له دوديزي لويي جرگې د خلکو هيلي څه دي؟
۱۳۹۰ آبان ۲۴, سهشنبهعام خلک د لويي جرګې له ګډونوالو غوښتنه کوي، چي د ولس د خير ښيګڼي له پاره فکر وکړي او د جرګې په ټولو برخليک ټاکونکو ورځو کي ګوندي او شخصي فکرونه يوه خوا پريږدي.
د کابل د څرخي پله سيمي يو تن اوسيدونکی بريالی احمدي وايي، اوس د جرګې غړي ټاکل شوي او په دې اړه انتقادونه ځاى نه نيسي.
هغه وايي په اوسينو حالاتو کي د جرګې جوړيدل اړين دي خو هغه ډلي چي د لويي جرګې مخالفت کوي په خپلو شخصي ګټو پسې دي، پرته له دې چي د ملک د ښېګني په اړه فکر وکړي.
له بل لوري د سياسي چارو کارپوهاو د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز غړي عصمت الله غلجی وايي، د دوديزي لويي جرګې د جوړيدو هدف دا دئ، چي له امريکا سره د ګډوهمکاريو پر تړون باندي د بحثونو تر څنګ، د افغان دولت مخالفو کړيو سره د خبرو کولو پر پاليسۍ غور وکړي.
نوموړی ټينګار کوي چي، د جرګې ګډونوال بايد خپلي پريکړي، نظرونه او وړانديزونه د علمي اصولو په رڼا کي وړاندي کړي او د مسايلو پر سر په بحث کي د شخصي احساساتو له څرګندولو ډډه وکړي.
ځيني خلک انديښنه څرګندوي چي د دوديزي لويي جرګې تر جوړيدو وړاندي په لويه کچه داسي پيښي رامنځ ته سوي، چي کولاى سي له امريکا سره د ګډو همکاريو پر ستراتيژيک تړون د جرګې د غړو پر فکرونو سيورى خور کړي.
ځيني نور بيا په دې اند دي، چي افغان دولت غواړي له امريکا سره د اوږد مهاله تړون له پاره د لويي جرګې له لاري جواز ترلاسه کړي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځی د ديپلوماسۍ د برخي زدکړياله ليدا فرهت وايي، په جرګه کي بله د بحث وړ موضوع له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو موضوع ده، چي د جرګې غړي به ئې په اړه خپل نظرونه وړاندي کوي او له وسله والو ډلو سره د خبرو ټولي هڅي تر دې دمه له ناکامۍ سره مخ سوي او اوس اړتيا ده چي له هغوى سره د خبرو پر يو نوي ميکانيزم غوروسي.
ټاکل شوې د کابل او امريکا تر منځ د ګډو همکاريو د تړون په اړه دوديزه لويه جرګه، د چهارشنبې په ورځ پيل سي، په دې جرګه کي د مخورو او علماوو په ګډون د بېلابېلو خواوو دوه زره غړي ګډون کوي چي څلور ورځي به دوام وکړي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل