نوموړي زیاته کړه، د محکمو ۳۰ سلنه کارکوونکي د فساد دوسیې لري او اوس تر څېړنې لاندې دي. مشعل افغان وویل، د محکمو د کارمندانو د معاشونو ويش روان دی او ژر به تکمیل شي.
هغه زياته کړه: «د محکمو اویا اتیا سلنه کارمندان بېرته خپلو دندو ته ورګرځېدلي او هېڅ ستونزه نه شته. او هغه پاتې کارمندان چې دوسیې لري، د اسنادو له څېړلو وروسته به په دې شرط بېرته دندو ته غوښتل کېږي، چې فساد پرې ثابت نه شي. دوی نن د عدلیې وزارت له امر پرته په لاريون لاس پورې کړی وو، چې اجازه ورنکړل شوه.» خو قاضیان د طالبانو دا خبره ردوي.
د خالد مقدم په نوم یوه قاضي چې د لاریون ګډونوال وو دویچه وله ته وویل، دوی یې په ډلهییز ډول له دندو ګوښه کړي.
هغه وويل: «دوی په ډلهییز ډول له دندو ګوښه کړای شوي او پر ځای یې داسې کسان ورپېژندل شوي، چې پوره تجربه نه لري. دا عادلانه نه ده. دا قاضیان باید بیرته په خپلو دندو وګمارل شي او که طالبان وايي، چې د تېر حکومت قاضیانو فساد کړی، یو کمیسیون دې وټاکي چې مفسد له غیرمفسد بیل کړي. موږ هم د فساد پلوي نه یو.»
دا د هغو ورونو د ژوند انځورونه دي چي د ژوندي پاته کیدو له پاره يې یو وار بیا د غالیو اوبدل پیل کري دي. افغانستان له ستر اقتصادي او انساني کړکېچ سره مخامخ دی. قدرت ته د طالبانو تر رسیدو وروسته زیات خلک بې روزګاره شوي.
انځور: Hector Retamal/AFP
د تیر نظام تر راپرځیدو او قدرت ته د طالبانو تر رسیدو وروسته افغانان له سترو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. وچکالي، د دولتي ادارو غیر فعاله کیدل، د پيسو نه شتون او د افغانستان د مالي سرچینو بندیدل، ټول هغه مسایل دي چي د افغانانو مصیبتونه يې لا پسي ور زیات کړي دي.
انځور: Hector Retamal/AFP
د (حیدري) په نوم دغو څلورو ورونو د خپل ژوند د سمون او پيسو پیدا کولو له پاره یو ځل بیا په خپلو زړو کارګاوو کي د غالیو اوبدل پيل کړل. دوی د خپلي کورنۍ له ټولو غړو سره قابو تمامه ورځ غالۍ اوبدي. د دغي کورنۍ تیر نسل هم د غالیو اوبدلو کار کاوه.
انځور: Hector Retamal/AFP
د غالیو د خرڅلاو له پاره د پیرودونکو لټون هم د دوی له پاره خورا غټه ستونزه ده. د یادي کورنۍ مشر ورور غلام سخی وايي: «موږ باید خپله کورنۍ له همدې لاري ژوندي وساتو. بله چاره نشته.» دغي کورنۍ د طالبانو تر راتګ دمخه د غالیو اوبدل پریښي ول او د ودونو د مراسمو له پاره به يي تازه ګلان خرڅول.
د غالۍ په بشپړیدو سره کورنۍ د شپږو زرو ډالرو د لاس ته راوړلو تمه لري. دا هغه بیه ده چي اوس يې په افغانستان کي کم کسان د ورکولو توان لري.
انځور: Hector Retamal/AFP
د افغانستان د غالیو اوبدونکو د انجمن مشر نور محمد نوري، وايي چي اوس د افغانستان د ۳۸ ميلیونه اوسیدونکو له ډلي نه څه کم دوه ميلیونه کسان د غالیو اوبدلو په کاروبار بوخت دي. په افغانستان کي د غالیو اخیستو غوښتنه کمه شوي ده، خو افغاني غالۍ په نړیوال بازار کي لاهم خپل خوښوونکي لري.
انځور: Hector Retamal/AFP
په کابل کي غالۍ خرڅونکی کبیر رووف وايي چې په دي وروستیو میاشتو کي د هري ورځي په تیریدو سره لا زیات کسان غالیو اوبدلو ته چې د افغانستان ملي شتمني ده، مخه کوي. رووف وايي دا مهال زیاتره هغه نجوني چې ښونځی ته نشي تلای او هغه مېرمني چې پر کور ناستي دي د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.
انځور: Hector Retamal/AFP
هرات چي له ایران سره پر پوله پروت دی، هغه ولایت دی چي اوس يې خلک تر هر وخت زیات په غالیو اوبدلو بوخت دي. حاجي عبدالقادر چې اوس يې اتو کورنیو ته د غالیو اوبدلو کار برابر کړی، وايي چې خلک يې هره ورځ د کار له پاره پوښتي. د هغوی ډېری هغه کسان دي چي د غالیو اوبدلو هیڅ تجربه نه لري، خو اوس بله دنده او کار نشته.
انځور: Hector Retamal/AFP
د طالبانو راتګ د افغانستان پر تجارتي روابطو هم بد اثر کړی دی او غالۍ چې په لویه کچه بهر ته ليږدول کیدلې اوس په سختۍ سره نړیوالو بازارونو ته رسیږي. حاجي عبدالقادر چي په اونۍ کي نږدې پنځه غالۍ رانیسي، وايي چې له بانکونو څخه په هفته کي یوازي ۴۰۰ ډالره اخیستی شي او دا پیسې يې د کارګرانو معاش هم نه پوره کوي.
انځور: Hector Retamal/AFP
حاجي عبدالقادر وايي: »اوس د غالیو له پاره پیرودونکي هم نشته. هیڅ بهرنۍ د غالیو اخیستو له پاره نه راځي.« د هغه په وینا له افغانستان څخه د بهرنیانو له وتلو سره سم يې د غالیو کاروبار هم خراب شوی، خو هغه لا هم خوشبینه دی، ځکه د راپورونو پر اساس خلیجیيهیوادونو ته له افغانستان څخه د هوا له لاري سفرونه پيل شوي دي او دا کار د افغاني غالیو د بازار پیدا کولو هیلي لازیاتوي.