له خرآري د خلاصون لاري وپېژنئ ـ انځوريز راپور
۱۳۹۶ آبان ۷, یکشنبهله خرآري د خلاصون لاري وپېژنئ ـ انځوريز راپور
تقريبا هر دويم بالغ انسان خرآری کوي. د بعضو دغو انسانانو خرآری د دې لامل کيږي چي په دغه کوټه کي نور کسان خوب نه سي کولای. خو د خرآري بعضي ډولونه حتی انسان ته ستري روغتيايي ستونزي پېښولای سي. په هکله يې انځوريز راپور:
خرآری
خرآری زيات وختونه پر هغه کس د ټوکو ټکالو کېدلو سبب ګرځي، چي خرآری کوي. خو خرآری نه يوازي د کورنۍ د نورو غړو بلکه پخپله د خرآري کوونکو له پاره يوه ستونزه جوړېدلای سي. خرآری څو ډولونه لري لکه د پوزي خرآری، د ژبي خرآری او د ستوني خرآری.
بعضي انسانان د خوب پر وخت ولي خرآری کوي؟
د خوب پر وخت د ساه اخيستلو د لاري په پاڅنۍ برخه کي د تدريجي او دوامداره ږغونه جوړېدلو ته خرآری ويل کيږي. د انسان د عمر به زياتېدو سره تقريبا ۶۰ سلنه نارينه ؤ او ۴۰ سلنه مېرمنو ته خرآری ورپيښيږي. تقريبا ۱۰ سلنه ماشومان هم خرآری کوي. چاغوالي، د سګريټو او الکهولو استعمال، نه سپورټ کول، کمې اوبه چښل او نور ورته وجوهات د دې لامل کيدلای سي چي انسان د خوب پر وخت خرآری وکړي.
ايا خرآری يوه ناروغي ده؟
د خوب پر وخت عادي او ټيټ تکرارېدونکی ږغ په اکثرو مواردو کي ناروغي نه بلل کيږي. خو کله چي د خوب پر وخت د يو انسان خرآری د هغه خوب او ورځنی شخصي او يا کاري ژوند باندي بدي اغېزې ولري، نو دغه ډول خرآري ته د خوب د يوې ناروغۍ په توګه کتل کيږي. په زياته هغه خرآری د زړه د ناروغيو سبب ګرځېدلای سي، په کوم کښي چي د انسان ساه د څو ثانيو له پاره بنديږي او په لوی خر ږغ سره له خوبه راپاڅېدو سبب کيږي.
پر خرآري تجارت
دا چي زيات انسانان له خپل خرآري يا د ژوند د شریک له خرآري څخه زيات رنج وړي، نو دې ته چمتو وي چي د علاج له پاره يې پيسې هم مصرف کړي. له همدې کبله په بازار کي بېلابيل مصنوعات سته چي ژمنه کوي، چي خرآری کموي. خو اکثره دغه څيزونه د اکثرو کسانو له پاره د ستونزي حل نه وي.
جراحي
په بيلو انسانانو کي د پوزي د ساه اخيستلو د لارو تنګېدل يا بندېدل او يا ورته نور وجوهات د خرآري سبب کيږي. په بعضو مواردو کي متخصص ډاکټران د جراحۍ له لاري کومک کولای سي. په زياته بيا کله چي د يو چا ژبه هميشه د خوب پر وخت په غاړه کي لويږي او د ساه د بندېدو سبب کيږي، نو په ژبه کي يې يو ډول برېښنايي آله د جراحۍ له لاري ايښودل کيږي، چي په زياتو موادرو کي کومک کوي.
د خرآري د کمولو آسانه لاري
په بيلو انسانانو کي د خرآري لاملونه بېل وي. خو هغه وجوهات چي په اکثرو انسانانو کي د خرآري سبب کيږي، د بعضو ساده لارو هم تر يوې اندازې مرسته کولای سي. په راتلونکو څو انځورونو او لنډو متونونو کي کولای سئ دغه لاري وپېژنۍ:
اړخ بدل کړئ
زياتره انسانان هغه وخت خرآری کوي چي ستوني ستخ يا پر ملا بيده وي. په زياتو وختونو کي دا مرسته کولای سي چي خراری کوونکی پر اړخ پرېوزي او يا اړخ بدل کړي.
وزن کم کړئ
هغه کسان چي وزن يې زيات وي، اکثره يې د خرآري له ستونزې سره هم مخامخ وي. ډاکټران وايي چي د وزن کمول د خرآري ستونزه کموي يا حتی ورکولای هم سي. په زیاته هغه کسان چي د وزن د زياتېدو سره يې خرآری پېل سوی وي، د وزن په کمېدو سره يې خرآری په لوی احتمال بېرته ورکيږي.
سګرېټ، چلم او الکهول پرېږدئ
هغه کسان چي سګرېټ، چلم يا الکهول استعمالوي، هغوی هم اکثره وخت خرآری کوي. د دې لامل د يادو توکو مضر اثرات د انسان پر نورو غړو او د ساه اخيستلو پر نظام بلل کيږي. په زیاتو مواردو کي هغه کسان چي ياد څيزونه کاروي، که ورڅخه پرهېز وکړي، خرآری يې هم کميږي يا بالکل ختميږي.
ځان زيات مه ستړی کوئ
زيات داسي انسانان سته چي نور وخت خرآری کم کوي او يا يه نه کوي، خو کله چي ډېر ستړي وي او پسله زیات وخت وېښتيا څخه ورته خوب ورسيږي نو خرآری کوي. ډاکټران وايي چي په زياته دغه ډول کسان بايد ځان د ورځي څو ځله آرام ته ورکړي او ځان په يو ځل زيات ستړی نه کړي.
د مالګو اوبه
ډاکټران وايي چي به مالګينو اوبو د پوزي مينځل د دې لامل کېدلای سي چي خرآری کم سي. هغه کسان چي د خوب پر وخت په پوزه کي خرآری کوي، زيات وختونه يې وجه د پوزي د لاري د ساه اخيستلو لاري ډيري تنګي وي. په مالګينو اوبو د پوزي مينځ دغه لاري آزادوي او پاکوي يې. خو د درملو او د پوزي د سپرې له لاري د پوزي خلاصول د اعتياد سبب ګرځېدلای سي له همدې کبله پخپله جوړو سوو مالګينو اوبو استعمال بهتره بلل کيږي.
خپل بالښت بدل کړئ
په کوټه کي د دوړي او نم له کبله په بالښت کي د ګرد واړه په سترګو نه ليدل کيدونکي ميکروسکوپي حشرات موجود وي چي ورسره زيات انسانان حساسيت لري. د دغه حساسيت له کبله د انسانانو د سا لاري او د پوزي سوري تنګيږي چي د خرآري سبب کيږي. د بالښت بدلول، د ورځي په کړکۍ کي د بالښت ايښودل چي له خولو او نم څخه وچ سي، کومک کولای سي. د دې تر څنګ د بالښتونو لويوالی هم پر خرآري فرق دلودلای سي. بېل بالښتونه امتحان کړئ.
زياتي اوبه وچښئ
ډاکټران وايي چي د ورځي په جريان کي په کافي اندازه اوبه چښل هم د دې لامل کيږي چي د پوزي او سا لاري ښه لمدې وي او په دې توګه د ساه اخيستلو له پاره په کافي اندازه پراخي وي. په زياتو مواردو کي د چا په بدن کي اوبه کمي وي نو بیا هم زيات خرآری کوي. نو له همدې کبله زياتي اوبه وچښئ.
ديګيريدو سورنا وږغوئ
د سويس هيواد کارپوهانو د څېړنو په پايله کي وړانديز کړی چي که د اونۍ په شپږو ورځو کي څوک نيم نيم ساعت د ديګيريدو په نوم لويه سورنا ووهي، نو يې خرآری ختميږي. د دغو کارپوهانو په وينا د يادي موسيقۍ آلې له کبله اړونده عضلات قوي کيږي چي کمزوري يې د خرآری سبب ګرځېدلی وي.
سپورټ وکړئ
هغه کسان چي د بدن عضلات يې کمزوره وي، سپورټ نه کوي او وزن يې زيات وي، زيات وختونه د خرآري له ستونزي سره مخامخ وي. سپورټ کول د دې لامل کيږي چي سړي قوي سي، د ساه اخيستلو حجم زيات سي، او په همدې شان د ساه آخيستلو ټول نظام تقويه سي. له همدې کبله سپورټ د خرآري د کمېدو يا ختمېدو لامل هم ګرځېدلای سي.
ډاکټر ته رجوع وکړئ
د دغه انځوريز راپور مشورې د يو ډاکټر سره د يوې مسلکي مشورې ځای نه سي نيولای. که تاسو يا د کورنۍ کوم څوک مو د خرآری ستونزه لري، نو يو کارپوه ډاکټر ته مراجعه وکړئ. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (21.09.2017):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.07.2017):
په دغو ۲۹ هيوادونو کي د اوږد ژوند توقع تر نورو ډېره ده
اوږد ژوند د ژوند په معيار پوري هم اړه لري. د روغتيا نړيوال سازمان د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۵ کال تر منځ د هغو هيوادونو ليست جوړ کړی چي د اوسېدونکو د ژوند توقع يې زياته ده.
په جاپان کي د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۳،۷ کلونه ده
په سويس کي د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۳،۴ کلونه ده
په سينګاپور کي د وګړو د اوسط ژوند توقع۸۳،۱ کلونه ده
په هسپانيا کي د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۲،۸ کلونه ده
په آستراليا کي د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۲،۸ کالونه ده
په ايتاليا کي د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۳،۷ کلونه ده
آيسلند ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۲،۷ کالونه
اسرائيل ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۲،۵ کالونه
فرانسه ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۲،۴ کالونه
سوېډن ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۲،۴ کالونه
سويلي کوريا ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۲،۳ کالونه
کاناډا ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۲،۲ کالونه
لُکسمبورګ ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۲،۰ کالونه
هالند ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۱،۹ کالونه
ناروې ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۱،۸ کالونه
مالتا ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۱،۷ کالونه
نيوزيلاند ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۱،۶ کالونه
اُتريش ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۱،۵ کالونه
آيرلند ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۱،۴ کالونه
بريتانيه ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۱،۲ کالونه
بلجيم ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۱،۱ کالونه
پرتګال ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۱،۱ کالونه
فنلاند ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۱،۱ کالونه
آلمان ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۸۱،۰ کالونه
چين ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۷۶،۱ کالونه
نيپال ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۶۹،۲ کالونه
هند ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۶۸،۳ کالونه
پاکستان ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۶۶،۴ کالونه
افغانستان ـ د وګړو د اوسط ژوند توقع ۶۰،۷ کالونه
د انسانانو د مړيني تر ټولو لوی لس لاملونه
د انسانانو زياتره طبعي مړيني د کومو وجوهاتو له کبله کيږي؟ د روغتيا د نړيوال سازمان د شمېرو له مخي د انسانانو د مړيني ترټولو لوی لاملونه په دغه انځوريز راپور کي وپېژنئ:
۱۰ مقام ـ له مودې مخکي زېږېدنې ـ ۱،۲ مليونه مړيني هر کال
هر کال په مليونونو ماشومان له مودې مخکي د زېږېدني له کبله مړه کيږي. په شاته پاته او بې وزلو هيوادونو کي د مېندو لوږه او د اړينو طبي مراکزو نه شتون د دې لامل ګرځي چي ماشومان له مودې مخکي نړۍ ته راسي.
۹ مقام ـ ترافيکي پيښي ـ ۱،۳ مليونه مړيني هر کال
په نړيواله توګه هر کال تقريبا ۱،۳ مليونه انسانان په ترافيکي پيښو کي او يا د ترافيکي پيښو له کبله د رامنځ ته سوو ژوبلو په نتيجه کي ژوند له لاسه ورکوي. که څه چي د ترافيکي پيښيو په شمير کي په تيرو کالونو کي کموالی راغلی خو بيا هم د قربانيانو شمېر يې ډېر جګ پاته دی. په زياته بيا ښاري ترافيک ماشومانو ته ګواښ وي. تېز رفتاري او نه احتياط د زياتو ترافيکي پيښيو لامل وي.
۸ مقام ـ ديابيت يا د شكرې ناروغي ـ ۱،۴ مليونه مړيني هر کال
د شکري ناروغي هر کال تقريبا ۱،۴ مليونه انسانان وژني چي تر اټکل زيات دي. زيات وختونه د شکري د ناروغۍ نه کنټرول د بدن د مهمو اعضاؤ لکه بډوډکو يا پښتورګو د خرابېدو، د زړه د سکتې او د دماغي سکتې سبب ګرځي. که غېر موروثي شکرې د مخنيوي له پاره سپورټ او متوازنه غذا مهم بلل کيږي.
۷ مقام ـ د سږو سرطان ـ ۱،۴ مليونه مړيني هر کال
د تمباکو څکول د دغې ناروغۍ تر ټولو لوی لامل ګرځي. د سږو سرطان په ډېره چټکۍ سره ناروغ ځپي او وژني يې.
۶ مقام ـ ايډز ـ ۱،۶ مليونه مړيني هر کال
د ايډز ناروغي د HIV ويروس له کبله رامنځ ته کيږي. دغه لا تر اوسه يوه علاج نه لرونکې ناروغي ده. ياد ويروس له يو انسان څخه و بل انسان ته د جنسي اړيکو، وينو د ورکړي او پاکي چاړو، پيچکاريو د ستنې، د غاښونو طبي سامان او د ورته طبي آلاتو د مشترک استعمال له کبله سرايت کوي.
۵ مقام ـ نس ناسته ـ ۱،۹ مليونه مړيني هر کال
نس ناسته په زياته بيا په شاته پاته هيوادونو کي زيات انسانان وژني. نس ناسته د بېلګي په توګه د کولورا او توري تبي له کبله رامنځ ته کيدلای سي. په زیاته بيا په وړو ماشومانو کي د نس ناستي ناروغۍ د مړيني سبب ګرځي ولي چي د ماشومانو په بدن کي اوبه او مهمي مالګي په ډېر زيات سرأت کميږي.
۴ مقام ـ د سږو اوندنه خنډيزه ناروغي ـ ۳ مليونه مړيني هر کال
د تمباکو څکول د دغې ناروغۍ تر ټولو لوی لامل ګرځي. د سږو دغه ناروغي د ووب د ويجاړۍ او د وړو هوالارو د نيمگړتياوو په سبب رامنځ ته کېږي. د دغې ناروغۍ مهمي نښي سالنډي، ټوخی او په سږو کې د دوامداره زيات بلغم جوړېدنه ده.
۳ مقام ـ د تنفس د نظام ناروغياني ـ ۳،۲ مليونه مړيني هر کال
زکام، ټوخی، رېزشت، والګی او د سږو ژوبله د دې لامل کيږي چي هر کال ۳،۲ مليونه انسانان مړه سي. په زياته بيا په شاته پاته هيوادونه کي د اړينو درملو نه شتون يادي ناروغۍ وژونکي کوي. په پرمختللو هيوادونو کي د ډېر عمر لرونکي انسانان او يا هم واړه ماشومان يا د مدافعتي نظام ناروغان د تنفس د نظام د ناروغيو له کبله مړه کيږي.
۲ مقام ـ دماغي سکته ـ ۶،۲ مليونه مړيني هر کال
په دماغ کي د يو يا زياتو رګونو د تنګېدنې يا بندېدنې له کبله د دماغ هغې برخي ته ويني نه رسيږي او هغه مړه کيږي. که د دماغ اړونده برخه د انسان د ژوندي پاته کېدو له پاره مهمه برخه وي، نو انسان هم مړ کيږي. د تمباکو او الکوهولو استعمال، چاغوالی او د سپورټ نه کول د دماغي سکتې له يو شمېر زياتو لاملونو د لا تقويه کېدو سبب ګرځېدلای سي.
۱ مقام ـ د زړه د رګونو تدريجي تنګېدنه ـ ۷ مليونه مړيني هر کال
د تمباکو څکول يو له لويو وجوهاتو دی چي د انسان د زړه رګونه د کالک له کبله تنګ سي. زړه اړين اکسيجن نه ترلاسه کوي او ورباندي زيات فشار راځي او د بيلو ناروغيو پيلامه کيږي چي د انسان د د مړينی سبب ګرځي. له تماکو څکولو، زياتو غوړ يا چرب خوراک څخه اجتناب او سپورټ د دغو ناروغيو مخنيوی کولای سي.
ولي دغه لاملونه معلومول مهم دي؟
په يو هيواد کي يا په نړيواله توګه د انسانانو د طبعي مړيني د مهمو لاملونه معلومول په دې مهم دي، چي د دغو لاملونو پر ضد د اقداماتو د لا مؤثره کولو له پاره دقيق کار وسي. عام انسان د دغو شمېرو څخه دا زده کړه کولای سي چي له هغو کارونو او د ژوند له طرز څخه ځان وساتي چي د بېلګي په توګه د ځانګړو ناروغيو د رامنځ ته کېدو لامل کيږي. (منبع: د WHO د ۲۰۱۵ کال راپور [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی])