1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

له دوو سوو ډير بنديان په لوڅ حالت کې تښتيدل

۱۳۹۹ شهریور ۲۷, پنجشنبه

په يوګاندا کې بنديانو زندان مات کړی او له دوو سوو څخه ډير بنديان په لوڅ حالت کې تښتيدلي دي. دوی د یوګاندا شمال ختيځ لور غرونه ته تښتيدلي دي. دا چې دوی ولې په لوڅ حالت کې تښتيدلي، په رپوټ کې يې لوستلی شئ.

Uganda Polizei
انځور: Zuma Press/Imago Images

پيښه د یوګاندا هيواد د کاراموجا په نوم سيمه کې رامنځ ته شوې ده. دغه بنديان د دې له پاره چې هویت يې پټ ساتل شوی وي، خپلې جامې وښکلي او په لوڅ لپړ حالت کې له زندانه تښتيدلي دي.

هغوی دغه کار ځکه کړی وو چې فکر يې کړی وو د زندان په زيړو جامو کې په اسانۍ پيژندل کيږي. د تيښتې پر وخت، بنديانو د زندان نوکريوال نيولی وو. هغوی د زندان له سلاح کوټ څخه ۱۵ ميله AK-47 ډوله وسلې (کلاشينکوف) او شل مجلې هم له ځانه سره وړي دي. حکومت ويلي دي چې د دغو ۲۱۹ بنديانو د بیرته نیولو هڅې يې پيل کړي.

د يوګاندا د پوځ ویاندې وویل چې د تښتيدلو بندیانو له ډلې څخه دوه تنه يې وژل شوي دي. د فلاويا بائیکواسو په خبره، «دا له زندان څخه د بندیانو د تښتې يوه لويه واقعه ده. تښتيدلي غله ټول لوی او حرفوي مجرمان ول. په هغوی کې قاتلان، ډاکوان او د جنسي تيريو مرتکب مجرمان هم شامل ول.»

د پوځ وياندې هيله څرګنده کړه چې تښتيدلي بندیان به د وسلو د درلودلو سره سره ونیول شي. هغې وويل چې بنديان د شپې په تياره کې تښتيدلي دي: «هغوی ډير وخت درلود چې ځانونه امن سيمو ته ورسوي او ځانونه پټ کړي، خو موږ به هغوی پيدا کړو.» بائيکواسو دغه راز خبرداری ورکړ چې کیدای شي دغه بنديان په سیمه کې د خلکو له کورونو څخه ځان له پاره جامې او نور د اړتيا وړ شیان غلا کړي.

په يوګاندا کې د زندان ماتولو پيښې

 د کرونا بحران له پيل راهيسې دا په يوګاندا کې د بندیانو د تيښتې دريمه پيښه ده. ويل کيږي چې بنديان پر کرونا ويروس د اخته کیدو د خطر او د زندان له بد وضعيت څخه د خلاصون په موخه د تیښتو هڅې کوي.

په يوګاندا کې د تيرو پنځو مياشتو په جريان کې د بندیانو شمیر لس سلنه لوړ شوی دی. دې سره د ټولو بندیانو شمیر ۶۵ زرو ته رسيدلی. په نوو بندیانو کې ډيری يې هغه افراد دي چې د کرونا ناروغۍ په تړاو د حکومتي سپارښتنو د نه رعايتولو په دلیل نيول شوي دي.

دویچه وله ا/م.ک.ص./ب.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب