1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ترمپ سره د فاکس نيوز جنجالي مرکه

۱۳۹۹ تیر ۳۰, دوشنبه

يوه مرکه او درې مهمې موضوع ګانې: د کرونا بحران، په انتخاباتو کې د ماتې احتمال، پولیسي تاوتریخوالی او توکم پالنه. تر سره شوې نظر پوښتني ښيي چې ترمپ له خپل سیال څخه اته سلنه شاته دی، خو ترمپ وايي باوري دی چې بریالی به شي.

USA | Washington | Donald Trump während einer Fernsehaufzeichnung mit dem US-Sender Fox News im Lincoln Memorial
انځور: picture-alliance/dpa/AP/E. Vucci

له فاکس نيوز تلويزيون سره د دونالد ترمپ مرکه، د هغه لومړنۍ جنجالي مرکه نه ده، خو د پوښتنو اهميت ته يې په کتو، دا د هغه د تيرې يوې مياشتې په جريان کې يوه تر ټولو مهمه مرکه ده.

فاکس نيوز تلويزيون د يکشنبې ورځې په ماښام (د جولای ۱۹مه) د «فاکس نيوز سنډې» خپرونه چې تر ټولو ډير ليدونکي لري پيل کړه. د خپرونې کوربه د امريکا نوموتی خبریال، کريس والاس او د دې اوونۍ مېلمه ېې دونالد ترمپ وو.

په مرکه کې پر درو موضوع ګانو پوښتنې وشوې: د کرونا بحران، په نوامبر مياشت کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ارزونه او د توکمپالنې موضوع.

ترمپ په دغې مرکه کې هم د مخکې په څير داسې ادعاوي او څرګندونې وکړې چې د هغو د اثبات له پاره يې دلايل او شواهد نه درلودل. خو کريس والاس، د فاکس نيوز د دوستانه پالیسۍ خلاف، ترمپ څو ځله په خپلو پوښتنو سره له ستونزي سره مخ کړ.

د کرونا بحران

ترمپ د کرونا د مديريت په اړه يو ځل بیا ادعا وکړه چې د امريکا حکومت په دې برخه کې تر ټولو ښه عمل کړی او دغه هيواد د نړۍ په سطحه د کرونا ناروغۍ له امله د مړينې تر ټولو ټيټ شمير لري.

انځور: AFP/J. Watson

خو کريس والاس د ترمپ د دغې ادعا پر وړاندې غبرګون وښود او وويل: »نه صاحب! دا حقیقت نه لري.« د خپرونې کوربه وويل چې امريکا يو له هغو هيوادونو څخه دی چې د کرونا ناروغۍ تر ټولو ډير اخته کسان او د مړينې لوړ شمير يې لري.

د «نيويارک ټايمز» له خوا د خپور شوي خبر پر اساس، امريکا متحده ايالات د هغو اوو هیوادونو له ډلې څخه یو دی چې د کرونا ويروس د خپريدو له امله تر ټولو ډير قربانيان لري. د خپرونې چلونکي په اروپا کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړينې ټيټو ارقامو ته اشاره وکړه او له ترمپ څخه يې د هغې علت وپوښت.

ترمپ په ځواب کې وويل چې ښايي علت به يې دا وي چې «په اروپا کې په کافي اندازه د کرونا تيستونه ترسره نه شي.»

کله به چې د امريکا ولسمشر، د والاس پوښتنو ته مناسب ځواب نه درلود، نو يو ځل بيا به ېې له چين څخه يادونه وکړه: «دغه ويروس له چين څخه راځي. هغوی نه بايد د ويروس د خپريدو اجازه ورکړې وی.»

ترمپ يو ځل بيا د روغتيا نړيوال سازمان او کرونا سره د سپينې ماڼۍ د مبارزې له سلاکار، آنتوني فاوچي، تيروتنو ته اشاره وکړه او وې ويل چې يوه ورځ به داسې وخت راشي چې نور د دغه ويروس کيسه پای ته رسيدلي وي. ترمپ زياته کړه: «هغه وخت به ټول متوجه شي چې زه په حقه وم.»

په انتخاباتو کې د ماتې احتمال

کريس والاس د مرکې پر مهال، د امريکا راتلونکې انتخاباتو په اړه تر سره شوو نظرسنجيو ته اشاره وکړه چې په هغو کې ترمپ له خپل سيال جو بايډن څخه وروسته پاتې ده. له ترمپ څخه يې وپوښتل چې د ماتې په صورت کې به د انتخاباتو پايلې ومنئ؟

ترمپ د دغې پوښتنې په ځواب کې وويل: »اول خو دا چې زه په انتخاباتو کې ماتې نه خورم.« او بيا يې ادعا وکړه چې ترسره شوې نظر پوښتني واقعي نه دي.

د امريکا ولسمشر زياته کړه: »په ۲۰۱۶م کال کې هم دا ډول نظر پوښتني ترسره شوې وې. خو د دا ځل په نظرسنجيو کې درغلۍ، د هغه وخت په پرتله ډيره ده.«

ترمپ په انتخاباتو کې د درغليو له احتمال څخه خبره وکړه او وې ويل چې ديموکراټان په حاضر وخت کې په داسې صحنو جوړولو بوخت دي چې له مخې يې، خلکو ته په انتخاباتو کې زما ناکامي ور وښيي.

انځور: AFP/J. Watson

ترمپ دغه راز يو ځل بيا ادعا وکړه چې جو بايډن د ديموکرات ګوند سره د پولیسو د منحل کيدو تصمیم نيولی دی، خو دغه موضوع د خپرونې کوربه کريس والاس رد کړه. د «فاکس نيوز سنډې» خپرونې چلونکي وويل چې د ديموکراتانو د ګوند په اسنادو کې دا ډول کوم شی نه دی ذکر شوی.

پولیسي تاوتريخوالی او توکم پالنه

 

دونالد ترمپ يو ځل بيا د امريکا د کنفدراسيون بيرغ دفاع وکړه او ادعا يې وکړه چې دغه بیرغ له توکمپالنې سره هيڅ تړاو نه لري.

ياد بیرغ د امريکا په داخلي جګړو کې د امريکا د يوولسو سويلي ايالتونو بیرغ دی. له دغه بیرغ څخه د بردګۍ د سمبول په توګه يادونه کيږي. خو ترمپ سربيره پر دې د دغه بیرغ د استفادې د منع له پاره کوم دليل نه ويني.

ترمپ له فاکس نيوز تلويزيون سره په دغې جنجالي مرکه کې وويل چې دغه بیرغ د امریکا د سويلی ايالتونو د غرور نښه ده.

د امريکا په سويلي ایالتونو کې د ترمپ پلويان هم د خپلو مراسمو پر وخت له دغه بیرغ څخه استفاده کوي. ترمپ يې په اړه وويل: »موږ نه شو کولای پر خپل ټول تاريخ باندې خط راکش کړو. موږ نه بايد هير کړو چې د امريکا شمال او لويديځ له يو بل سره جنګيدلي دي. موږ بايد دغه موضوع هيره نه کړو. له دې پرته، به يو ځل بيا جګړه رامنځ ته شي.»

دونالد ترمپ، په ترسره شوو نظر پوښتنو کې له خپل سيال، جو بايډن څخه اته سلنه شاته لويدلی دی.

دويچه وله ف/ م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب