1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ترکیې څخه لمړنۍ اخراج سوې کورنۍ برلین ته ورسیدله

۱۳۹۸ آبان ۲۴, جمعه

ترکیه له همدې اوونۍ څخه د داعش اروپايي شکمن غړي خپلو اصلي هیوادونو ته اخراجوي. په دې سلسله کي لمړنۍ اخراج سوی فامیل برلین ته ورسیدی. د داعش نور پلویان به هم اخراج سي.

Deutschland Berlin Rückführung IS Häftlinge
انځور: Reuters/F. Bensch

کله چي په همدې اوونۍ اوه نفره المانی-عراقی  فامیل د جرمني د پایتخت برلین - ټیگل هوايي میدان ته ورسیدی، مستقیمأ د پولیسو په موټر کي انتقال سو. ویل کیږي، چي د نیدرساکسن ایالت د هیلدسهایم ښار دغه کورنۍ سلفیانو ته نژدې ده.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت هغه د «خارجي ترهگري جنگیالیو» په کټه گوري کي شامله کړې ده. خو په جرمني کي داسلام پاله فعالیتونو په دلیل د فامیل پر غړو باندي د نیولو امر وجود نه لري. مگر کیدلای سي، د فامیل پر پلار باندي د داسي جرم پراساس اقامهء دعوی وسي، چي د اسلام پاله فعالیتونو سره هیڅ ارتباط نه لري.

دغه فامیل چي اصلأ عراقی دی، د الماني مقاماتو په حواله بې له پلار څخه یې نور ټوله الماني تابعیت لري. داچي د دغه فامیل په اړه به څه کیږي، تر اوسه پوري معلومات نه سته.

انځور: AFP

نور اخراجونه هم پلان سوي

ویل کیږي ، چي نن جمعه (د اکتوبر پر ۱۵ مه نیټه) به د داعش نور پلویان هم له ترکیې څخه خپلو اصلي اروپايي هیوادونو ته  اخراج سي. په دې سلسله کي به دوې المانۍ ښځي هم جرمني ته اخراج سي، چي میړونه یې د داعش غړي وه. ویل کیږي، چي یوه یې په ۱۹۹۸ م کال کي زیږیدلې او په سوریه کي د کردانو تر کنترول لاندي «الهول» محبس څخه پر تیښتي باندي بریالۍ سوې وه. وروسته بیا ترکیې ته ولاړه او هلته بندي سوه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل