د سوریې له ختیځ غوطه سیمې څخه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د مارچ ۳۰مه) په سلونو جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړو وځي. د لندن میشته بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په حواله په سلونو کسان به د سرویسونو په واسطه ادلیب ته ولیږدول شي. د سوريې د دولتي خبري آژانس سنا، د خبر له مخې له يوې اوونۍ راهیسې له سیمې څخه د خلکو د راایستلو د لړۍ د پیلیدو په ترڅ کې ۳۱۸۹۰ کسان د ختیځ غوطه له سویلي برخې څخه وتلي دي، کومه چې فلیق الرحمن، په نوم تندلارې ډلې له لوري کنترولیږي.
د روان ميلادي کال د فبرورۍ میاشتې په نيمايي کې د سوریې پوځ چې د روسي ځواکونو هوایي ملاتړ ورسره وو پر ختيځ غوطه ستر پوځي عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو په ترڅ کې د سوريي حکومتي ځواکونو د دغې سیمې چې پلازمېنې دمشق ته څیرمه پرته ده کابو ۹۰ سلنه برخه تر خپل کنترول لاندې راوسته. دغه سیمه له ۲۰۱۲م کال راهیسې د تندلارو یاغیانو په لاس کې وه.
د فليق الرحمن، ډلې تر څنګ د احرار الشام تندلارې ډلې له روسيې سره په دي هکله هوکړه کړې وه چې له دغې سیمي خپل جنګیالي وباسي. جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړي له نورو ملکیانو سره د سوریې شمال لویدیځ ولایت ادلیب ته لیږدول شوي چې لا هم د یاغیانو تر کنترول لاندې دی.
د سنا دولتي خبري آژانس د معلوماتو له مخې په مارچ میاشت کې په ټوليزه توګه ۱۳۵ زره انسانان له دغې سیمي څخه وتلي دي.
د ختیځ غوطه سیمې نیول چې پلازمېنې دمشق ته څیرمه پرته ده د سوریې د واکمن بشارالاسد له پاره د ستراتیژیک او سمبولیک لحاظه ډیره مهمه ده. اوسمهال یوازې د دوما ښار د جیش الاسلام، ډلې له لوري کنترولیږي. له څو ورځو راهیسې روسیه د دغې تندلارې ډلې سره د نوموړي ښار د تسلیمولو پر سر خبرې اترې کوي.
پر غوطه بریدونه د انځور په ژبه
په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې د جګړې له پیل راهیسې د سوریې رژیم په وروستیو سختو بریدونو کې په سونو کسان وژل شوي دي. دویچه ویله هغو ویجاړیو ته نظر اچوي چې د یاغیانو تر کنترول لاندي وروستیو ښارونو کې رامنځ ته شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/AP/Syrian Civil Defense White Helmetsد هوایي بریدونو یوه اوونۍ
په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې د کړکیچ له پیل راهیسې پلازمینې دمشق ته څیرمه په ختیځ غوطه سیمه کې سختو بریدونو تر اوسه تر۵۰۰ زیات کسان وژلي دي. د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د ملګرو ملتونو د ۳۰ ورځني اوربند پر غوښتنې سربیره خپلو هوایي بریدونه ته ادامه ورکړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/AP/Syrian Civil Defense White Helmets«د ځمکې پر سر دغه دوږخ ته د پای ټکی کښیږدئ»
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش د سوریې رژیم وروستیو هوایي بریدونو ته په اشارې سره غوښتنه کړې ده چې د «ځمکې پر سر دغه دوزخ» ته دې ژر د پای ټکی کښیودل شي. دغه هوایي بریدونه د فرورۍ له ۱۹ څخه پیل شوي دي. ختیځ غوطه د یاغیانو تر کنترول لاندي وروستۍ سیمې دي. په دغه ځای کې شا او خوا ۴۰۰ زره کسان اوسیږي چې زیاتره یې د تیښتي توان نه لري.
انځور: Reuters/B. Khabiehد شکمنو کیماوي بریدونو رپوټونه
په سیمه کې د فعالانو او ډاکټرانو په وینا یو شمیر کسان د داسې علایمو درلودونکي دي چې ښایي د کلور زهرجن ګاز د برید قربانیان وي او په روغتون کې یې باید درملنه وشي. د سوریې حکومت پر دې ټینګار کوي چې هیڅکله یې کیمیاوي وسلې نه دي کارولي.
انځور: Reuters/B. Khabiehیو سړی او ماشوم د ختیځ غوطه په دوما ښار کې د یوه توغندي د پاته شوې برخې تر څنګ ولاړ دي. زیاتره هغه کسان چې له دغې سیمې څخه یې د وتلو توان نه درلود ټوله اوونۍ په تهکاويو یا نورو ځایونو کې تیره کړه.
انځور: Reuters/B. Khabiehدوما یو له هغو ښارونو څخه وو چې د تیرې اوونۍ د هوایي بریدونو په ترڅ کې سخت بمبار شو. یو کس په دې هڅه کې دی چې له خپل کور څخه د بریدونو په پایله کې د رالویدلو شیانو پاته شوي پاک کړي.
انځور: Reuters/B. Khabiehفعالان وایي چې په دوما کې د اوبو او خوړو کمښت دی. د دغه کلابند ښار اوسیدونکو زیاتره ورځې شپې په تهکاويوو کې تیري کړي دي او زیاتره یې په دې ونه توانیدل چې خوراکي توکي تر لاسه کړي.
انځور: Reuters/B. Khabiehملګري ملتونه د اوربند غوښتنه کوي
د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پریکړه لیک ومانه چې په سوریه کې د ۳۰ ورځو اوربند او «پرته له ځنډ» څخه د بشري او روغتیايي مرستو ته د اجازې ورکولو غوښتنه کوي. خو دغه تړون د داعش او القاعدې پر ضد د عملیاتو په برخه کې صدق نه کوي.
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS.com