له حلب ښاره په زرونو انسانان تښتېدلي
۱۳۹۴ بهمن ۲۲, پنجشنبهنړيوال سازمان سره صليب د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبروري ۱۰مه) اعلان کړی چي پر حلب ښار باندي د بشاراسد ځواکونو د يرغل او روسۍ الوتکو د بمباريو له کبله ۵۰ زره سوريايان د ترکيې د سرحد پر لور تښتېدلي دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخي په حلب ښار کي وضعيت شېبه په شېبه نور هم خرابيږي.
سره صليب په خپل نوي رپوټ کي ويلي دي چي د نړېدلو ودانيو په پايله کي ډېر انسانان د خوراکي موادو او څښاک اوبو له کمښت سره مخامخ دي. دغه سازمان توانېدلی دئ چي ۱۰ زرو کسانو ته خوراکي مواد او اوبه برابري کړي.
بله خوا بیا د ترکيې چارواکو ويلي دي چي که د بشاراسد ځواکونو عمليات او روسيې د هوايي ځواک بمبارۍ په دغه ښار کي پر وسله والو باندي دوام وکړي کيدای سي له دغه ښاره د مهاجرو شمېر تر یو ميليونه پوري ورسيږي.
نژدې دوه کاله کيږي چي پر حلب ښار باندي د سوريې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ جنگ روان دئ. حلب ښار په سوريه کي تر کورنۍ جگړې دمخه ۲ ميليونه نفوس لاره او د دغه هیواد سوداگريزه پلازمېنه بلل کېده. حلب په منځني ختيځ کي يو له ترټولو زړو ښارونو څخه دئ او اوس د جگړې په ډگر بدل سوی دئ.
د دغي جگړې يو اړخ د بشاراسد ځواکونه دي چي ايران او روسيه ئې ملاتړ کوي او بل اړخ ئې وسله والي ډلي دي چي لوېديځ ئې ملاتړ کوي.