«له جرمني جوابېدونکي افغان مهاجر پخپله ملامت دي»
ش.ن۱۳۹۵ شهریور ۲۹, دوشنبه[No title]
اروپا ته مهاجرت
که غواړئ آلماني ژبه زده کړئ نو دا کارونه وکړئ
د یوې نوې ژبې زده کول اسانه کار نه دی. د دې له پاره چې تاسو ژر آلماني ژبه زده کړای شئ، دغه کارونه له تاسو سره مرسته کولی شي.
هر څه چې مو زده وي، و یې کاروئ
په یوې نوې ژبې خبرې کول ستونزمن کار دی ځکه یو کس باید هغه څه چې تازه زده کړي وکاروي. له دې کبله که داسې څوک چې له تاسو سره په آلماني ژبه خبرې وکړي نه وي، نو تاسو باید به خپله ډیر تمرین وکړئ.
د کور په توکو مو په آلماني ژبه د هغوی نومونه ولیکئ
پر وړوکو کاغذونو باندې د هر هغه څه نومونه ولیکئ چې تاسو ترې هر ورځ کار اخلئ. دغه نومونه بیا پر دغو توکو باندې وچسپوئ. دا د ورځې په جریان کې د نویو کلمو د یادولو ښه لار ده. د دغو نومو جمع حالت په آلماني ژبه کې له هغوی سره کاریدونکي ارتیکل هم ولیکئ.
د ماشومانو له پاره لیکل شوي کتابونه په آلماني ژبه ولولئ
د ماشومانو له باره لیکل شوي کتابونه په ساده ژبې وي او ورسره انځورونه هم موجود وي. له همدې کبله دا کتابونه له هغو کسانو سره مرسته کوي چې غواړي تازه آلماني ژبه زده کړي. د ماشومانو له پاره ځیني کتابونه آن په دوو ژبو لیکل شوي وي.
د خپل د خریداري لیست په آلماني ژبه ولیکئ
په آلماني ژبه کې د هغو لغتونو زده کول چې هر ورځ پکاریږي ډیر مهم دي. هڅه وکړئ چې خپل د خریداري لیست او نور یادښتونه په آلماني ژبه ولیکئ. دا کار ښايي یو څه ډیر وخت ونیسي، خو د ژبې له زده کولو سره ډیره مرسته کوي.
له پلورونکو سره په آلمان ژبه خبرې وکړئ
کله جې بازار ته ځئ هڅه وکړئ چې خپل آلماني لغتونه وکاروئ.
تر هغه مه په تمه کیږي چې آلماني ژبه مو په بشپړه توګه زده وي
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې خلک ستاسو په خبرو پوه شي. دا په دې معنی نه ده چې ستاسو هره جمله دې په بشپړه توګه سمه وي. که تاسو په یوې جملې ګرامری غلطي وکړئ دا کومه لویه ستونزه نه ده.
آلماني راډیو ته غږ شئ
کله چې تاسو تازه آلماني ژبه زده کوي ښايي دا ستونزمن کار وي چې تاسو په آلماني ژبه د راډیو په پروګرامونو پوه شئ. خو که تاسو ډیره راډیو واورئ، نو تاسو له آلماني ژبې سره لا ډیر اشنا کیدای شئ.
داسې یو کس وموندئ چې تاسو ته آلمان ژبه زده کړي
تاسو کولای شئ داسي آلمانیان وموندي چې غواړي تاسو ته آلماني ژبه زده کړي او له تاسو خپله ژبه یاده کړي. له دې کار سره تاسو کولای شي له دغه کس سره مرسته وکړئ او په بدل کې مرسته ترلاسه کړئ.
د پخلي پر مهال له آلماني ژبې کار واخلئ
د دې له پاره چې تاسو د خوراکي توکو نومونه زده کړئ، د پخولو پر مهال د هغوی نومونه هم زده کړئ.
هغه کتابونه چې تاسو پیژنئ په آلماني ژبه ولولئ
هغه کتاب چې ستاسو خوښ وي په آلماني ژبه وموندئ او بیا یې ولولئ. دا چې دغه کتاب تاسو پخوا په یوې بلې ژبې لوستئ دی نو له تاسو سره مرسته کوي چې په آلماني ژبه هم له هغه څخه خوند واخلئ او نوي لغات زده کړئ.
آلماني سندرې واورئ او زده یې کړئ
مویزیک د یوې ژبې د زده کولو ډیره ښه لار ده. تاسو له دې سره هم سندرې اوریدای شئ او هم کولای شئ چې نوي لغات او جملې زده کړئ.
فلمونه او یا تلویزیوني پروګرامونه په آلماني ژبه ووینئ
دا د آلماني ژبې د زده کړې او تفریح د سره یوځای کولو یوه ښه لار ده. په آلماني ژبه ډیر ښه فلمونه او تلویزیوني پروګرامونه شته چې تاسو آن کولای شئ هغه له انګلیسي لیکلي متن سره ووینئ.