1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني څخه افغانستان ته د مهاجرو بل ډله ايز اخراج

۱۳۹۷ آذر ۱۲, دوشنبه

په افغانستان کي پر خراب امنيتي وضعيت سربيره بيا هم پتېيل سوې ده چي د سه شنبې په ورځ يوه بله ډله افغان مهاجر له جرمني څخه افغانستان ته اخراج سي.

Deutschland Flughafen Frankfurt am Main
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د جرمني خبري آژانس، د دغه هيواد د بايرن ايالت د مهاجرو شورا د معلوماتو له مخي راپور ورکړی دئ چي پتېيل سوې ده چي د سه شنبې په ورځ له فرانکفورت هوايي ډگر څخه يوه ډله افغان مهاجر کابل ته اخراج سي.

افغان چارواکو تائيد کړې ده چي د چهارشنبې په ورځ به يوه ډله افغان مهاجر د کابل نړيوال هوايي ډگر ته ور ورسيږي.

د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتي راهيسي تر اوسه پوري په ۱۸ پروازونو کي نژدې ۴۲۵ افغان مهاجر کابل ته اخراج سوي دي.

له جرمني څخه د افغان مهاجرو د اخراج موضوع ډيره جنجالي ده، ځکه په افغانستان کي د افراطي طالبانو او ترهگري ډلي داعش پرضد جگړه پراختيا مومي.

د پوځي معلوماتو له مخي افغان حکومت د خپل هيواد تر نيمايي لږ ډيره برخه باندي کنترول لري او د ۳۰ سلنه کنترول پر سره جگړه روانه ده.

 

زموږ له ارشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب