1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جګړو ستړي؛ د دوو ولسواليو اوسیدونکي د سنګر پرځای پل جوړوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۲, دوشنبه

د زابل ولایت د خاک افغان او د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسیدونکي د کلونو جګړو وروسته، اوس د بیارغونې او ټولنیزو ستونزو د حل له پاره همکاري کوي. هغوی اوس د سنګر پر ځای د يو بل له پاره پل جوړوي.

Afghanistan Wiederaufbau Khaki-e-Afghan-Distrikt
انځور: Farhad Akhlasi

 وحیدالله د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ د دو آبي کلي اوسیدونکی دی. نوموړي ساعتونو پیاده مزل کړی څو د خپل کلي لوړې سیمې ته ځان ورسوي او له دویچه ویلې سره خبرې وکړي. ځکه چې د دوی په کلي کې مخابراتي خدماتو ته لاسرسی شتون نه لري. خو د وحیدالله او د کلي نورو اوسیدونکو له پاره تر دې نورې اساسې ستونزې هم موجودې دي: روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسی.

وحیدالله په خپل کلي کې د روغتيايي خدماتو د نشتوالي ترخې خاطرې لري: «څه وخت مخکې زموږ په کلي کې يوه ښځه ناروغه شوه. موږ غوښتل هغه ډاکټر ته ورسوو خو د پله د نشتوالي له کبله هغه هملته مړه شوه.» د سيمې دغه اوسیدونکی وايي په «لسونو» داسې موارد موجود دي چې د کلي اوسیدونکي د پله د نشتوالي له کبله نه دي توانيدلي چې خپل ناروغان روغتون ته ورسوي. خو اوس د خاک افغان او جاغوري ولسواليو اوسیدونکو له یو بل سره لاسونه ورکړي تر څو د دغې ستونزې د حل له پاره پل ورغوي.

د دوستۍ پل

د ارغنداب سیند، د زابل خاک جبار او د غزني جاغوری ولسوالۍ سره بيلې کړي دي. د جاغوري ولسوالۍ روغتيايي مرکزونه، د خاک جبار ولسوالۍ ناروغانو د درملنې له پاره تر ټولو نژدې ځایونه دي. خو پر ارغنداب سيند د پله د نشتوالي له کبله، دغو مرکزونو ته د ناروغانو رسول ناممکنه دي. له بل لوري د دغه ځای کلي د زابل ولایت تر روغتيايي مرکزونو هم ډیره فاصله لري او په عمل کې هلته د عاجلو ناروغانو رسول ناممکنه دی.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې د دغه پله د جوړولو له پاره انجنیر او مسلکي کارګرانو ته اړتیا وه چې په خاک جبار ولسوالۍ کې موجود ول. له همدې کبله هغوی د جاغوري ولسوالۍ له «وروڼو» د مرستې غوښتونکي شول، ځکه دغه ولسوالۍ د سیمیزو پلونو په رغولو کې په کافي اندازه تجربه لري. وحیدالله وویل: «موږ ډير خوښ یو چې دلته یو پل جوړيږي. د جاغوري ولسوالۍ خلکو موږ سره مرسته وکړه، خدای دې له هغوی سره مرسته وکړي.»

قومي مشران او فعالان د دغې پروژې په مخته وړلو کې مهم رول لريانځور: Farhad Akhlasi

د سیمې د اوسیدونکو په خبره، د دغه پله د رغولو کار پیل شوی او شاوخوا ۴۰ سلنه مخته تللی دی. سیمه ایزو يوټيوپرانو د پله د جوړولو له کاره ويډيوګانې اخیستي هغه ېې پر انټرنيټ خپرې کړي او په اروپا، امریکا او استرالیا کې ېې له میشتو افغان مهاجرو د مرستې غوښتنه کړې ده. د افغان مهاجرو او ځینو سوداګرو نغدي مرستې سبب شوي چې د پله د رغولو چارې مخته ولاړې شي.

له بل لوري د دغه پله په جوړیدو سره، د خاک افغان ولسوالۍ د اوسیدونکو له پاره د زدکړي امکانات هم برابریږي. د شاوخوا کلیو اوسیدونکي وايي چې حاضر وخت په دغو کلیو کې هيڅ ښوونځی فعال نه دی او د هغوی ماشومان د تایلوم کلي ښوونځي ته ځی چې په جاغوري ولسوالۍ کې موقعیت لري.

کوچنۍ پروژه د لوی پیغام سره

کومه سیمه چې اوس په کې پل جوړيږي، په تیرو شلو کلونو کې وخت ناوخت د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو شاهده وه. ۷۴ کلن ښوونکي، خادم علي دویچه ویله ته وويل چې د لومړي ځل له پاره خاک جبار ولسوالۍ ته تللی دی. ځکه مخکې د جګړې او ناامنۍ له کبله دغې سیمې ته تګ امکان نه درولود.

ښاغلي نادر وویل: «د جاغوري اوسیدونکو د ګاونډيتوب د ښه مسئوليت په درک سره، هڅه کوي تر څو د خاک جبار ولسوالۍ اوسیدونکو سره هم مرسته وکړي، تر څو جګړه او فتنه له منځه ولاړه او پر ځای يې د دواړو ولسوالیو اوسیدونکي د یو بل ترمنځ د ورورولۍ ښې اړيکي ولري.

مدني فعال، فرهاد اخلاصي، چې د دغه پله په رغولو کې فعال رول لري دویچه ویله ته وويل چې په تیرو څلويښتو کلونو د دغو دوو ولسواليو اوسیدونکو د جګړو او لانجو له امله په خپلو کې «ښې» اړيکې نه درولودې او څومره ېې چې کولی شول يو بل سره ېې جګړې وګړې او زیانونه يې واړول. هغه وايي، خو اوس په پام کې ده چې د دوستۍ پل جوړیدل د جګړې او تاوتریخوالي دود ته د پای ټکی کيږدي او د دواړو قومونو تر منځ د دوستۍ ور پرانیزي.

د دواړو کلیو اوسیدونکي د پله د رغولو چارو په اړه خپلو کې سلا مشورې کويانځور: Farhad Akhlasi

اخلاصي وويل چې د دغه پله جوړول «د دغو دوو ولسواليو د اوسیدونکو لومړنۍ ګډه کاري تجربه ده.»

د دغو دوو ولسواليو اوسیدونکي وايي، په حاضر وخت کې د دواړو ولسواليو د اوسیدونکو تر منځ «هيڅ ستونزه» نشته، ځکه چې د دوستۍ پل د خبرو اترو امکان برابر کړی او هره ستونزه چې موجوده وي ډير ژر حل کیږي. اخلاصي وويل: «د دواړو ولسوالیو اوسیدونکي هڅه کوي چې د ستونزو په حل کې له يو بله وار ړومبی کړي.» هغه زیاته کړه: «اوس د دواړو ولسوالیو اوسیدونکي د يو بل د خوښۍ او غم په مراسمو کې ګډون کوي.»

دغه پل ۱۵ متره اږدوالی، ۵ متره سور او د اوبو له سطحې ۱۰ متره لوړوالی لري.

ښاغلي اخلاصی وويل که څه هم په ابتدا کې د دغه پل د جوړولو له پاره چندان مالي ملاتړ موجود نه وو، خو د کار په پرمختګ سره «موږ دومره مرستې ترلاسه کړې چې اصلا مو باور نه کیده. خلک په دومره اندازه علاقمند دي.» د اخلاصي په خبره، د دغه پله د بشپړولو له پاره هم د جاغوري خلکو او هم له ټول افغانستان څخه پښتنو همکاري کړې ده.

وحیدالله هم ټینګار کوي چې د کلونو جګړو نتیجه د دغو کلیو له پاره یوازې فقر او محرومیت وو او اوس د دې وخت دی چې ټول د بیارغونې له پاره کار وکړي: «تاسو وګورئ دنيا چیرته رسېدلې او موږ چیرته يو. نورو دومره پرمختګ کړی چې موږ يې فکر نه شو کولی، خو موږ لا تر اوسه، ښوونځي، کلینک او پل نه لرو.»

حسین سیرت/م.ک.ص./ب.ص.