له داعش سره په جگړه کي د طالبانو او مسکو گټي يو شان دي
۱۳۹۴ دی ۳, پنجشنبهد افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتني ځانگړي استازي ضمير کابلوف د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۳مه) په مسکو کي له انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي: «بې له لمسوني له داعش سره په جگړه کي د طالبانو گټې زموږ له هغې سره سرخوري.»
د هغي پوښتني په جواب کي چي آيا کيدای سي له داعش سره په مبارزه کي طالبان د متحدانو په شان وکارول سي او مسکو له هغوی سره په دې اړه اړيکي نيسي؟
د روسيې دغه ستر ديپلومات وويل: «ما تر مخه لا له طالبانو سره د معلوماتو د تبادله کولو د کانالونو په اړه خبره کړې وه.»
کابلوف زياته کړه: «طالبان زموږ له لارښوونو ماسوا له داعش سره جنگيږي، ځکه په دې پوهیږي چي داعش هم داسي تلاښ کوي لکه القاعدې چي په خپل وخت کي طالبان د نړيوال جهاد له پاره کارول.»
هغه ويلي دي: «طالبانو دا احساس کړه، ځکه نو اوس پر داعش باندي جدي يرغلونه کوي. او دا ډېره مهمه ده چي نه افغان او نه هم پاکستاني طالبان نه البغدادي د خليفه په توگه او نه هم داعش پيژني.»
د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ويلي دي چي روسيه له يوې سياسي لاري په افغانستان کي د ثبات راتلو پلوي کوي: «موږ به په دې ډېر خوشحاله سو چي افغان حکومت له خپلو مخالفانو سره، هغه که وسله وال هم وي بې له وينو تويلو يوه جوړ جاړي ته ورسیږي. او د دې له پاره د ملگرو ملتونو يوې قطعنامې ته اړتيا ده.»