له ترکيې سره په خبرو اترو کي نوی حرکت
۱۳۹۱ اسفند ۶, یکشنبهمېرکل په خپل اوونيز ويډيويي پيغام کې وويل چې دا لا په اروپايي ټولنه کې د ترکيې غړيتوب ته د شک په سترګه ګوري. خو بيا هم هغه وايي چې د غړيتوب پر سر خبري اتري بايد، پرته له دې چې پايله يې معلومه وي، دوام ومومي.
د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند مشري دغه راز د دغه بهير د ګړندي کېدو هيله څرګنده کړه ځکه چې هغه ټکنی شوی وو.
مېرکل وړانديز وکړچې د ۳۵ موضوعګانو څخه يوه بله موضوع دې مطرح شي. تر اوسه پورې پر ۱۳ موضوعګانو باندي خبري روانې دي چې يوازي د علومو او څېړنو موضوع بشپړه شوې هم ده. مېرکل وويل:
«زه دا غواړم چې موږ په دغو مذاکراتو کې يو نوی باب پرانيزو د دې له پاره چې پر مخ لاړ شو. زه فکر کوم چې د خپل سفر په ترڅ کې به د ترکيې له حکومت سره هم پر دې باندي خبرې وکړم.»
د اروپايي ټولنې غړيو هېوادونو فرانسې او قبرس د نورو موضوعګانو د مطرح کولو خبره رد کړې وه. خو فرانسې بالاخبره د سيمه ييز سياست د موضوع د مطرح کولو پر وړاندي خپل مخالفت پرې ايښی وو.
د ترکيې لوموړي وزير، رجب طيب اردوغان په استانبول کې ژورناليستانو ته وويل چې په تېرو دوو نيمو کلونو کې اصلي پرمختګونه نه دي شوي. اردوغان هيله څرګنده کړه چې د فرانسې نوی دريځ او د مېرکل وروستۍ څرګندوني به د ۲۰۱۳ کال په لومړۍ نيمايي کې چې آيرلنډ يې په ترڅ کې د اروپايي ټولنې د شورا مشري پرغاړه لري، ښې پايلې ولري. ده زياته کړه:
«اوس په فرانسه او آلمان کې بدلونونه راغلي دي. د لومړۍ وزيري مېرکل تر مثبتو څرګندونو وروسته اوس د پرمختګ په هيله کې يو، په داسې حال کې چې آيرلنډ د شورا مشري پر غاړه لري.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، ګيدو وېسرويله هم له ۲۰۰۵ کال راهيسې د روانو خبرو اترو ګړنديتوب وغوښت: «که موږ پام ونه کړو هغه وخت به راورسيږي چې اروپا به ترکيې ته زياته لېوالتيا ولري نسبت ترکيه و اروپا ته.»
دغه خبره د ليبرال ديموکرات ګوند سياستوال د «پاساور نوې پرېسه» په نوم ورځپاڼې ته وکړه. خو په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړيتوب خبره نن نه، بلکې د بهير په بشپړېدو سره مطرح کيږي. وېسترويله وويل چې دی له خپلو ځينو اروپايي ملګرو سره دې ته کار کوي چې «د اوس تړل شويو موضوعګانو پر سر خبرې اترې د کال په لومړۍ نيمايي کې پيل شي.»
د مسيحي ديموکرات ګوند له ليکو څخه هم د ګوند پر اوسني دريځ باندې نيوکې وشوې چې ويل يې ترکيې ته دې غړيتوب نه، بلکې يوه «ممتازه همکاري» وړاندې شي. د آلمان پارلمان د بهرني پلاوي مشر، روپرت پولنڅ د «برلينر څايتونګ» ورځپاڼې ته وويل چې د ګوند ډېری غړي پوهيږي چې دغه اصطلاح زړه شوې ده. ده وويل چې سړی بايد د دې انتظار ولري چې په پايله کې ښايي ترکيه د اروپايي ټولنې غړيتوب تر لاسه کړي.
د مېرکل سفر د اناتوليا په ختيځ کې پروت په قهرمان مراس کې د آلمان د «پاتريوت توغنديو» په ليدنې سره شروع کيږي. لومړۍ وزيره په دې ترتيب د آلمان د دفاع وزير، توماس دې ميزير پر پله پل ږدي چې د شنبې په ورځ يې له دغو قطعاتو څخه ليدنه کړې وه.
دې ميزير يو ځل بيا د دغه ماموريت پر دفاعي بڼه ټينګار کړی و او ويلي يې ول چې دا ماموريت د ناټو د پيوستون په ترڅ کې تر سره شوی دی. ماموريت به د هغه په خبره تر هغه وخته پورې دوام ولري چې اړتيا ورته ليدل کيږي.