پر وخت له رولا غني سره اشنأ او په ۱۹۷۵م کال کي یې ورسره واده وکړ. هغوی یوه لور او یو زوی لري.

۱۹۷۷م کال: افغانستان یې د امريکا متحده ايالاتو په مقصد پریښود او د کولمبیا له پوهنتون څخه یې په۱۹۸۳م کال کي دوکتورا واخيستله.

۱۹۹۱م کال: د انسان پیژندونکي په حیث یې په جهاني بانک کي کار پیل کړ.

۲۰۰۱م کال: د طالبانو د حکومت تر سقوط لږ وروسته اشرف غني د ملگرو ملتونو د مهم مشاور په توگه بیرته افغانستان ته ولاړ او د مؤقت حکومت په جوړولو کي یې ونډه واخیستله.

۲۰۰۴-۲۰۰۲م کلونه: د جمهوررئيس حامد کرزي د حکومت پر وخت د مالیې وزیر وو او له ادري فساد سره یې جدي مبارزه پيل کړه. غني په هغه وخت کي د افغانستان د پولي واحد او مالیاتي سیسټم په برخه کي اصلاحات راوستل.

۲۰۰۹م کال: د جمهوري ریاست د انتخاباتو له پاره کاندید سو.

۲۰۱۰م کال: له ایساف ځواکونو څخه افغان عسکرو ته د مسؤلیت انتقالولو رئیس وټاکل سو.

۲۰۱۴م کال: د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یې بیا ځان کاندید کړ. د هغه د نتایجو اعلان څو میاشتي  وخت ونیو. بلاخره د امريکا متحده ايالاتو په وساطت په افغانستان کي د ملي وحدت حکومت جوړ سو. اشرف غني د حکومت په سر کي او عبدالله عبدالله د هغه د اجرائیه رئیس په توگه تعین سو.

۲۰۱۹ د سپټمبر ۲۸مه: د ۱۳۹۸هجري شمسي کال د میزان د شپږمي انتخاباتو له پاره بیا کاندید سو. د دغو انتخاباتو د نتایجو اعلان په پرله پسې ډول سره شاته ولوید.

۲۰۱۹، د ډسمبر ۲۲ مه: د انتخاباتو کمیسون د جمهوري ریاست د انتخاباتو ابتدايي نتایج اعلان کړه، چي پر اساس یې اشرف غني ۵۰،۶۴ رايي په لاس راوړې او مخکښ اعلان سو. عبدالله عبدالله د ۳۹،۵۲ رایو په تر لاسه کولو سره په دوهم مقام کي راغئ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل