«له جنسي تېري د مهاجر ماشومانو د ساتنې قوانين په کار دي»
۱۳۹۵ مهر ۸, پنجشنبه
د آلمان ځانګړی مامور يوهانس ويلهلم ريورينګ وايي چي د مهاجر ماشومانو څخه د سوء استفادې ضد اصول بايد همږغي سي. رورينګ وايي چي په مهاجر کمپونو کي د ماشومانو د ساتنې اصول يو شان نه دي.
انځور: Fotolia/Gina Sanders
اعلان
د سوء استفادې پر ضد مبارزې له پاره د آلمان د حکومت ځانګړي مامور يوهانس ويلهلم ريورينګ په مهاجر کمپونو کي د اصولو د همږغي کولو غوښتنه کړې ده. دغه آلماني مامور ويلي دي چي په مهاجر کمپونو کي د ماشومانو د زهيرونې او د هغوی څخه د سوء استفادې د مخنيوي له پاره اصول همږغي نه دي. هغه وويل: «دمګړی دغه موضوع د قسمت سره تړلې ده چي ايا کوم يو مشخص کس يا ماشومان په کمپونو کي خوندي دي که نه.»
ريورينګ د مهاجر ماشومانو څخه د سوء استفادې پر ضد د اصولو په تړاو د آلمان خبري آژانس سره خبري کړي دي. نوموړي زياته کړې: «موږ مکلفو اصولو ته اړتيا لرو او داوطلبي کفايت نه کوي.» دغه چارواکي ويلي چي د ماشومانو وضعه په «رشتيا چي خطرناکه» ده.
په آلمان کي له مهاجر ماشومانو څخه د سوء استفادې يا ناوړه ګټه اخيستنې په تړاو شمېرې وجود نه لري. دغه موضوع هغه وخت د زياتي توجه وړ وګرځېده، چي ادعا وسوه په برلين کي په يو مهاجر کمپ کي يوه شپږ کلنه ماشومه د يو بل مهاجر له خوا د ناوړه ګټې قرباني سوې ده.
د دغې ماشومې انجلۍ عراقي پلار د سه شنبې په ورځ د آلماني پوليسو له خوا په ډزو ووژل سو. دا هغه وخت کله چي د احتمالي قربانينجلۍ پلار هڅه وکړه چي پر شکمن پاکستاني د چړې وار وکړي.
اوس د سوء استفادې ضد ځانګړي آلماني مامور ريورينګ په مهاجر کمپونو کي د جنسي تېريو څخه د مهاجر ماشومانو د ژغورنې په مقصد د حد اقل سټانډارډونو غوښتنه کړې ده. هغه غوښتي دي چي په اصولي توګه بايد يوازي مېندي له خپلو ماشومانو سره په داسي ځايونو کي وساتل سي چي د نورو نارينه ؤ مهاجرو سره کډ ځای نه وي.
ريورينګ د دې تر څنګ د مهاجر ماشومانو له پاره د ساعت تېري او وزګار وخت تېرولو په مقصد د مسلکي کسانو د مؤظفولو غوښتنه وکړه. د هغه په وينا يو شمېر د مهاجر کمپونو مسئول شرکتونو تر مخه لا په دې تړاو اقدامات کړي دي. هغه وويل: «هغه نور چي دغه موضوع ورته مهمه نه ده، هغه دغه کار نه کوي.» ريورينګ وويل چي اوس په دې تړاو بايد د آلمان مرکزي حکومت او په همدې شان د فدرالي ايالتونو حکومت ځانګړی قانون جوړ کړي. د هغه په وينا تر اوسه د دغه قانون مسوده نه ده موجوده.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيفه يو انځوريز البوم:
د عراق د ماشومانو په څیرو کې د جگړې نخښې
د عراق د ماشومانو د بې وزلۍ او ناهيلي توب په هکله کیدای شي ډیر څه ولیکل شي. خو کله نا کله یو انځور داسې یو حکایت بیانوي چې په کلام کې نه شي رانغښتل کیدای.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Reboredo
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
په سنجار کې د ایزدي ښځو انځور. یوه عراقۍ پیشمرگه، له هغوی سره خبري کوي. په زرونو ایزدي میرمنو له داعش څخه د خپل ځان ژغورولو له پاره خپل کور او هر څه پریښي دي او دښتو ته یې پناه وړې ده. انځور د رویټرز، دی چې د ۲۰۱۴م کال په اگست میاشتې کې اخیستل شوی دی.
انځور: Reuters
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
په عراق کې ډیر شمیر ښوونځي رخصت کړی شوي دي. ډیر شمیر ډلو د عراقي ماشومانو د سواد د زده کړې او مرستو هوډ کړی. په انځور کې په بغداد کې عراق ماشومان ښکاري چې د کتاب قلم او نورې مرستې یې ترلاسه کړي دي. انځور د ۲۰۱۵م کال دی.
انځور: Qussay Kamel
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
د موصل ماشومان. انځور د دویچله د خبریال دی او د ۲۰۱۵م کال په جون کې اخیستل شوی دی.
انځور: DW/A. al Qaisi
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
د عراق په شمال کې د پناه غوښتونکو یو کمپ. دوی د داعش، له لوري دغه ځای ته راکډه شوي دي. عکس د رویټرز خبري آژانس دی او د ۲۰۱۶م کال د جون په ۱۷ اخیستل شوی دی.